کور / شعر / بې لاري ظالم ته

بې لاري ظالم ته

اې ظالمه ستم ګره شرمينده شي
په غضب دپاک الله باندي اخته شي
دمظلوم په ارمانونو لوبي مکړه
ديهودو په لمسونو سوبي مکړه
تا په ډيرو مسلمانو لوبي وکړي
تا په خوارو افغانانو لوبي وکړي
ستا قانون دې دځنګل اوته حيوان يې
هسي خوشي رنګ صورت  کې دانسان يې
ستا له لاسه  فلسطين اورو کې سوځي
په ژړايې نن سبا دې شپي او ورځئ
غواړې ځانه سکندر دجهان جوړکړي
په غريب او په مظلوم اه فغان جوړي کړي
په دوستي کې واوره هغه کوچه مار يې
خپل پردې ته ښه معلوم يې چې غدار يې
چې مطلب دي شي حاصل بيا ځني ځغلي
چې دي وار ورته برابر شي بيا يې ولي
ستا په سترګو کې نه شرم نه حيا شته
نه دې دوست او نه ملګري ته وفا شته
په دنيا باندي داغواړي چې واک دار شي
خو دا ډاډ زه درکومه زربه خوار شي
په ټانکو او طيارودي مه نازيږه
په تخنيک او په وسلو دي مه غوليږه
دې انګليس او روس دا ستا خوب و ليدلي
امپراطور هم وو هټلر دنيا ته غلي
خو انجام يې اخير څه شوښه خبريې
لږدي دي سر ته عقل دروله که خريې
ته په نر نه يي او ښتي هسي ګوره
کني ولله درنه ورک به شي خپل کوره
اي شاعره بس کړه هسي نه چې ګير شي
 دكيوبا په جيل خانو كې به اسير شي