د اصغر لالا مرحوم د ژوند لنډه خاکه
خدائی بخښلی اصغر لالا په نهم ستمبر کال ١٩٢٦ کښې د مردان د رستم خېلو د محمد حسن خان کره زېږېدلی وۀ. ابتدائي او تر لسمه پورې تعليم ئې په خپل کلي مردان کښې او دولسم او څوارلسم ئې پرائيوېټ کړي وو. د لسم جماعت پاس کولو نه پس په اېکسائز اېنډ ټېکسېشن کښې ئې ملازمت اختيار کړو. په دې دومره ښه محکمه کښې هم هغه تنګ وۀ ځکه چې هغه يو نظرياتي انسان وۀ، خوددار وۀ، ديانتدار وۀ او غوښتل ئې چې خلق د جديدو نظرياتو سره اشنا کړي. پېسه ګټل او جمع کول د هغۀ د ژوند مقصد نۀ وۀ. د ايل ايل بي کولو دپاره ئې اوږده چوټي واخسته او د پېښور يونيورسټۍ نه ئې د قانون ډګري په ښو نمبرو تر لاسه کړه. ملازمت ئې د وخت نه مخکښې پرېښودۀ او په مردان کښې ئې د قانون پرېکټس شروع کړو. هغوي د خپلې راست ګويۍ، ديانتدارۍ او خوددارۍ په وجه په وکالت کښې هم مخکښې تګ ونۀ کړی شو. هغه د خوددارۍ سره سره قناعت پسند هم وۀ او په خپل ډېر لږ پنشن ئې ګوزاره کوله.
اصغر لالا په بنيادي توګه اديب او شاعر وۀ. ترقي پسند نظر ئې لرلو او د جدلياتي فلسفې په رڼا کښې ئې ژوند تېرولو. د خپل عمر زيات وخت ئې ادبي او سياسي سرګرمو ته وقف کړی وۀ. په ادبي مېدان کښې ئې ادبي هلې ځلې د تقسيم نه وړاندې د راهي صاحب او پير طلا باچا مرحوم سره د ((بزم ادب)) په نوم د جوړ کړي انجمن څخه شروع کړې وې. وروستو ئې بيا په کال ١٩٥٤ کښې د حسن خان سوز صاحب، قمر راهي صاحب، ميا خېر الحق ګوهر، شېر علي باچا، جمال رازي، پير ګوهر سره په ګډه د مردان ادبي جرګې بنياد کېښود او باقاعده تنقيدي غونډې او مشاعرې او نورې ادبي سرګرمۍ ئې شروع کړې. لالا د تنظيم يو ډېر فعال غړی وۀ او د جرګې اجلاسونو له به ئې اديبان او شاعران راغونډول، په خپله به ئې شعرونه ډېر کم اورول، د نورو شعرونه به ئې په ډېر شوق او توجه سره اورېدل. د اصغر لالا مرحوم د ښۀ خوئي او مينه ناک شخصيت په وجه به هغوي ته مشرانو او کشرانو ټولو ((لالا)) وئيل. خپلو خپلوانو به ورته ((لالا جاني)) وئيل. په کال ١٩٦٢ کښې چې کله شېر علي باچا د وکالت کولو نه پس د کراچۍ نه مردان ته راغلو نو د اصغر لالا او د هغوي په کوششونو ادبي جرګې بيا خپلې سرګرمۍ تېزې کړې. په دې غونډو کښې د مشرانو سره د هغه وخت نوي زلمي لکه اندېش، اسرار د طورو، ډاکټر اسرار، اقبال، همايون هما (ډاکټر)، عبدالرؤف زاهد، عبدالواحد قلندر، م- ر شفق، ښائسته ګل غم غلط، امير بادشاه مُنير مرحوم او اولسي شاعرانو کښې عبدالواحد ټېکدار او زر ګل استاذ دوي هم باقاعدګۍ سره شاملېدل. دې جرګې په مردان کښې جديد پښتو ادب ته رواج ورکړو. وروستو بيا په مردان کښې نورې ادبي ټولنې جوړې شوې او تر ننه دا روايت قائم دی.
