کور / راپور / د ISI د يوې مشهورې څېرې امير سلطان المعروف کرنل امام سره مرکه

د ISI د يوې مشهورې څېرې امير سلطان المعروف کرنل امام سره مرکه

د پاکستان د مشهوري اونيزي “ندائے ملت” مرکه د افغانستان د چارو د کارپوه او د ISI د يوې مشهورې څېرې امير سلطان المعروف کرنل امام سره:


د ژباړن يادښت: ګرانو لوستونکو! دا مرکه د ” ندائے ملت ” اوونيزي د نوي عيسوي کال په دوهمه گڼه کي چي د (٢٠٠٩-٠١-١٤) نېټه خپره سوه تر سره کړې ده. په دې مرکه کي کرنل امام د گڼو پېښو په اړه څرگندوني کړي دي، موږ يې يوازي هفه برخه راژباړلې ده چي د افغانستان، قبايلي سيمو او مهمو نړيوالو بدلونونو په اړه يې په کي څرگندوني کړي دي.

د دې مرکې اهميت په دې کي دئ چي دا څرگندوني د پاکستان د استخباراتو د يوې وتلې څېرې (کرنل امام) دي چي دولت او افغان پوهان دغه استخباراتي کړۍ په افغانستان کي په لاسوهنو تورنوي. کرنل امام د افغانستان په جهاد کي تر ډېره د جهادي رهبرانو او په را وروسته کي د طالبانو تر منځ پاته سوى دئ.


ندائے ملت: د ممبئ حملو د ډرامې موخه څه وه، هندي او امريکايي حکومتونو کومې موخې تر لاسه کول غوښتل؟

کرنل امام: امريکا اوس پوه سوې ده چي دوى نور جگړه نه سي کولاى، له عراقه دوى ماتي خوړلې او په افغانستان کي نه سي کاميابېدلاى. امريکا اوس فکر کوي چي نور د جگړې توان نه لري. زه تاسي ته يوه خبره دا کوم چي امريکايي عسکر جگړه نه کوي دوى په خپلو پوستو کي ناست وي. امريکايي قوم اصلاً ډېر ډارن قوم دئ، هغوى تل د يوه بل هيواد په پوځ او ملاتړ جنگېدلي دي. د ممبئ حملو د لوبې موخه دا وه چي هند په افغانستان کي شامل کړاى سي او پاکستان د هند ملاتړ وکړي. امريکا د نورو عسکرو لېږلو خبره کوي خو زه باور نه لرم چي د اوباما په څېر ځيرک او هوښيار سړى دي داسې حماقت وکړي. امريکا اوس په افغانستان کي د هندي پوځ د استعمالولو په فکر کي ده، د ممبئ حملې هم د همدې پروگرام يوه برخه ده، امريکا اوس د پلمې په جوړولو ځان شاته کوي او د افغانستان په جگړې کي په بشپړ ډول د هند په ښکېلولو فکر کوي. د ورځپاڼو د معلوماتو پر بنسټ، په لومړي سر کي هند دې ته تيار سوى وو چي خپل يو لک عسکر افغانستان ته واستوي خو هند يو ډېر هوښيار او ځيرک قوم دئ، دوى له پاکستانيانو او امريکايانو څخه هم هوښيار دي، دوى فکر وکړ چي په افغانستان کي تر اوسه پورې هيڅ بهرنى ځواک بريالى سوى نه دئ. فرض کړئ چي هند خپل پوځيان لېږلي واى نو هغوى ته به خوراک او افغانستان ته د تللو لاره له کومه کېدله؟ پاکستان به هيڅکله هم راضي نه سي چي لار ورکړي، پر پاکستان باندې د فشار واردولو او هندوستان ته د لار ورکولو لپاره د ممبئ حملو ډرامه وسوه، د دې حملو دويمه موخه دا هم کېداى سي چي پر پاکستان فشار واچوي تر څو د بلوچستان، سرحد او سوات سيمې دومره کمزورې سي چي کنترول يې د پاکستان له وسه ووځي او امريکا ته هلته د تللو موقع په لاس ورسي چي په ازاد ډول هلته خپل عمليات تر سره کړي. د ممبئ حملو تر شا ١٠٠ فيصده د امريکا موخې دي. امريکا په پاکستاني سيمو کي په خپله عمليات کول غواړي او هند هم د افغانستان په جگړې کي شاملول غواړي.

