د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر۳۰ اوونیزه غونډه
د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه د ۱۳۸۷ لمریز کال د جدي په (څوارلسمه) نېټه د استقلال لېسې د فرانسې کلتوري مرکز په کوچني تالار کې د آغلې ماریا صدیقي په ویاندۍ پیل شوه . د غونډې مېلمانه د هیوادتکړه کیسه لیکونکی او شاعر ښاغلى صدیق الله بدر، ښاغلى غلام ولي نوري او نجیب الله پوپل وو.
دغونډې د پیل په برخه کې ښاغلي علم ګل سحر د ادب ادبیاتوپه اړه معلومات ورکړل .
د غونډې په لومړی برخه کې د آغلې خاطرې لخوا د تیرې اوونۍ دغونډې رپورټ ولوستل شو ، چې د غونډې ګډون کونکو لخوا پرې خبرې وشوې . ښاغلي بدر وویل : سره له دې چې رپورټ ښه لیکل شوى وو ، ښه هم ولوستل شو . خورپوټ په پیل کې یوه افتتاحیه درلوده چی اکثرآ رپوټ باید داسې افتتاحیي ونلري که نه نو بیا به مقالې ته ورته وي . ده وویل چی په رپوټ کی ویل شوی وو (که دا بیت لیرې شي او بل بیت یی پر ځای راشې ، نو دا به د شعر وزن او قافیه برابره کړي) ، زما په نظر دغه کار د شاعر د احساساتو د وژلو سبب ګرځي هو داسې کیږي چي لږ څه په کې کم او زیات هم شي . ښاغلي علم ګل سحر وویل چې په رپورټ کې ښه نثر كارول شوى وو او د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دتیرې غونډې د کره کتنې برخه په بشپړ ډول را اخیستل شوې وه . ښاغلي بدر وویل، د دې لپاره چې د مېرمن بهیر هره غړې داسې رپوټ ولیکلى شي ، نوپكار ده چې په هره غونډه کې د رپوټ ليكلو لپاره په وار سره يوې خور ته دنده وسپارل شي .د رپوټ په اړه لینا شریفي،اوږۍ امیل،نفیسې ستانکزې او راحلې نوري هم خبرې وکړې.
د غونډې په دويمه برخه کې دمیرمن بهیر پر کاري مسایلو خبرې وشوې ، چی يو هم د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر له خوا د ښځینه شاعرانو د شعري ټولګې خپرول وو. د دی کار مسوله اغلې سپوږمۍ نوري وه ، چې د خپل کار رپوټ یې غونډې ته وړاندې کړ. اغلی توبا ساپی وویل چې په ننګرهار کې یي د یوشمېر خویندو سره په دې اړه خبرې کړې ، خوهغوی انټرنیټ ته د نه لاس رسي له امله خپل شعرونه نه دي رالېږلي ، همدا چې دوی هم خپل شعرونه راولېږي نوپه لنډه موده کې به چاپ شي .
وروسته د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر پر ویب سایټ (www.mirmanbaheer.org) او دهغه د بدلون په باب خبرې وشوې . كه څه هم په وېب سايټ كې بدلون رامنځته شوى ، خو وپتییل شوه چې په دې اړه په راتلونکو غونډو کې هم خبرې وشي توبا ساپۍ ته دنده وسپارل شوه چې تر راتلونکې غونډې د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د ویبپاڼې د مسوولینو کارونه وارزوي او په راتلونکې غونډه کې خپل رپوټ وړاندې کړې ، دکارونو کمزوري خواوې په ګوته کړي څو د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر غونډه په دې اړه لازمه پریکړه وکړي. همداراز د مېرمن بهير لخوا له ښاغلي الهام او لودین څخه د مېرمن بهیر وېب سایت سره د ډیرې همکارۍ له امله مننه وشوه .
د غونډې په دریمه برخه کې د اغلې برېښنا ساپۍ شعر کره کتنې ته وړاندې شو، چې د شعر یو بیت یی دا وو:
ګرانه نه کوم ګیله درنه نه مې شته له تانه
څه چې درته وایمه هغه له خپله ځانه
ښاغلي بدر وویل : ( دا چې دا ستا دويم شعر دی ډېر ښه لیکل شوى وو او ستا په شعر کې دروني موسیقي موجوده ده ، خو ته اوس دې ته اړتیا لرې ، چې د پښتو ژبې د شاعرانو کتابونه ولولې ، څومره چې يي ولولې هغومره كولى شې چې شعر په ښو الفاظو بيان كړې . ښاغلي سحر هم د اغلې برېښنا شعر وستایه .
د غونډی څلورمه برخه چې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، د سپوږمی ،خاطری ،زرغونې رحمتي،ملالۍ، ندا ،ماریا صدیقي،سپوږمۍ نوري، برښنا ساپۍ او بدر ، ، خپل شعرونه ولوستل. دغه راز په دې غونډه کې د تکړه شاعرې آغلې عارفې بهارت شعرونه ولوستل شول چې ګډونوالو ډیر خوښ کړل.دغه راز د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د اوونیزې غونډې برخه والو ته د ښاغلي غلام ولي نوري ژباړل شوي کتابونه (کرزی) او (امرباالمعروف و نهی عن المنکر) کتابونه هم وویشل شول ، همدارنګه د استاد محمد ګل نوري (ملي هنداره) نوی چاپ کتاب چې ښاغلي نوري د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دغړو لپاره پخپل شخصي لګښت چمتو کړی و،هم د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر غړو ته وویشل شو چې ترې مننه وشوه.
د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دغه غونډه ښاغلى صدیق الله بدر وارزوله د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دغړو ترمنځ صمیمیت او له یوبل سره د همکاري روحیه او د غونډې ښه نظم یې د مېرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دغونډو همیشنی بری وباله.
غونډه له ارزونې وروسته د مازدیګر پر څلورو بجو پای ته ورسیده .