کور / د ډيورنډ کرښه / د پښتون قام پرست دانشورانو يواځينۍ فريضه نن څۀ ده؟

د پښتون قام پرست دانشورانو يواځينۍ فريضه نن څۀ ده؟

د پښتون قام پرست دانشورانو يواځينۍ فريضه نن څۀ ده؟ هغه دا ده چې د پاکستاني رياستي بحران او د افغانستان د موجوده پُرخطر سياسي نقشې ته دې په غور نظر واچوي او دا نتيجه ګيري دې وکړي چې د پښتون د سباوون دپاره په دې صورت حال کښې څۀ امکانات دي. د هم دغه امکاناتو په رڼا کښې د پښتون قامي د خپلواکۍ تحريک فوري مقاصد ټاکل او د هغې د تر لاسه کولو دپاره حکمت عملي غوره کول نن د پښتون قام پرست دانشورانو بنيادي فريضه ده. د دې دپاره د فکر دوه لارې دي. يوه دا چې په موجوده حالاتو کښې په صوبه پښتونخوا کښې د پښتون قامي تحريک متحرکه قوتونه په ګوته کړی شي او د هغوي د سياسي فعاليت طريقې منځ ته راوستې شي. دوېمه دا چې د افغانستان د قام پرستانو د فطري غوښتنو نشان دهي وشي او د جوړولو په امکاناتو او طور طريقې جوړولو باندې غور وکړی شي.

(د شېر علي باچا د مقالې ((پښتون نن او سبا)) د بل مشالونه کتاب څخه. (اداره