کور / تازه خبرونه / زابل: ۳۶ څاګان ګټې اخيستنې ته چمتو شوه

زابل: ۳۶ څاګان ګټې اخيستنې ته چمتو شوه

زابل ولايت د سيوري ولسوالي په بېلابېلو کليو کې د صحي او پاکو څښاک اوبو د ٣٦ نيمه ژورو څاګانو د کيندنې کار پای ته ورسېد او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.


د زابل ولايت د کليو پراختيا رئيس انجنير عبدالرزاق سودمند وويل (د دغو ٣٦ څاګانو کار درې مياشتې مخکي د سيوري ولسوالۍ د اوسيدونکو په غوښتنه پيل او تېره ورځ يي کار پای ته ورسيد او ګټي اخيستنې وړ شوې))


نوموړي زياته کړه چې د کيندل شوو څاګانو له پاکو او صحي اوبو څخه به قابو ١٠٨٠ کورني ګټه پورته کړي.


زابل ولايت دافغانستان د ګوتو په شمار له ناامنو ولايتونو څخه ګڼل کېږي چې د دا شان بيارغنيزو پروژو په پلي کېدو سره کېدای شي په دې ولايت کې د ناامنيو کچه را کښته شي.