اصغر لالا او شېر علي باچا په سياسي او فکري ډګر هم خيال وو. دواړه قام پرست او ترقي پسند نظر لرونکي وو. څۀ وخت اصغر لالا پاکستان مزدور کسان تحريک کښې هلې ځلې کړې وې بيا پښتونخوا مزدور کسان تحريک په غونډو او جلسو جلوسونو کښې ئې هم برابر شرکت کولو. کله چې پښتونخوا مزدور کسان پارټۍ او پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ انضمام وکړو او پښتونخوا ملي عوامي پارټي ئې جوړه کړه نو هم اصغر لالا د پارټۍ فعال غړی وۀ او د پارټۍ سرمشرانو محمود خان اچکزي ، عبدالرحيم مندوخېل او رضا محمد رضا سره ئې ټينګې رابطې لرلې. په کابل کښې د خان شهيد په سيمينار کښې ئې هم شرکت کړی او د خان شهيد په مخصوص ليک دود ئې مقاله اورولې وه. د پاکستان د ترقي پسند تحريک په سيمينارونو کښې به ئې هم شرکت کولو او د پاکستان مشهورو ترقي پسندو ليکونکو سره ئې پېژندګلو وه.
اصغر لالا ډېر ښۀ شاعر وۀ خو شاعري ئې ډېره کمه کوله. د هغوي ((بالاحصار))، ((خېبر)) او ((سهره)) نومې نظمونه شاهکار نظمونه دي. د اصغر لالا قطعات هم مشهور شوي وو. غزل ئې هم ډېر ښۀ ليکلی شو خو ډېرې کمې غزلې ئې ليکلې دي. اصغر لالا يو منفرد نثرنګار وۀ. هغوي چې د ملګرو دپاره کومې نثرپارې چې په حقيقت کښې تکلونه دي، ليکلي دي هغه ئې په کال ١٩٦٢ کښې د ((ژوند او ادب)) په نوم چاپ دي. دا کتاب د پښتو په کتابونو کښې يو منفرد او خوندناک کتاب دی چې د اصغر لالا شخصيت پکښې غزوونې کوي او ژوندي ليکونه دي. د دې کتاب سريزه شېر علي باچا ليکلې ده. د اصغر لالا صحت په ځوانۍ کښې د ټي بي موذي مرض خراب کړی وۀ او د ژوند اخري کلونه ئې هم د سينې مرض ملګری وۀ. اصغر لالا به چې د مردان د ادبي سرګرمو نه خبرېدو نو ډېر به خوشحالېدۀ. د مردان نه د ((پاڅون)) مجلې په اجراء ډېر خوشحاله وۀ او د ((پاڅون)) په صلاح کارو کښې شامل وۀ.
د لالا غوندې خلق په قومونو کښې ډېر کم پېدا کېږي. داسې خلق چې په خپل غم دړد د قوم او د ټولنې غم دړد له ترجيح ورکوي. داسې خلق چې د قول او فعل تضاد نۀ لري. داسې خلق چې د دنيا حرص او لالچ له ئې لته ورکړې وي او د لوړو انساني قدرونو داعي وي. داسې خلق چې د ظلم، جبر او جهالت او د هر قسم استحصال خلاف ئې د بغاوت بېرغ پورته کړی وي، د داسې شخصيتونو په جدايۍ ډېر غم او خفګان پکار دی. د مردان په ادبي تاريخ کښې دا روښانه باب ليکونکی ډېر دروند او خوږ مشر اصغر لالا په شلم دسمبر کال ٢٠٠٨ زمونږ نه جدا شو. الله پاک دې ئې وبخښي. آمين.
تۀ په ژوند هم د تيارو سره په جنګ وې ستا نه پس دي ستا فکرونه چراغونه