کور / z_buitenland_news -- 5 / خپله معشوقه يې له ډېره ګرانښته وژلې ده

خپله معشوقه يې له ډېره ګرانښته وژلې ده

د امريکا په ميکسيکو ايالت کې د هغه سړي مړی موندل شوی چې خپله معشوقه يې وژلې او وروسته يې د هغې د جسد ځينې غړي خوړلي وو . 



دا سړی د روان کال د اکټوبر مياشتي پر اتمه نېټه وروسته تر هغه ونيول شو چې معشوقه يې د څو اوونيو لپاره لادرکه شوه او پوليسو پرې شک وکړ چې گواکې د هغې په لادرکۍ کې دی لاس لري.


پوليس وايې چې (جوس لويس کلفا) تر نيول کېدو وروسته اقرار وکړ چې خپله معشوقه يې له ډېره ګرانښته وژلې ده.


رپوټونه وايي چې قاتل پرون د ميکسيکو په يوه زندان کې ځان په خپل کمربند غرغړه کړ.