کور / اسلامي / خوبَ وړی اسلامي امت او نمرودي اور

خوبَ وړی اسلامي امت او نمرودي اور

خوبه وړيه اسلامی امته دانمرودي اور به تر کومه په جوش سره لمبي وهي ؟

مخکی موهم اشاره ورته وکړه چه نن دنړي په کوټ ګوټ کې نمرودي اور په جوش سره لمبي وهي  او مسلمانان پکې سوزي .

2001 کال کې د 24000 زرو طالبانو محاصره او دهغه قتل عام چه له هوا څخه امريکن طاغوت بمبارول او له ځمکې څخه د شمال مقاومت ويشتل که څه هم دنړی په ګوټ ګوټ کې ډير ناري پورته شوی نور بس کړي هغوی مه  وژنی اسيران دي ولی نمرودي اور په جوش سره لمبي وهلي .

همدارنګه له هغه وخت ورسته تر اوسه  دا اور په جوش سره لمبې وهي   ډير کلي له خاورو سره خاوري شول حتی  د ناويې  په  ورا اودحيواناتو په رمه هم دستر ظالم  له خوا بمونه ووريدل .

نن غزه هم دستر اسرائلي ظالم تر هوايې او ځمکنی اور لاندی ده او دبي ګناه مسلمانانو قتل عام يې پيل کړی دي که څه هم دنړۍ په ډيرو هيوادو کې د دوی دظلم سخته غندنه وشوه خو نمرودي اور په جوش سره لمبي وهي او دامريکن طاغوت لخوا هم پوکی ورته وهل کيږي .

نو دا نمرودي اور به تر کومه لمبي وهي او مخنيوی په څه کې دي .

ددي شيطاني طاغت مخنيوي په لاندی ټکو کې وينم :

۱- جهاد : جهاد دالهي  دين دلوړوالي او دمسلمانانو دغزت خونديتوب لپاره پر مسلمانانو فرض شوي دي کله چه مسلمانان جهاد پريږدي نو دسختي بي عزتی او تباهی سره مخ کيږي .

الهی  دين  دځمکي له مخي  ورکيږي  او ځای  يې  وضعي  او خود ساخته  نظامونه  نيسی  چه بلاخره نړی له يوه سره دفساد او فتنو اډه ګرځي دانسنانو ژوند دليوانو د ژوند په شان کيږي چه دوه ليوان کله دشپي څملي او خوب کوي يواوبل ته مخامخ څملی په يوه سترګه خوب کوي او پر بله سترګه مقابل لوري ته ګوري چه حمله راباندي ونه کړي نو نړی به له يوه سره دچور او چپاو په ځنګل بدله شي .

۲- کفري طوفان په يوازي ځان هيڅ هم نشي کولاي اونه هم پر مسلمانانو دحملی جرأت لری بلکی دا کار دځنو ضعيف الايمانه مسلمانانو په ملګرتيا تر سره کوي .

ددی مثالونه هم ډير دي خو يو مثال همغه د طالبابو د 2001 کال د بنديانو قتل عام ؤ د طالبانو پر خطونو 2.5 مياشتي سخت مببارت وشو خو هغوي يې يو کلومتر هم په شانشوای کړاي ولی دشمال دمقاومت په ملګرتيا دطالبانو اکماتي لاري بندي شوی اوبلاخره د دوي خطونه مات شول .

پرغزه هم چه نن اسرائل په تيزی سره حملي کوي پدی کې هم دځنو عربي خټورو مشرانو رايه حتمي شته که نه وای دومره په جرأت سره اسرائلو کله حملي کولای شوای .

اوبل داچه امريکن طاغوت دسختي تباهي سره مخ دي دامريکا نفت يواځي 8 کاله نور کار ورکولاي شي او نور به ختم شي اوس هم تقريباً 60٪ نفت له اسلامي هيوادونو څخه تر لاسه کوي که اسلامي هيوادونه دا نفت ورباندي بند کړي نو امريکا به يواځی دفاعي حالت غوره کړي او بيا به د ليوني سپي په شان هري خواته خوله نه اچوي .

دامريکی اوسنی جنګ هم تر ډيره حده دنفتو لپاره دي او غواړي د نفتو په بازار خيټه واچوي .


3- مسلمانان  دفاعی تکنالوژی  ته سم پام نه کوي

سوونه کاله پخوا قرآنکريم مسلمانانو ته دخپل د دوښمن لپاره د تياري امر کړي دي .