ندائے ملت: د صوبه سرحد له قبائلو سره چي حکومت کومه رويه کوي آيا هفه صحيح ده او که نه، تاسي څۀ فکر کوئ؟

کرنل امام: زه فکر کوم چي حکومت صحيح رويه نه کوي، هفه خلک مسلمانان دي، پاکستانيان دي او له هر څه وړاندې زموږ وروڼه دي، موږ هغوى ته ترهگر نه سو ويلاى، هغوى ته ورک لاري(misguided) ويلاى سو. دا زموږ د حکومت دنده ده چي له هغوى سره خبري وکړي، هغوى پوه کړي، که حکومت داسي وکړي نو هيڅ وجه نسته چي هغوى سمې لارې ته را نه سي، حکومت دي له هغوى سره خبري وکړي، هغوى ته دي ووايي چي دوى هغوى وژل نۀ غواړي،تاسي زموږ وروڼه يئ. زه دا نۀ وايم چي په قبايلو کي خراب خلک نسته ليکن د هغوى تعداد ډېر کم دئ. قبايلو ته دي دا ډاډگيرنه ورکړاى سي چي عمليات يوازي د هغو کمو عناصرو پر خلاف روان دي چي هلته پټ دي، تاسي له موږ سره سئ. زه دا باور لرم چي قبايل به له مال او ځان سره د حکومت پر لوري ودرېږي، خو زموږ حکومت په امريکايي برنامې کار کوي چي له مخې يې ټول قبايل ترهگر دي.

ندائے ملت: په نړيواله سطحه د رامنځته کېدونکو بدلونونو په اړه تاسي څۀ وايئ؟

کرنل امام: زما دا فکر دئ چي د ترهگرۍ پر خلاف له جگړې څخه امريکا شاته کيږي او پر خپل ځاى نور هيوادونه ور ټېل وهي، څرنگه چي د ممبئ حملو پواسطه هند مجبوروي چي په افغانستان کي د ترهگرۍ پر خلاف د روانې جگړې کي دې هند عملاً ونډه واخلي. اوسمهال په گرده نړۍ کي دوه بلاکه جوړېدونکي دي، په يوه بلاک کي امريکا، اروپايي اتحاديه، برتانيه، هند او پاکستان شامل دي او په دويم بلاک کي روس، چين، ايران، لاتينه امريکا او ليبيا شامل دي چي دا بلاک د امريکايي بلاک په مقابل کي ولاړ دئ. په نړيواله سطحه يو بل بلاک هم شتون لري چي نه ماتېدونکى دئ، دا بلاک بريالى کېدلاى نه سي او ماتول يې هم ناممکن دي، دا بلاک اسلامي بلاک دئ. امريکا يا روس که پر هر اسلامي هيواد تېرى وکړي دا بلاک به د شاتو د مچيو په شان راټوليږي او د ظلم او تېري مقابله به کوي. تاسي وينئ چي څو زره وگړي په افغانستان کي له تېرو اوو کلونو راهيسي د ناټو او امريکايي پوځ پر خلاف جگړه کوي، هغوى تر اوسه ماتې نه ده منلې او نۀ به يې ومني ځکه چي د ناټو پر خلاف کوم ملک جگړه نۀ کوي بلکه د ټينگې عقيدې لرونکي خلک جگړه کوي چي د هر ملک وگړي کېدلاى سي. زما په اند په نړيواله سطحه تر اوسه پورې درې بلاکه جوړ سوي دي او د بدلون نښې هم په څرگندېدو دي.

ندائے ملت: تاسي په ISI کي هم پاته سوي ياست، په سيمه ايز ډول چي کومه لويه پېښه کيږي نو آى اس آى په کي گرمه بلل کيږي په داسي حال کي چي په تاريخ کي موساد، را او CIA په سترو سترو جرمونو کي ککړې پاته سوې دي، د دوى نومونه تر اوسه هيچا وا نه خيستل خو آى اس آى ولي دومره د بحث موضوع گرځول کيږي، تاسي په دې اړه څه واياست؟

