کور / تازه خبرونه / دولت او طالبان دي د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي !

دولت او طالبان دي د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي !

د کندهار ولايت مرکز او اړوندو ولسواليو سلګونو هغو ښځوچې خپل وروڼه، اولادونه او مېړونه يې جګړو کې له لاسه ورکړي وو، نن د غونډې په جوړولو سره پر دولت او طالبانو ږغ وکړ چې د ملکي وګړو له وژلو دې لاس واخلي.


غونډه د افغان مدني ټولنې له خوا په با با صاحب کې جوړه شوې وه.


د نوموړې ټولنې مشرې رنګينه حميدي داسې وويل: (له دې راټولونې څخه هدف د افغان مېرمنو مظلومانه آواز د هيواد او د دنيا خلکو ته رسول دي، چې دوى جګړه نه بلکې په سوله کې ژوند تېرول غواړي.


د يادونې وړ ده چې په کندهار کې د لومړي ځل لپاره په دې شمېر ښځې د يو هدف لپاره راټولېږي.