ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | جنوري 12th, 2009


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې پاکستان د افغان سفیر  په بدل کې د طالبانو یو شمیر جګ پوړي غړي ازادوي.

ورځپاڼه د موضوع به دوام لیکي چې استاد محمد یاسر او مصطفې کمال هجرت به د عبدالخالق فراهي او د ایراني ډیپلوماټ حشمت اله عطار زاده سره تبادله شي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې په کابل کې یو شمیر پولیس د نشه يې توکو په کاروبار کې لاس لري.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت کړه وړه څیړلي او هغه يې د افغان ولس لپاره هیله بښونکي بللي دي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان نه د نړیوال ملاتړ په موضوع بحث کړې او لیکلي دي چې د جنګ ځپلي افغانستان لپاره دا مسله ډیره مهمه ده.

ورځپاڼې هند ته د ولس مشر کرزي د سفر په اړه هم یو مطلب خپور کړې او هغه يې مهم بللې دې.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د قانون او د هغې د پلې کولو په لارو چارو تبصره کړې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د عامه خلکو د وژنې په اړه د زابل د ولایتي شورا د غړو د اعتراض په اړه یو مطلب خپور کړې دې.

ورخپاڼې لیکلي دي چې د زابل د ولایتي شورا غړو ګواښ کړې دې که چیرې د عامه خلکو مرګ ژوبله بنده نشي نو دوې به له خپلو دندو استعفې ورکړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هند ته د ولس مشر کرزي سفر ته په اشارې د هند په وړتیاو تبصره کړې او هغه يې د سیمې یو مهم هیواد بللې دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د نړیوالو ځواکونو د یو قومندان په حواله لیکلي دي چې د خلکو د همکارۍ پرته د مخالفینو ځپل ګران کار دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هند په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په څرګندونو تبصره کړې او پوښتلي دي چې ده ولې له افغانستان نه د هند په اړه خبرې کړي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په پاکستان کې د ملا محمد عمر د یو نږدې دوست د نیولو خبر ورکړې او لیکلي دي چې ابراهیم پراچه د کوهاټ په سیمه کې نیول شوې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.

اصلاح پخپله سرمقاله کې د افغانستان او هند په اړیکو رڼا اچولې او لیکلي دي چې  دا دواړه هیوادونه تاریخي اړیکې لري.

خو انیس بیا له وسلوالو ملیشو سره د پاکستان د حکومت په چلند تبصره کړې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې . 


د پیمان نا دولتي ورخپاڼې بیا په یو مطلب کې هغو ستونزو ته کتنه کړې چې د ژمي له تیریدو وروسته به دا هیواد ورسره لاس او ګریوان وي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په راتلونکې پسرلي کې د طالبانو په حملو کې د زیاتوالي خبر ورکړې او لیکلي دي چې له دغو حملو سره د مقابلې لپاره د اربکیو د جوړولو هڅې هم ګړندۍ شویدي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د لږولو مسله راغستې او لیکلي دي چې په بهرنیو مرستو کې فساد د افغان حکومت د عمل ازادي اخستې ده.

په ورځپاڼه کې د نشه يې توکو په خلاف روانې مبارزې ته هم کتنه شوې او پوښتل شوي چې دا مبارزه یوازې د کوکنارو د کروندو د نړولو پورې محدوده ده.

دې ورځپاڼې هم هند ته د ولس مشر کرزي په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې ددې سفر یوازنې هدف د سیمېۍ له هیوادونو سره د اړیکو د انډول ساتل دي.

Copyright Larawbar 2007-2024