کرنل امام: امريکا د آى اس آى له کارونو ډېره ښه خبره ده، د افعان جهاد په جريان کي زموږ د حکومت له امريکا سره دا تړون سوى وو چي افغان جهاد به آى اس آى اداره کوي، CIA به په دې کي ونډه نه اخلي، امريکا به مجاهدينو ته يوازي مرستې ورکوي او په جنگ کي به برخه نۀ اخلي، همدا ISI وه چي د روس په څېر سوپر پاور يې په ډېره کمه موده کي له افغانستانه ويوست. امريکا اوس اته سوه کروړه ډالره په افغانستان کي مصرف کړي دي او پايله يې ستاسو په وړاندي ده، په هغه وخت کي امريکا پنځه سوه کروړه ډالر مرسته کړې وه او روس ماتې وخوړه اوس امريکا پخپله په افغانستان کي ده. د دوى استخبارات CIA کار کوي خو حالات يې په واک کي نۀ دي، امريکا پوهيږي چي همدا ISI يواځينۍ استخباراتي ډله ده چي ټول غرب ور څخه په وېره کي دئ. په غربي ملکونو کي که هغه امريکا وي که اروپا څوک اسلام نۀ خوښوي، هغوى پر اسلام يواځي نيوکې کوي چي په دې کي ISI هم راځي، ISI زموږ د هيواد داسي پوځ دئ چي دولس مياشتې په جگړه کي وي. تېر کال د نيويارک پوليسو يو راپور خپور کړ ددې راپور پر بنسټ د نيويارک پوليسو ته امر وسو چي دوى دې خپل ايجنټان په ټوله نړۍ کي خپارۀ کړي تر څو دا معلومه کړي چي مسلمانان ولي د ترهگرۍ خوا ته لېواله دي؟ کله چي دا ايجنټان بېرته را وگرځېدل نو دوى د نوي (٩٠) پاڼو يو راپور چمتو کړ، دغه راپور چي د نيويارک د پوليسو کمېشنر (کيلي) په خبري کانفرنس کي ولوست، دۀ له دغه راپور څخه ځينې ځانگړنې ولوستې چي که دغه څانگړنې په چا کي وي نو هغه ترهگر وگڼه يا د شک په سترگه ور ته وگوره ١- څوک چي اوږده ږيره پرېږدي. ٢- څوک چي د امريکايي پاپ موسيقۍ شوقي نۀ وي. ٣- څوک چي شراب نۀ څښي. ٤- څوک چي پنځه وخته لمونځ کوي.

په دې راپور کي د اسلام او مسلمان پر خلاف تعصب په واضح ډول مخې ته راغلى. زه د دفاعي جنگونو زده کوونکى پاته سوى يم او کار مي هم په کي کړى دئ. د دې ډول جگړې له مخې به تاسې په دوه اصولو عمل کوئ، اول دا چي تاسي زور کم وکاروئ او دوهم دا چي تر څو چي مو وس رسيږي د عامو خلکو ملاتړ تر لاسه کړئ ليکن امريکا دلته زور ډېر کاروي او د عامو خلکو ملاتړ ختموي. د دې مطلب دا سو چي امريکا د ترهگرۍ په ختمولو نۀ بلکه د هغې د ساتلو پر اصولو عمل کوي. له دريو لکو زيات امريکايي عسکر په رواني ناروغيو اخته سوي دي. دا د ترهگرۍ پر خلاف جگړه نۀ، بلکه امريکا هلته جگړه کوي چېرته چي د ټينگې عقيدې مسلمانان دي، دا د مسلمانانو او ISI پر ضد جگړه ده، پاکستان د اسلام او ISI کلا ده، تر څو چي پاکستان کمزورى نه سي تر هغه پورې د مسلمانانو خلاف جگړه نسي گټل کېدلاى، امريکا پر دې پوهېدله چي روسيه د تسخير وړ نه ده، له افغانستانه د هغې ايستل ناممکنه دي خو آى اس آى دا ناممکن کار ممکن کړ. آى اس آى دومره ستره جگړه وکړه چي بېلگه يې نسي ميندل کېدلاى. امريکا پوهيږي چي آى اس آى د بلې جگړې کولو صلاحيت او وړتيا هم لري، له همدې امله امريکا د آى اس آى ملا ماتول غواړي، که آى اس آى کمزورې سوه نو پاکستان به هم کمزورى سي. ISI خو له CIA او موساد نه زياته زوروره او بدمعاشه نه ده، امريکا ځکه په دې پسې ده چي دا د داسي يوه هيواد استخباراتي ډله ده چي د اسلام کلا ده. امريکا اوس هندوستان د پاکستان د کمزوري کولو لپاره کاروي ځکه چي موساد او سي آى اې خو دا کار و نه کړاى سو، دوى فکر کوي چي هندوستان د پاکستان او ISI له دستور او فرهنگه خبر دئ او دوى دې کار ته چمتو هم دي.

