دامونه
زاړه دي کــــــه دا وینــــــم تصویرونـــــــــه نـــوي نــــوي
څېرې راتــــــــــــــه اشـــــــــــــنا خو نقابـــــــونه نوي نوي
ته دوی ګوره چې څنګه یو اوبل ته په موســــــکا دي
زموږ ولــــــــس ته بیــــــــــا ایږدي دامـــــــونه نوي نوي
کاږه کاږه بریتـــــونه هــــم به ږيره درسینـــــــــګار کړي
دلاک هغـــــــه پخــــــــــــوانی دی کیسبتونه نوي نوي
اشـــنا دا پروني ظالمــــــان نه دي چې د غــوڅ کــــــړي
دا نوي قصـــــــابان دي هــــــــــم تېغـــــــــــونه نوي نوي
دتورپه څنګ کې سپین ناست دی له سپین سره رنګونه
هـــــــم نوې نقشـــــــې باسي هـــــــم رنګــونه نوي نوي
واده دی دګېـــــــــــدړو شغالان پکــــــــــــې نڅــــــــــــېږي
ســــــندره پخــــــــوانۍ ده خــــــو ســــــــازونه نوي نوي
زړې بوډۍ نن بیـــــا زړه کلا کې ځان سینـــــــــــګار کړ
په غاړه یې زنګــــــــــــــیږي امېلـــــــــــــونـــــه نوي نوي
زړې هديرې ډکي شوې نور ځای ورپکي نشته
په څنــــــګ کــــې یــــې کښل کېږي لحدونه نوي نوي
لو ګــــــډ په پښتنو دی تاریـــــخ بیا را تکـــــــــراریږي
ســــــــــــــــرونه دي غوڅیږي منـــــــــــــــــــارونه نوي نوي
د خدای غضب پرې وشه هم پر سپين هم پر تورانو
نړې در پـــــــــــــــورې خـــــــــــــاندي پېغورونه نوي نوی
بســـــمله په زړو باندې یې خدای که اوس را شل کړې
پــــــه خپل همـــــــت را جـــــګ کـــــړه جنبشونه نوي نوي