مسلمان ورور که چالاکه دښمن

د لراوبر اداره | جنوري 9th, 2009


د 2009 مېلادی کال د  جنوری د میاشتې په شپږمه نېټه د پاکستانی ولسمشر اصف علی زرداری   راتګ  افغانستان  ته  د ډېرو  افغانانو   زړونه  د پاکستان  پر  وړاندې  نرم  کړل ، دا  چې  په څرګند ډول  پاکستان  د سفر  ته د ترهګرۍ   پر  وړاندې   د مبارزې    نام   ورکوي   خدای(ج) د وکړي  چې  په  پټه هم   د  افغانستان  سره  پدې همکارۍ  کې  همکاره  شي  دا  چې پاکستان  پداسې  حالت کې  له افغانستان سره  د ترهګرۍ  پر وړاندې  غمشریکی   کوي  چې  له هندوستان   سره  یې  د حالاتو  د خرابېدو  په وجه   یواو بل   ته  د  توپک  په  ماشې  ګوتې  ایښې  دي    نو د   زرداری  د  غه  سفر  ډېرې  پوښتنې   رازېږوي .


د ممبای  د  پېښې   وروسته  چې  د پاکستان  او  هندوستان  اړیکې    د سر  ماتولو   تر بریده   رسېدلې    دي  پاکستان   نه  غواړی   چې   خپل  مېرانی  ورور   افغانستان   دې   د  خېر  په  غونډۍ   ورته   ناست   وي    او  ننداره   دې   کوي  ، له  بله پلوه   که د  هندوستان   او  پاکستان   لخوا  د  جګړې  نغری  تود  شوو   نو پاکستان   ته  خپله  بدی  ښه  په  ورزړه    ده  چې   د  افغانستان    پر   وړاندې   یې  له   څومره  بدنیتۍ  نه  کار   اخستې  او  په   پښتونخوا  کې  یې   د   پښتنو   پر   وړاندې   څومره    غداری   وکړه   پداسې   وخت  کې   چې د  پاکستان   د تجزیه کیدو شپې او  ورځې   په  رالنډېدو  دي    پاکستان  غواړی   چې   د  پاک  افغان  بایې  بایې   په  نارو    د پښتونخوا  د بېلیدو   مخه  ونیسي   او  پښتانو  ته  داسلام  په  نامه  دوکه  ورکړی ، له بله اړخه  پاکستان  غواړی   چې  د نړېوالو  په  سترګو  پټۍ  وتړی  چې  ګني  پاکستان  پخپلو   وعدو  کې  ریښتېنی   دی    او  د  ګاونډی   هندوستان   هغه   شواهد  چې ممبی  په  پېښه   کې  یې  پاکستانی  چارواکو  ته د  مېز  په سر   واچول  نړېوالو  ته   جعلی   وښایی او ځان د  هندوستان  له پنډو  تورونو څخه  خلاص  کړی  او  خپل  پخوانی حیثیت  وګټی  د  اصف علی زرداری  راتګ  افغانستان   ته  د ذوالغقار علی بوټو  هغه سفر   رایادوی  چې :


(( د ظاهر شاه  دوران  1971 م کال و، د پښتونستان په سر له پاکستان  سره د افغانانو تبلیغاتی او  سړه جګړه ښه  په درز  کې روانه  وه  چې په  همدې وخت  کې هند له پاکستان سره  ونښت  ددواړو  هېوادونو تر  منځ  کلکه  جګړه


روانه  وه د افغانستان د کابینې  په غونډه  کې ځینو  وزیرانو  وړاندېز  وکړ  چې   اوس پاکستان   له  هند  سره   نښتی  دی  نو  د  افغانستان  لپاره  ښه  چانس  دی چې  له  پاکستان  سره  جګړه  اعلان  او  د پښتونستان   مسئله  له  نظامي   لارې  حل  کړي په  هغه  وخت  کې پاکستان  له نظامي پلوه  په  ډېر کمزوري  د ريځ  کې  و چې  یواځيې   له  هند سره یې  هم  د جګړې  تاب  نه درلود  پداسې  حال  کې  چې  د افغانستان  بری   او  د پښتنو  د  له لاسه   وتلې   خاورې   بیا   تر  لاسه   کول  سل  په   سلو  کې    باوری   و ، خو د  کابینې  ډېرو  غړیو   له دې  وړاندېز    سره   مخالفت وښود ، دلیل  یې   دا   و چې  پاکستان   زمونږ   مسلمان    ګاونډی   هېواد   دی   او   اوس په  ډېرو   ناوړو   شرایطو   کې   قرار   لري   او   ان  د  وېش   له   خطر   سره مخ  دی   نو  که موږ  پرې   حمله   وکړو   دا  به   یوې  ناځوانۍ  ته   ورته  کار  وي   موږ  باید د  خپل  ګاونډي  له  ناوړه  حالت   څخه ګټه وانخلو  او  نه  یې باید   له  ژوبلې   ګوتې  ونیسو.