ندائے ملت: د امريکا راتلونکې به په افغانستان کي څنگه وي او ستاسو په آند پايله به يې څۀ وي؟

کرنل امام: امريکا، افغانستان ته په راتگ سره ستر حماقت کړى، په افغانستان کي د امريکا د جنگ داسي محاذ پرانستل له حماقته پرته بل هيڅ نه دي. د افغان جهاد په دوران کي زما سره د CIA خلک هم وو، کله چي امريکا پر افغانستان د حملې سوچونه کول په همدې وخت کي هغه د CIA کارکوونکو چي له ما سره وو د امريکا د دې پرېکړې مخالفت کړى وو، هغوى پوهېدل چي که امريکا پر افغانستان بريد وکړ نو له تاوان او خپلې تباهۍ پرته به هيڅ هم تر لاسه نه کړي، خو امريکا و نه منل او پر افغانستان يې بريد وکړ چي اوس يې پايله ويني. زما په اند د امريکا پاته کېدل په افغانستان کي مشکل دي خو اوس له دې ځايه وتل هم ناممکن دي، کوم خلک چي اوس په سپينه ماڼۍ کي ناست دي هغوى ته زه بزدل (Cowboy) وايم هفوى يوازي تجاران او پانگه اچوونکي دي، هغوى د جگړې په هکله نۀ پوهيږي هغوى يوازي په پيسو گټلو پوهيږي، هغوى د تېلو ستر ستر تجارت کوونکي دي، هغوى په دې هيوادونو کي يوازي تېل ويني چي له امله يې امريکا د تېلو په اور کي درولې ده. په امريکا کي ناستو Cowboys خو ويل چي په دريو اونيو کي به په افغانستان کي بريا تر لاسه کړي خو له اووه کاله تېرېدو وروسته هم حالات د دوى په کنټرول کي نۀ دي. همدارنگه پر عراق د حملې نه وروسته بش د بري اعلان کړى وو خو اوس هغه دئ عراقيان يې په بوټونو ولي او له عراقه د تېښتې لاره گوري، همدارنگه د افغانستان په ټول تاريخ کي چا بريا نه ده تر لاسه کړې د امريکا راتگ هم افغانستان ته د هغې د زوال نښانې دي، امريکا نۀ د سکندر اعظم، نۀ د روس، نۀ د تيمور او نۀ هم د برتانيې د امپراتورۍ په شان ستر ځواک دئ، کله چي دغو ځواکونو په افغانستان کي بريا تر لاسه نۀ کړه نو امريکا به څۀ تر لاسه کړي.

د ناټو ځواکونه به تر ډېره د امريکا مرسته و نه کړي، هغوى به له امريکا سره يو ځايي مرگ ته تيار نه سي، د هغوى موخې او اهداف نور دي او تر کومه چي د طالبانو خبره ده هغوى خو مرگ ته پر ژوند ډېره ترجېح ورکوي، د هغوى مقابله دوى (ناټو او امريکا) نه سي کولاى ځکه چي طالبان ما له نيزدې ليدلي کتلي دي، امريکا چي کومه حربه استعمالوي زه دې ته Reforcing the error وايم د دې مطلب دا دئ چي امريکا لومړى غلطي وکړه او اوس يې د زور په استعمال سره د جبرانولو هڅه کوي. له دې پرته له امريکا سره دوه يا درې انتخابه نور دي، دوى دې پر هغو عمل وکړي، خپل ځان او موږ دې وژغوري، په کومه حربه چي امريکا اوس کار کوي له دې سره د دوى تباهي هم يقيني او حتمي ده، له امريکا سره زموږ هم سخت تاوان دئ، امريکا اوس د خپل زوال څنډې ته رسېدلې ده، څرنگه چي د شوروي نظام مجاهدينو مات کړ اوس امريکا هم همدې لوري ته راروانه ده، امريکا ته په کار دي چي معتدل انتخابونه وکړي، موږ هم خوندي وساتي او ځان هم، که نه د امريکا راتلونکې به د روسيې نه هم ډېره تاريکه وي.

