کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / غزه – ديوويشتم قرن کربلا

غزه – ديوويشتم قرن کربلا






اي قهرماني غزي !

ستا حماسي سوي وجـهان ته پــيام                ټــولــه بـشردي ســور ميـدان وليدي
دتسـليمي احـساس په تـا کـي نسته              ځــکه ځـلمـو دي تـو ر زندان وليـدي
ستا ماشومان سول په اوروکي ځلميان          نن يي غيرت هر پاک وجدان وليدي






 


ديوويشتم قرن کربلا

که دفلسطين دقهرمان ملت دتاريخ څخه په دي لنډه ليکنه کي تير سوو ۰ اونن وګورو چه پر دی قهرمان او غيور ملت باندي دجهاني بشري جنايتکارانو له خوا څخه څه تيريږي ۰

ګرچه داغيور ملت دشپږمي لسيزي راهيسي داسرائيلی صيهونيستي رژيمونو له خوا څخه يوه ورځ هم پر آرامه باندي نه دي پاته سوي ۰ اوپه مختليفو وختونو کښي دا ملت داسرائيلي رژيم له خوا څخه تر بمباردونواو راکيټونو لاندي نيول سوي او په زرهاوو فلسطينيان ددوي دلاسه په شهادت رسيدلي دي ۰

ولي دا په دي شپږو لسيزو کي لومړي ځل دي چه اسرائيلي صيهونيستي جنايتکار رژيم دي په دونه جرأ ت سره دونه لويه انساني اواقتصادي فاجعه رامنځ ته کړي ۰

ګرچه ددي فاجعي عاملونه ټولوجهانيانو ته ښکاره او څرګند دي ۰ ولي ديوه طرفه که داسرائيلي صهيو نيستي رژيم مستقيم ملا تړکوونکي امريکا ده ، دبله طرفه بيا داسرائيلو ددي رژيم دبي ساري بشري او اقتصادي جناياتو چه نن يي دفلسطين بي دفاع ولس ورسره مخامخ کړي دي ، د ځينو غربي هيوادونودواکمنانو مستقيم او غير مستقيم ملاتړ هم ورسره ښکاره معلوميږي ۰ ولي دا هم بايد په ياد ولرو چه ددي جناياتوعاملينو دامريکا او غربي نړي په مقابل کښي نه تنها داسلامي نړي بلکه دټول صلح دوست بشريت تنفر او بد بينۍ ګراف دونه جګ کړ چه نه تنها دتلافي امکان يي دامريکا راتلونکي ولس مشر ته به سخته وي بلکه نور ولس مشران به يي هم ونه کړايسي ۰ دکاناډا دټورنټو سين په ورځپاڼه کي يو ليکوال ( اريک مارګوليس ) داسي ليکلي دي : داسرائيلو ددفاع وزير( ا يهودبارک ) ويلي دي چه ( موږ دلوبي اصول په بشپړ تو ګه بدل کړل ) ۰۰۰۰ او په خورا ګړندي حمله سره بارک دامريکا راروانه اداره ديوه اجرآ سوي عمل سره مخامخ کړه ۰ او هم يي په منځني ختيز کي دغه بل نوي لوبغاړي ( بارک يعني بارک او باما ) ته مخکي له دي چه هغه خپل کارپيل کړي يو کلک کيشت او مات ورکړ ۰ او هم داسي زياتوي : چه دغزي محاصره ښايي داوباما دهرهغه پلان له پاره يو اتصال وي چه غوښتل يي پر اسرائيلوفشار واچوي چه د ( ۱۳۶۷ ) کال دجګړي مخکنيو پولوته پر شا سي او بيت المقدس بين المللي کړي ۰

محترمو لوستونکو : ددي ليکني سرليک مي ځکه ديوويشتم قرن کربلا ليکلي دي چه داوسني غزي ميدان او جنايات دکربلا دميدان سره څه نا څه شباهت لري ۰

هغه دا چه حضرت امام حسين ( رض ) دخپلو پلويانو، ميرمنو او کوچنيانو سره ديزيد دپلويانو له لاسه دکربلا په ميدان کښي داسي محاصره سو، چه داوبو آسانتياوي يي هم په هغه سخته ګرمي کي پربندي کړي وي ۰ چه وروسته بيا د محرم دمياشتي پر لسمه حضرت حسين ( رض) او دده ۷۲ ملګري ديزيد دلښکرو له خوا څخه په ډيره بي رحمانه ډول په شهادت ورسيدل ۰