که څه  هم پاکستان  خپل  مخ   په اینه  کې لیدلی  و او انګېرلې   یې  وه  چې  افغانستان  به  هرومرو  پرې حمله  کوی  خو  کله یې  چې د  افغانانو   دا  سترتوب  او  ځواني  ولیده   نو له حیرانتیا   ورته  ګوته  په  غاښ شول   د  هند  او  پاکستان   ددې جګړې پایله   دا شوه   چې پاکستان   د  هند پر  وړاندې   ماتې  وخوړه، جنرال نیازی خپله  وسله  د هندي جنرال (ارورا)  پر  وړاندې کېښوده،او شیخ  مجیب الرحمن   له پاکستان  څخه یېل شوی   خپلواک  بنګله  دیش  اعلان  کړ د ۱۳۵۱ ه ل   د سه شنبې  په  ورځ  د مرغومي  په  ۲۱ مه چې د  1972 م کال  د جنورۍ  له یوولسمې سره  سمون  خوري   پاکستان  په  پېښور  کې افغان  قونسلګرۍ   ته  خبر وکړ   چې  د پاکستان  ولسمشر ذوالفقار  علي بوټو   غواړي  همدا  نن  کابل  ته  سفر  وکړي ،بوټو  په هماغه ورځ  د یو پلاوي په مشرۍ   چې  مارشال رحیم خان، د وسلوالو ځواکونو لوی  درستیز جنرال غلام اسحاق  خان ( چې وروسته د پاکستان  ولسمشر  شو) او  نور  پکې  وو د  هوایي ځواکونو اړوند  الوتکه  کې کابل  ته راغی   او د  خواجه رواش   په  هوایي   ډګر  کې   ورته  پخپله  د  ظاهرشاه ،صدراعظم ډاکتر محمد ظاهر  ، د صدارت مرستیال داکتر عبدالصمد  حامد  د دربار  وزیر   علی محمد   لخوا   هر  کلی  وویل  شو .بوټو  په  کابل  کې څلور ساعته تېر  کړل او د ګلخانې   په ماڼې  کې یې له  افغان مشرانو  سره  خبرې   وکړې   نوموړی  د  افغانانو   له  ځوانۍ .مروت او  شهامت   څخه دومره  اغېزمن وو چې  کچه  یې  د  هغه  لدې  څرګندونو   څخه  مالومولی  شو :((  ددې  لپاره  کابل  ته راغلی  یم چې خپل د مننې او احترام  مراتب  د اعلیحضرت  همایوني ،  د افغانستان  حکومت   او  خلکو  حضور  ته  ددوی  د هغه  له  همدردۍ  څخه  ډک  دريځ   په  اړه    پخپله   وړاندې   کړم    چې  زمونږ  د  هېواد  په  اړه  یې   په   هغه  وخت  کې   خپل   کړی   وو   چې   له  یو لوی کړکیچ   سره  مخ   وو  افغانستان  دېته   ورته  دريځ  په  1965 م  کال  هم غوره  کړی  و    او  پاکستان  چمتو  دی چې  د  افغانستان   ددې  ځوانمردانه   اقدام  په  بدل  کې  تر ممکنه   حده متقابل   اقدام   وکړي ))  د  سردار داود خان د صدارت په  زمان  کې بیا  هم  د  پاکستان او  افغانستان تر  منځه د  پښتونستان   په  سر   لانجې ،  او د  یو بل پر   ضد پروپاګند   روان  وو  چې د  پاکستان  د  بهرنیو  چارو    د  وزارت  مرستیال   سکندر مرزا   کابل  ته   په یو  رسمي سفر   راغی   څرنګه  چې   سکندر مرزا  د  افغانانو   مېلمه وو  نو  افغان  حکومت   کابل  رادیو   ته  رسما خبر   ورکړ چې   د  پاکستاني   مېلمه   احترام   لپاره    دې   پاکستان   پسې   پرو پاګند  او  تر  هغې    چې   سکندر  مرزا   دلته  وي  د  پښتونستان  خپرونه  بنده  کړي .)) د پاکستان  له تېر  کردار څخه  داسې  مالومیږی   چې  بیا  هم  د یوی  اوږدې  مودې   لپاره  د  پښتنو  تر  منځ  دا دې بیلتون  کرښه  همداسې   پاته  شی  او  د  اسلام    په   نوم د  پښتنو دا  سپڅلی خاوره   د تل  لپاره   هضم   کړی ، که  پاکستان  په  رښتیا  هم د افغانستان   سره  د  ترهګرۍ   په  ضد  له  زړه  اخلاصه   مبارزه   کوي   نو  بیا  ولې    په  پاکستان  کې  دهغو ځانمرګو  فابریکې  نه  ختمیوي    چې   په  افغانستان  کې  یې  د  مظلومو   افغانانو  چوړ  وویست ؟!


2009-01-07


اخځونه


د ګوانتانامو انڅور

Copyright Larawbar 2007-2024