ندائے ملت: پر جنرال حميدگل د هندوستان نيوکه، آيا دا پر ISI د نېغ په نېغه بريد توطئه نه ده؟

کرنل امام: ښاغلى جنرال حميدگل کابو څه باندې دوه کاله د آى اس آى مشر پاته سوى، ما له هغه سره کار کړى دئ، حميدگل يوازينى سړى دئ چي د امريکا د تگلارو په ډاگه مخالفت کوي او بربنډې خبرې کوي. د هندوستان الزام د هغه د چوپ کولو لپاره وو نور هيڅ خبره نه وه. په افغان جهاد کي هم د هغه مهمه ونډه وه، هغه کومه غلطه خبره نه کوي، هغه امريکا ته دا وايي چي هغوى غلط کارونه کوي، امريکا د دې خبرې اورېدو ته هم چمتو نه ده.

ندائے ملت: آيا په راتلونکې کي له طالبانو سره د امريکا د روغې جوړې امکان سته؟

کرنل امام: زه طالبان ډېر ښه پېژنم، هغوى چي کومه خبره وکړه بيا نه ترې اوړي، اوس به هغوى امريکايان له افغانستانه باسي. د دوى له امريکايانو سره د هيڅ ډول روغې جوړې امکان نه سته. هو! که چيرې امريکايان افغانستان پرېږدي نو طالبان به يې پرېږدي. طالبانو چي د خپل حکومت په جريان کي کومه غلطي وکړه هغه زما په نظر دا وه چي دوى وچ اسلام پر خلکو عملي کړ د اسلام روح يې له ياده ووت، هغوى ډېر زيات مخلص دي، د اسلام په نظريه عمل کوي. افغانستان يو داسي کوهى دئ چي يو ځل څوک ور وغورځېد بيا راوتلاى نه سي. له طالبانو سره د امريکايانو د روغې جوړې چانس ډېر کم دئ، د امريکايانو پاته کېدل ستونزمن او وتل يې ناممکن دي. امريکايانو، روس د مجاهدينو په مرسته له دې ځايه ايستلى ؤ تر څو چي روس دومره مات نه سي چي سنبالېدل يې بيا ستونزمن وي. امريکا مسعود او ځيني مجاهدين په کنترول کي کړل چي په پايله کي يې روسي پوځ له ماتې وروسته په وتلو کامياب سو، اوس به نۀ مسعود او نۀ هم هغه مجاهدين له امريکا سره په وتلو کي مرسته وکړي او نۀ يې معامله ورسره کېدلاى سي. امريکا په ډېر مشکل کي اخته ده چي ځواک يې نور په ختمېدو دئ.
 


                                                پاى

تبصره نسته

  1. I believe our Pakistani CIA agent is mistaking. He should know that Pakistan is always dependent on USA aid. Without the USA aid, I think that Pakistan would not even survive. Now it is time for India and USA to sqeeze Pakistan and finally divide it between Afghans and Indians. Imagine that Pakistanis government is supported by USA aid, then the ISI agent calls them stupid. Common, you receive your pay cheque from USA, and you think that they are stupid. I must be stupid to believe whatever you say.

  2. پسرلی صيب ؛ لمړی ستاسي نه ډيره مننه چي داسي د ارزښت او پر وخت خبرو ژباړه کوۍ ٠
    دوهمه خبره چي غواړم وکړم هغه د خپلي لمن زولۍ نيول دي زموږ هغو پښتنو ته چي د کرنيل امام په خبره نه پوهيږي ٠ ښاغلی کرنيل د پاکستان ژوند په افغانستان کښي د نړيوالو قوتونو په ماتولو کښي و يني او نړيوال ډاروي چي ای ايس ای لا د پښتنو د اسلامي بنيادګرو رسۍ په خپل واک کي لري ٠ ګورۍ زما ساده او تر ټولو سپيڅلو ؛ د خدای لپاره نور نو د کرنيل غلامي پريږدۍ ؛ نور نو پښتانه پريږدۍ چي تعليم وکړي او د نړۍ سره لکه نور اولسونه ژوند وکړي ٠
    زما پوښتنه د لوی ملا صيب ،، امير المومنين ،، څخه دا ده چي دا يوازي پښتانه ولي د هر ابرقدرت د ماتولو لپاره په لمړي صف کښي ودروي ؟ که د اسلام سره مينه وي بيا دوی خو تر موږ ډيري چيغي وهي ؟ ٠ که د اسلام او اسلاميت خبره وي نو اول دي امريکايان له مکه مکرمې او مدينې منورې څخه وباسي ؟ ، تر هغه وخته چي ای ايس ای خپلو ناپاکو هيلو ته نه وو رسيدلۍ نو د غرب او کرنيل تر منځ ورورګلوي او خورګلوي وه خو اوس چي غرب په سيمه کښي د کرنيل نابودي خپل ژوند ګڼي بيا نو د کرنيل تناب سوي بنيادګر د کرنيل ژوند ته د پښتنو ويني تويوي ٠ ګرانه پښتونه ؛ دا جنګ د اسلام او کفر نه دۍ ، دا د ګټو او ژوند لپاره جنګ دۍ ٠ د خدای په لحاظ نوره ماشه مه چلوه ؛ موږ په سيمه کښي دوست نه لرو ، ټول مو تباهۍ ته ناست دي ٠ د خدای لحاظ وکړه نور پښتون د کرنيل ژوند ته ، مه حلالوه ٠ بابوزئ

