کور / تازه خبرونه / سنګين:ريموټ بم د ملې اردو دوه تنه ټپيان شول

سنګين:ريموټ بم د ملې اردو دوه تنه ټپيان شول

د هلمند ولايت د سنګين امنيه قومندان غلام علي وويل چې نن غرمه د دې ولسوالۍ په مرکز کې ژېړۍ پوستې ته څېرمه د ملې اردو پر سرتېرو چې پلي له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې وو، د سړک د غاړې ريموټ کنټرول ماين چاودنه ترسره شوه، چې له امله يې د ملې اردو دوه تنه ټپيان شول.


امنيه قومندان زياته کړه چې په ټپيانو کې د يوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړدی.


له بلي خوا قاري يوسف احمدي رسنيو ته د يادې شوې چاودنې پړه پر غاړه اخيستې او ادعا کوي چې په چاودنه کې يې د ملې اردو شپږ تنه سرتېري له يوه موټر سره له منځه وړي دي.