چه نن ورځ په غزه کښي هم فلسطينيان دماشومانو ، ښځو ، زړو او ځوانانوسره يو ځاي داسرائيلو دصيهونيستي رژيم په زريعه چه دامريکا په عصري بشر وژونکو سلاحو باندي مجهز دي دا بي دفاع او معصوم ملت يي داسي محاصره کړي دي ، چه نه تنها خوراکي مواد ، اوبه ، ادويه جات بلکه برق يي هم پر قطعه کړي دي ۰ او تر شديدو هوايي ، زميني ،اوبحري قوا وو تر بمباردونو لاندي يي راوستلي دي ۰ چه ددي بمباردونو په نتيجه کي نه يي اسلامي مقدس اماکين ، مکتبونه پوهنتون شفاخاني ، مدرسي پري ا يښي دي ،بلکه دملګرو ملتونو داستازو له خوا څخه هغه دماشومانو ، ښځو او زړو دامن له پاره نومول سوي يوه مدرسه هم تر بمباردونو لاندي ونيول ۰

حتی يوي لوي مدرسي ته اسرائيلي ځواکونوپه خپله سل کسه بي دفاع فلسطينيان دامن په خاطر ور ننه ايستل او تر ۲۴ ساعتونو وروسته يي په خپله هم دي ځواکونود خپلو ګوليوتر شليک لاندي راوستل چه په نتيجه کي يي کسه ۴۰ شهيدان او نوري زخميان کړل ۰ په داسي حال کي امريکا او اروپايي ټولني خپل اصلي مخ ښکاره کړ چه ددي بي ساري بشري او اقتصادي جناياتو يه مقابل کي ځينو چپتيا او ځينوبيا دبوش د اداره په څير هغه څرګندوني کوي کوم چه داسرائيلو صيهونيستي رژيم يي هم کوي ۰يعني (د اسرائيلو رژيم حق لري چه دخپل ځان دفاع وکړي ) ۰ په داسي حال کي دبوشاداره او داروپايي ټواني ځيني واکمنان دا غير واقعي او ضدي بشري څرګندوني کوي چه په دي بي رحمانه جنګ کښي هيڅ نوع دقواوو انډول وجود نه لري ۰هغه دا چه داسرائيلي صيهونيستي رژيم په امريکا يي عصري مجهزو سلاحو ( اف ۱۶ ، زرهدارټانکونه ، توپونه بحري جنګي کښتيو ) او دحماس ډله تنها په کلا شينکوف او په خپلو جوړ کړوکوچني را کيټونوباندي مجهزه ده ۰او هم بايد ووايو چه ددي يرغل دلومړي ورځو څخه په دوامداره ډول په ټول جهان کښي داسرائيلود صيهونيستي رژيم دا بشري جنايات او دامريکا او غربي نړي دځينو هيوادونو مستقيم او غير مستقيم ملا تړ په ټول جهان کښي دټولو مذهبونو اواديانودپلويانو له خوا څخه دلويولاريونونو په شکل دسخت غبرګون سره مخامخ سوو ۰ چه په ځينو لاريونونو کښي داسرائيلو او امريکا بيرغونه هم سوزيدلي دي ۰ ولي ځينو دولتونو دجمعي رسنيو په حواله لکه وينز ويلا او موريتانيا خپل ډيپلو ماتيک اړيکي داسرائيل درژيم ددي جنياتو په عکس العمل کښي و شکولي ۰ او په داسي حال کي چه څو ځله دليبيا دجمهوريت دنماينده له خوا ددي جنګ د ژر تر ژره بنديدو له پاره دامنيت شورا ته ديو پريکړه ليک وړانديزو کړی ولي هر ځل دامريکا دنماينده له خوا دا پريکړه ليک بي له کوم منطق او بشري ترحم څخه رد سوي دي ۰