قوله تعالي : وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ (الانفال ۶۰ ). ٍ

(( تياروئ (ای  مؤمنانو ) لپاره  ( دجنګ )  ددغو ( ماتوونکو دعهد يا دمطلق  کفارو ) څومره چه توانيږی تاسی له قوت  ( اسباب دجنګ ) )) .

په الله تعالی دتوکل معنی دانه ده چه ضروري اومشروع اسباب  دي ترک کړ شي اوپه خالې لاس دي له دوښمن سره جنګ وشي بلکی دا تياری پر مسلمانانو فرض دی  تر هغه پوری چه قدرت لری دجهاد سامان او لوازم به برابروي .

دنبی کريم صلی الله عليه وسلم په عهد کې  داسونو سورلې  ، توره وهل  ، غيشی ويشتل  او نور جنګی مشقونه د جهاد له لوازمو څخه وو چه هغه وخت مسلمانانو پوره  تيارول .

نن  زمان  توپک ، ماشين ګني ،ټانک ،طياره ،راکت  او هر ډول فضايی او بحري جنګی وسايل او نور جنګی مهمات او وسايلو برابرول  او لرل  په استعمال اچول اود هغه د جوړولو پوهه او تکنالوژي  په مسلمانانو فرض ده .

ولی پدي قرآنی امر کې مسلمانان تر ډير ه پاتی راغلی دي

ځنی له دين څخه ناخبره خو د ننی تکنالوژي زده کړی ته په ښه سترګه نه ګوري ،ننی ساينس او تکنالوژی  ته نور نور عنوانونه ورکوي  ولی  پدی علومو کې کوم مشکل نشته خبره دهغه په استعمال ،اشخاصو او دملک په نظام کې ده .


۴- مسلمانان د دين پر ځاي ددنيا په حب اوعيش کې عرق تللي دي :

که بل مسلمان ورو يې په وينو کې لامبو وهي يا له لوږی مري په ده يې هيڅ پروا هم نشته ده ځکه  دی خو دجيب ډکولو او مال ډيرولو داسی مصروف کړي چه نور يی د زړه د رحم او خواوږي ځاي د دنيا په حب او عيش ډک شوی دي او په ډيره مستي سره پدي عيش کې لامبو وهي .

نن ورځ دين بي کسه دي ډير کم خلک  دي چه د دين  او مسلمانانو دنصرت  لپاره يې  ملا تړليې  وي  د طاغوت  د ورکولو کوښښ  کوي  يا له  لوږي  سره  مخ  شوي  مسلمانانو سره مرسته کوي   نور ډير کسان خپلی  چړچي  کوي  نو نن  زمان  دين  بي کسه  دي  . پدي اړه داسلام ستر پيغمبر سوونه کاله پخوا داسی وړانديز کړي دي

   («بَدَأَ الْإِسْلاَمُ غَرِيبًا ثُمَّ يَعُودُ غَرِيبًا كَمَا بَدَأَ فَطُوبَى لِلْغُرَبَاءِ» قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَمَنْ الْغُرَبَاءُ؟ قَالَ: «الَّذِينَ يُصْلِحُونَ إِذَا فَسَدَ النَّاسُ»). [رواه أحمد والترمذی ]

((اسلام  بې کسه او غريب شروع شوي دي  او بيا به بي کسه او غريب شي لکه څنګه چه شروع شوی ؤ – پس طوبی ( يوه ونه ده په جنت کې ) لپاره د غريبانو – چا پوښتنه وکړه يا رسول الله (ص) غريبان کوم کسان  دي هغوی (ص) وفرمايل :

هغه کسان دي چه د فتنو اوفساد په وخت کې د خلکو داصلاح کوښښ کوي  .

قرآنکريم په داسی خلکو سلام ويلی دی

سَلاَمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ (الرعد 24 ) .

نو دنمرودي اور مخنيوی په لاندي ټکو کې دي :

نو ددي طاغوتي اور له منځه وړلو لپاره جهاد في سبيل الله

د کفارو له دوستی او حمايت څخه د مسلمانانو لاس اخيستل

دفاعي اوجنګی وسلوجوړولو تکنتلوجي ته د مسلمامانو پوره پام

او دخدای ج دين ته پوره تسليميدل

دافغانی اوفلسطينی مور لپاره دتسليت څو خبرې  — —— ورسته بيا