کور / سياسي / په امریکا کښي انتقالي پړاو او د افغاني جنګي اسیرانو برخه لیک

په امریکا کښي انتقالي پړاو او د افغاني جنګي اسیرانو برخه لیک

د جینوا دریم کانوانسیون ( ۱۹۴۹ ) او د هغه ضمیموی پروتوکول ( ۱۹۷۷) هغه جنګیالیوته چه د بهرنیو یرغلګرو قواوو په وړاندی جنګیږی په کافی اندازه حقوقی ملاتړ ور په برخه کړیدی : کله چه نوموړی جګړه مار د دشمن لاس ته ولویږی، د جنگی اسیر په توګه ورسره معامله او د ګڼ شمیر حقونو نه برخمن کیږی . د هغی جملی څخه:

د ذمی برائت اصلی حالت ، د تعذیب نه مصئونیت ، څرګنده محاکمه ، د مدافع وکیل د ټاکلو حق او نور .

په یوه اشغال شوی هیواد کې د جنگی اسیرانو حقوق د اشغالگرو قواوو په واسطه تضمین کیږی ( د جینوآ دریم کانوانسیون ۸۶ ، ۹۹ ، ۱۰۵  او ۱۰۶ حکم ) .

    امریکا په عمومی ډول سره جنگی اسیران  « نا قانونه جګړه مار » ونومول او دوی د هغو حقونو نه چه نړیوالو قوانینو ورکړیدي بی برخی کړل . امریکا د ۷ کلونو په موده کی ندی منلی چه جنگی ډلو ته د نړیوالو قوانینو په بنسټ باندی جنگی اسیرانو د حقونو څخه برخمن کړی .

  په کندهار کی د جنگی اسیرانو شمیر معلوم ندی . خو په بگرام کی همدا اوس د ۶۰۰ تنو څخه زیات کسان د ۷ کلونو راهیسی بندیان دی . بی له دی چه په رسمی ډول  په دوی کوم تور ولګول شی . په دوی باندی د شکنجی د اِعمال خبر مدیا او مطبوعاتو ته لار موندلی ده .

  نړیوال سره صلیب د امریکا دریځ سره خلاف د افغانستان جګړه  د  «  نړیوال وسله والی منازعی » په توګه وپیژاند او د امریکی د دولت نه یی د توقیف شوی کسانو په اړه ځینی امتیازات  ( د هغی جملی څخه د دوی سره اړیکی برقرارول ) تر لاسه کړل .

  ناتو  هم خپله لار د امریکی څخه جلا کړه . ناتو په ۲۰۰۱ کال کی یو دستور العمل تنظیم کړ چه په هغه کی  د افغانی جنگی اسیرانو سره د چلند څرنګوالی  په ګوته کوی : دستور العمل په جګړه کی توقیف شوی کسانو په ۲ کته گوریو ویشی : وسله وال جنګی اسیران  او پاتی کسان .

  جنگی اسیران په اتوماتیکه توګه د  جینوآ د دریم کانوانسیون تر حقوقی پوښښ لاندی

د ځانګړی حقونو څخه برخمن کیږی . پاتی کسان تر هغه وځته پوری د ناتو د قواوو له

خوآ ساتل کیږی چه د دوی حقوقی حالت روښانه شی .

د ناتو دریځ د تیوری په بڼه پاتی شو :   د ناتو قوآ د خپل ۲۰۰۱ دستور العمل خلاف ټول جنگی اسیران بی د کوم مصئونیتی ضمانت څخه افغان حکومت ته د دغه واقعیت په درک سره چه دوی شکنجه یا اعدام کیږی، وسپارل .

  د امریکا نوی ادارې تصمیم نیولی دی چه د گوانتانامو زندانیان د هغوی هیوادونو ته وسپاری . احتمال لری چه افغانی زندانیان کابل اداری ته وسپارل شی .

  اوسمهال افغانی جنگی اسیران د افغانستان به د ننه په کندهار او بگرام کی ساتل کیږی.

د بهرنی میډیا له لاری داسی ګونګسی اوریدل کیږی چه امریکا د افغانستان په داخل کی پرته د رسمی او څرګندو زندانونو نه ، پټ زندانونه هم لری چه یوازی د کابل استخباراتی اداری ته پته لګیږی .

  د جنوری په ۲۰ نیټه د امریکا حکومت بدلیږی . انتقالی پړاو تل د سیاسی زندانیانو د پاره د خطر نه ډک پړاو ګڼلی شو : احتمال لری چه په سیاسی ډګر کی ماتی خوړلی واکمنی د پیښو په وړاندی غیر اصولی او غیر مسئولانه چلند وکړی .

  په افغانستان کی لږ تر لږه دوه واره د انتقال په پړاو کی د زرګونو زندانیانو او جنگی اسیرانو د وژل کیدو شاهدان یو :

  ــ  د خلک جناح نه  پرچم جناح ته د قدرت د انتقال په وخت کی په زرګونو زندانیان ووژل شول .