ولي پس له ۱۳ ورځو څخه دانګلستان له خوا څخه د يوه پريکړه ليک وړانديز دامنيت شورا ته وړاندي سوو چه دامنيت دشورا د۱۵ دايمي او غير دايمي غړو دجملي څخه ۱۴نماينده ګانو موافقه ولي دامريکا نماينده په ډيره بي شرمانه ډول ممتنع رايه ورکړ ل ۰ يعني دجنګ اونوروبشري جناياتو زرغونه اشاره يي داسرائيو ومخ ته ولګوله ۰چه په نتيجه کښي داسرائيلو له خوا څځه هوايي او زميني بمباردونو او حملو ادامه پيدا کړل ۰چه ددي ۱۶ ورځو اسرائيلي صهيو نيستي رژيم دهوايي او زميني بمباردونو په نتيجه کښی۸۵۰ پاک او بي ګناه فلسطينيان چه اکثريت يي ښځي او ماشومان دي ددوي ددي بشري جناياتو قرباني سوي او ۴۰۰۰ فلسطينيان چه اکثريت ماشومان ، ښځي او زاړه دي زخميان سوي دي ۰ چه ددي وڅنګ ته تر اوسه ۱۳ مسجدونه او يو تعداد( تعليمي موسسي ، پوهنتون ،شفاخانه ، صنعتي ځايونه ، دوکانونه او دهستوګني کورونه) يا دمنځه تللي اويالږ څه اثاری په سترګو کيږي ۰

چه دځينو کارپوهانو په قول دغزي دغه ( ۳۶۰ کيلو متر مربع ) ښار چه يو نيم مليون نفوس لري اسرائيلي صهيونستانو داسي ټوټه ټوټه کړ لکه امريکايانو چه په عراق کښي کښي دفلوجي ښار کړي دي ۰اوس نو سوال دا پيدا کيږي :

ــ څه سول دبشر دحقوقو هغه مدافعين چه دامريکا اولندن څخه به يي دبشري جنا ياتو په هکله يو کلن راپورونه جهنيانو ته وړاندي کول ۰ او نن يي ددي جناياتو په مقابل کښي ځانونه چپ نيولي دي ۰

ــ څه سول دملګرو ملتونو هغه دامنيت شورا چه دعراق پر جنګ ځپلي ملت باندي يي ۱۰ کاله داسي اقتصادي محاصره راوستل چه په نتيجه کي يي دځينو جمعي رسنيو په حواله يو نيم مليون انسانان ددي محاصري قرباني سول ۰ ولي نن بيا دداسي لويوبشري جناياتو په مقابل کي چه نن دغزي پر بي ګناه انسانانو باندي تيريږی ،دې سترو ځواکونو بی تفاوتي يي اختيار کړي ده ۰

ــ څه سول داسلامي کنفرانس هغه واکمنان چه هر وخت به يي دانصاف او عدالت ناري وهلي ، نن دجهان دبشر دحقوقو د درواغجنو مدافعينو په څير دوي هم په عام ډول چپتيا اختيار کړي ده۰په داسي حال کي چه دغزي پر دې جهاني سرخلاصي زندان کښي ددووهفتو راهيسي داسرائيلي صيهونيستي رژيم له خوا څخه په ښکاره ډول قتل عام روان دي ۰

اوس نو سوال دا پيداکيږ ي چه په نړي کښي به دا بشري جنايات تر کومه روان وي او دحل کومه لاره ورته په سترګو کيږي ؟

زما په نظر دملګرو ملتونو دغه اوسني تشکيل چه دنړيوالي دوهمي جګړي وروسته دهغو زورواکو له خوا څخه چه دنړيوالي جګړي ګټونکي وه جوړ سوي دي ۰اوخپلوځانونوته يي عام او تام صلاحيتونه ورکړي ،او دځانونوله پاره په لوړ لوژ کښي ځايونه تعين کړي دي ۰ چه ددوي داصلاحيتونونړيواله ټولنه دسختو ګواښونو سره مخامخ کړي ده ۰ چه دافغانستان ، عراق او دغزي اوسني بشري جنا يات يي ښه مثال دي ۰ ځکه نو دنړي ټو ل ولسونه او دولتونه بايد دملګرو ملتونو پر داسي يوه تشکيل او قوانينو باندي فکر وکړي ، چه دټولو دولتونو صلاحيتونه مساوي او قوانينن يي هم د۲۱ پيړي دغوښتنو سره سم عيار او تصويب کړي ۰ چه دا به نو په واقعيت کښي د۲۱ پيړي د ډموکراسي۰ښه مظهر وي ۰ او هم بايد دملګرو ملتونودايمي دفتر په يوه نا پيلي هيواد کي جوړ سي ۰ چه بيانو دجهان دبشر دحقوقو اداري او اسلامي کنفرانس مدافعينو ته ضرورت نه پيدا کيږي او هر څه به دجهاني صلح په چوکاټ کي مخ ته ځي ۰ چه دفلسطين دبي دفاع ملت کشاله به هم دحل ريښتينه لاره پيدا کړي ۰ اوهم به دټول بشريت ژوند په امن کي وي ۰


اخځ : دبينوا ويب پاڼه
تمت باالخير

تبصره نسته