د بارک اوباما مرستيال د هلمند ولايت ته راغلئ وو
دامريکادټاکل سوي ولسمشربارک اوبامامرستيال پرون افغانستان ته دخپل سفرپرمهال په هلمندکي ددآيساف په چوکاټ کي ميشوامريکايي سرتيرواودولتي چارواکوسره وکتل.
ټاکل سوي مرستيال ولسمشردهلمنددوالي څخه خپل ملاتړڅرګندکړاودلازياتومرستوژمنه يي وکړه.
ديکشنبي په ورځ ناوخته دامريکادټاکل سوي ولسمشربارک اوبامامرستيال سناتورجوبايډن (Joe Bidden)هلمندته دخپل يوه سفرپرمهال پدي ولايت کي دخپلوميشتوامريکايي سرتيرواودولتي چارواکوسره وکتل.
دښاغلي بايډن سره پدي سفرکي سناتورليندزي ګراهام،دامريکاسفيرويليم هوډ،دبرتانياسفيرشيرردکوپرکول اوپه افغانستان کي دآيساف ځواکونوقوماندان جنرال ډيويډميکرنن هم ملګري وه.
سناتوربايډن دګرشک ولسوالي د شورآب په نظامي هډه کي له خپلوميشتوسرتيرواودهلمنددوالي محمدګلاب منګل اونوروچارواکو سره دکتني پرمهال دهلمنددوالي څخه خپل کلک ملاتړڅرګندکړاودمتحده ايالاتولخوادسووژمنودترسره کولواوپياوړي کولوډاډيي ورکړ.
نوموړي دهلمندچارواکوسره په يوه ناسته په وويل چي دامريکامتحده ايالات به خپل ډيرپام به افغانستان ته رااړوي اوورسره به ډيرمرستي کوي.
مرستيال ولسمشروويل دامريکادنوو راتلونکو ديرش زره سرتيرويوه برخه به په هلمندکي ميشتيږي او دنظامي همکاريوترڅنګ به دبيارغاوني په کارونوکي هم بشپړه ونډه اخلي.
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دامريکادټاکل سوي مرستيال ولسمشرسره ترکتني وروسته وويل چي دى ډيرهيله منددى چي دافغانستان لپاره دامريکادنوي تګلاري په پلي کولوسره په هيوادکي هراړخيز بدلون رامنځته سي.
دامريکادنوى ټاکل سوي ولسمشرمرستيال دهلمندنه پداسي حال کي ليدنه کوي چي دامهال پدي ولايت کي څه باندي زر امريکايي ،نژدي ٦ زره برتانوي او ترڅنګ يي په لږه شميره دډنمارک اوهستونيادهيوادونو سرتيري دطالبانوسره په جګړه بوخت دي.
دامريکانوى ټاکل سوى ولسمشربارک اوبامابه دولسمشربوش څخه دروان ميلادي کلا دجنوري په ٢٠ دولسمشرى چوکى په رسمي توګه ترلاسه کوي.
ښاغلي بايډن چي دامهال دامريکادسناغړى دي څوورځي پس به دهغي دندي نه استعفاْوکړي اودمرستيالى دنده به پيل کړي.
ديادوني وړه ده چي تيره مياشت هم دامريکاولسمشرى ټاکنوته نوماندجان ميکين
چي په سياليوکي يي دبارک اوباماپه وړاندي ماتي وخوړله،افغانستان ته دخپل يوه سفرپرمهال دهلمندولايت نه ليدنه کړې وه.
همدارنګه څه موده وړاندي دبرتانيالومړي اودفاع وزيرانوهم په خپل وارسره دهلمندنه ليدنه کړې اودهلمنددوالي سره يي خپل ملاتړاعلان کړئ.