په المان کې د اسرایئلو پر ضد د ماشومانو لاریون

د لراوبر اداره | جنوري 11th, 2009



په سلهاوو کسانو نن د جمعې پر ورځ د المان د هېسن د ایالت په ماربورګ ښار کې پر غزه د اسریئل یرغن وغنده . په دغه لاریون کې ډیر ماشومانو هم راټول شوي ول چې په وینو رنګ لانځکې یې په لاس کې نیولې وې او د “اسرایئل ماشومان وژنې” شعارونه یې ورکول . 


د لویو خبري رسنیو په وینا اسریئلي ځواکونو تر اوسه پورې دوه سوه او پینځوس 250 ماشومان په شهادت رسولي دي .


له کابو نهه سوو مړیو څخه یې له پینځوسو ډېرې ښځې دي . په نوموړې لاریون کې همدارنګه ښځو برخو اخېسته وه چې اسرایئل یې د “اسرایئل ښځې وژنې” په شعارونو سره غندل  . 



لاریونکوونکي د “خپلواک فلسطین”  نارې وهلي او نړۍ یې تورنوله چې د اسرایئلو په جرمونو یې سترګې پټې کړې دي او غبرګون نه ښیي . اسرایئلي ځواکونو له دوو اوونیو راهیسي د فلسطین پر غزه بمونه اوروي .



د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اسریئلي ځواکونو غزه  کابو نوي سلنه برخه ویجاړه کړې ده . که څه هم چې د جنوري پر اتمه نېټه ملګري ملتونو له اسرایئلو څخه د بیړني اوربندیز غوښتنه وکړه، خو اسرایئلي دولت دا غوښتنه رد کړه . دوی وایي چې تر څو یې د حماس سټه نه ده اېستلي، خپل بمبارد او توپونه به ونه دروي  . بلخوا حماس هم تر اوسه د راکټونو ویشتل نه دي بند کړي . لاریونکووني نه یوازې مسلمانان ول، بلکې همدارنګه د نورو دینونو پلویان ول چې اسرایئل یې په کله غندل . 


Copyright Larawbar 2007-2024