  ــ  کله چه اوسنی حکومت د طالبانو د امارت په ځای نصب شو، اټکل ۴۰۰۰ تنه جنگی اسیران د اوسنی حکومت سره مؤتلفو جنگی ډلو او بهرنیانو په وسیله په بیرحمانه ډول ووژل شول :

“لوماند دیپلوماتیك ” نشریی  چی په فرانسوی ژبه  خپریږی  ( د 2002 م كال د سپتمبر  په ګڼه ) کې د یو قوماندان  (په مضمون كی دشاهدانو نومونه  دامنیتی  دلایلو  له كبله  محفوظ  پاته شوی )  چی د طالبانو  اوملیشو  ترمنځ  یی وساطت  كاوه د قول څخه  وایی  چه د طالبانو  استازی  ملافضل الله او ملا نوری  شمال  اتحاد  ته وړاندیز  وكړ چی طالبان  حاضر دی  خپلی وسلی  ملگرو ملتونو یا  نړیوالو ځواكونوته  تسلیم  كړی ،  په دی شرط  چی دوی  ته مناسب  مصئونیتی  تضمینات  برابر  شی .  دوستم ، عطامحمد ، محقق، امریكایان  او انگریزان  هلته  حاضر وو.  بالاخره  تصمیم  ونیول  شو چی  د كندز  د مقاومت اسیران  وروسته  له دی چی بی وسلی   كیږی  خپلو  سیمو ته واستول شی . د القاعدی  غړی  او نور بهرنیان  دی ملگرو  ملتونو ته وسپارل  شی .  طالبانو د همدغی  موافقی  له مخی   ځانونه   تسلیم  كړل.

  د امریكا  دفاع وزیر”دونالد رمز فیلد”  د طالبانو او ازبك  ملیشو  دهغه  خبرواترو د بهیر په اړه  چی له مخی یی طالبانو  ځانونه  تسلیم كړل  ویلی  وو :« د تأسف  ځای  به وی  چی په افغانستان  كی د القاعدی  غړی، چیچنیان  او  نور له  خبرو اترو  څخه  په ګټی  اخیستنی  سره آزاد  شی او په  نتیجه كی په نورو  هیوادونوكی د تروریستی اعمالو  مرتكب  وګرځی » .

دغه  نامسئولانه خبره په هغو  شرایطو  كی وشوه چی د شمال ائتلاف جګړه مار  مخكی  دغچ  اخیستنی  لپاره  ذهنی  چمتوالی  درلود او د بهرنیانو شین چراغ ته یی انتظار ویسته:

۴۰۰۰ جنگی اسیران د لاقیدی او ماجراجویی ښکار شول .

  په هر حال په دغه سیمه کی د بی ساری او ستر جنگی جنایت چه د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندی تر سره شوی کورنیو او بهرنیو سیاسی لوبغاړو تر اوسه پوری په قدرت کی دی . د جنگی اسیرانو نه غچ اخیستنی روحیه پخپل حال پاتی ده .

  بهرنیو ځواکونو او د هغه مؤتلفو جګړه مارو افغانی ډلو ټپلو ته د لیلی دشته د جنایت په اړه په ۷ کلونو کی اَن یو سوال هم ، د هیڅ یوه کورنی یا بهرنی مرجع له خوآ ندی مطرح شوی . په وروستیو وختو کی د جنایت بیلګی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د حضور سره سره له منځه تلی دی .

    دا احتمال شته چه په امریکا کی د واکمنی د انتقال په پړاو کی د اصولو سره دشمنی او د بی بازخواستی واکمنه روحیه یو ځل بیا د بیگناه افغانی جنگی اسیرانو د تلفاتو لامل وګرځی .

  کیدای شی چه د افغانستان د بشر د حقونو کمسیون ، د نړیوال سره صلیب په مرسته د ټولو هغو زندانیانو لیست چه د افغانستان په زندانونو کی شپی ورځی تیروی د میدیا له لاری خپور او کاپی یی د مقاومت کړیو ته وسپاری .

  مدیاتیک او مطبوعاتی پوښښ جنگی اسیرانوته مصئونیت ور په برخه کوی او د دی لامل ګرځی چه د بوش اداره په اصطلاح د « بی قانونه جګړه مارو »  سره پخپل چلند کی د احتیاط  نه کار واخلی .

  افغانان هیله لری چه افغانی جنگی اسیران د امریکا د نیو محافظه کارانو د وروستی برید څخه چه د انتقالی پړاو طبعی ګواښ ګڼل کیږی، وژغورل شی او د نوی ولسمشر (اوباما ) د نوی چلند چه د اصول او عدالت پر بنست باندی ولاړ وی مخ شی .

  افغانان د امریکا د نوی ولسمشر نه غوښتنه کوی چه دافغانستان د کړکیچ په اړوند د بوش د جګړه ایز سیاست سره مقاطعه وکړی او د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو پر بنسټ باندی د جګړی د پای سیاسی لاری چاری ولټوی . «  پای »

د جنوری ۱۱ ، ۲۰۰۹ م کال