کور / کتاب / د اولنو خبري ( متلونه) د چاپ په ګاڼه سنګار سول

د اولنو خبري ( متلونه) د چاپ په ګاڼه سنګار سول

د پښتو د شفاهي ادبياتو په ګلبڼ  کي د يو بل  کتاب پاڼي د لوستونکو پر ګوتو کي و غوړيدې دا کتاب چي د اولنو خبري ( متلونه ) نومول سوى د انجنير محمد اسماعيل (سرواني ) په زيار چمتو سوى دى . په دې کتابګوټي کي چي څه دپاسه ٩٠٠ متلونه  ځاى پر ځاى سوي دي ټول په کليوالو سيمو  او بانډو کي د کليوالو خلکو له شونډو څخه را غونډ سوي دي  د ټولونکي ( سرواني ) په وينا چي دا ٩٠٠ متلونه يې د نژدې ١٥ کلونو ميوه ده .

متلونه په کتاب کي د اليفبا په ډير ښه  ترتيب اوډل سوي او تر ټولو خاص ټکى په دې کي دى چي ټول متلونه په خپل اصلي لهجه او اصلي بڼه کښل سوي دي چي يو شمير ليکوالان يې د انجينر صاحب جرائت بولي .

دا کتاب  چي ٦١ مخه لري  دې ورستيو کي  په هلمند کي د بست فرهنګي ټولني لخوا خپور او د چاپ چاري يې د صحاف نشراتي موسسې په مټ تر سره سوې  .

د هيواد څخه د ليري پښتو وروڼو لپاره تر ټولو ښه خبره داده چي ډير ژر به نوموړى کتاب د انټر نيټ په ستره نړۍ کښي هم خپور او پر ليکه سي .