دا خو انصاف ندۍ
رحيم ګل څاروان
داخوانصاف ندۍ د خائن چه څوک عزت کوي
غل اوداړه مار سره هرڅوک چه شرافت کوي
څوک چه همیشه زمونږ په وینو لمبیدلۍ دۍ
د څو پیسو دپاره ځان جهان ته شرمولۍ دۍ
څنګه به زمونږ په حق شورا کې قضاوت کوې
داخوانصاف ندۍ د خائن چه څوک عزت کوي
داسې به ډیر ګرځي لباسي مسلمانان دلته
ډیر صوفي زاهد هم ما لیدلۍ بې ایمان دلته
ډیر خلک عیشونه د حرامو په دولت کوي
داخوانصاف ندۍد خائن چه څوک عزت کوي
څه شان اوشوکت ددې حراموپه دولت کې دۍ
څه قدر څه عزت په غدراو په رشوت کې دۍ
خلک افتخار خو د خپل خلکو په خدمت کوي
داخوانصاف ندۍ د خائن چه څوک عزت کوي
کوم حلال پیسې نه دې جوړکړۍ دا قصرونه دۍ
کوم سړۍ په خپل تنخوا اخستۍ موټرونه دۍ
ستا په خیانتونو خدای به خپله عدالت کوي
داخوانصاف ندۍ د خائن چه څوک عزت کوي
تا خو ددې کونډو، یتیمانو وینه څکلۍ دۍ
تا ددې مظلوم ملت د زړه وینه زبیخلۍ دۍ
ډیر شیطانان تا غوندې دعوه د شرافت کوي
داخوانصاف ندۍد خائن چه څوک عزت کوي
تش په نامه ډیر خلک به وائې مسلمان دۍ
خو اصل کې بې علم او بې خبره د قرآن دۍ
ځکه خو د مال اود دولت دوی عبادت کوي
داخوانصاف ندۍ دخائن چه څوک عزت کوي
د نور ملکونو لیډران د خلکو خد متګار وي
د خپل ملت د هرفرد دحقوقو نګهدار وي
زمونږ لیډران وژني مو په وینه تجارت کوي
داخوانصاف ندۍ دخائن چه څوک عزت کوي
دا نور لیډران خپل د خلکو عدل نه یریږي
د هر یو اشتباه او د خطاء په سر شرمیږي
زمونږ لیډران فخرپه رشوت او په خیانت کوي
داخوانصاف ندۍ د خائن چه څوک عزت کوي
دا ځلې به ورکړو خپله رای یو مسلمان ته
ددې خوار او غریب خلکو دحق یو نګهبان ته
نه هغه قاتل ته قتل عام چه د ملت کوي
داخوانصاف ندۍ د خائن چه څوک عزت کوي
شان شوکت که غواړې دوطن په آبادۍکې دۍ
دانوم اوشهرت طاهري قوم په بیدارۍ کې دې
خلک دا خپل سر اومال قربان دخپل ملت کوي
داخوانصاف ندۍد خائن چه څوک عزت کوي
خدایه ته پخپل کرم زمونږ ذهن روښانه کړې
دحق او دباطل تشخیص په لاره موروانه کړې
راکړې هغه سوچ چه فیصله د خپل قسمت کوي
داخوانصاف ندۍد خائن چه څوک عزت کوي