  3. د انترو پالوژی یا توکم پیژندنی د پوهانو په حواله افغانان د ملی کرکتر لخ مخی په دودیزه توگه معمولاً خپلواک، په وطن مین ، زغم لرونکي ، او د انسانی ژوند او ژواک پلویان دي . د تاریخی کرونولوژی په حواله افغانانو په عادی حالاتو کی له خپلوگاوندیانو سره يی د دوه ارخیزه د رناوی د اصولو پر مبنا له سوله ییز ژوند درلود . اما په خواشینی سره په تیرو دریو لسیزو راهیسی افغانانوپه بیساره توگه دپردیو په لمسون افراط او تفریط ته مخه کري ده. او په اوسنی ناتار کي افغانان په خپله هم گرم بلل کیدای شي . لدی وضعی خخه د وتلو لار ،په تعلیم ، ملی یوالی، د خپلو ملی ، مذهبی ، فرهنگی او دتولنیزو شخصیتونو په په درناوی کي دی. د کرنیل امام په شان بهرني او حتی کورنی غلیمان په دیره ناوره توگه د افغانانو خخه د بنستپالنی او افراطیت پلویان انخور ترسیم کری دی . ایا په لوی اسلامی امت کی به یوازی داسلام جاگیر او تیکه د افغانانو په لاس کی وي؟

  4. کاشکې نوایې وقت له کرنیل امام څخه دا پوښتنه هم کړی وئ، چې د جهاد په پای کې مو بیا ولی دا د اسلام زمریان په خپلو کې سره واچول؟؟؟
    که چیری تاسی د اسلام د کلا اوسیدونکې وی، ولی مو افغانان په خپلو کی سره اخته کړل؟؟
    دوی وایې چې په امریکا کې سیاست مداران نه دی، تجاران دی، چې کله د لوړ پوړی طالب او عام عرب قیمت پنځه زره ډالره وو، لکه چې تاسی ټول د شمال په ختونو کی وې!
    هغه وقت خو مو ښه بازار ګرم وو، چې نه مو سفیر کتلو، نه مشر نه کشر، ځکه دا د موردګاو خاصیت وی، چې د ګټی وقت کی په خپله خور هم چورت نه خرابوی. او دا ستاسو خاصیت هم دی.

    آیا ایمل کانسی خو له یاده ووت؟
    چې ټول حکومت مو د پنځوسو زړو ډالر، په خاطر کارونه پریښی وو، او د هفه امریکایی وکیل خبری، چی ویلی یې وو، چې پاکستانیان په زړ ډالر خپله مور خرڅوی، زرور نه ده چې دومره لویه جایزه د ایمل کانسی په سر کیږدو.

    زما خلاصه مطلب دادی چې زما ساده ګله پښتونه وروره بیا خطا نه شی، ای، اس ای، د ورستئ زمانی دجال دی، کوښښ وکړه چی جنت ته یی ور نه شی، چی په واقیت کی دوزخ دی، او که د اسلام کلا داسی لکه دا نن چی ده، او ستاتونکی یی د ای،اس ای کسان او پاکستانی پوڅ وی، الله یی د دا نن ړنګه کړی.

    په درنښت

  5. Kashke moug saree sho. The Pakistani agent is not to be blamed for misery of Afghanistan because he is a Pakistani agent. Why he should care about Afghanistan? When he is trying to scare USA, I believe that he is mistaking or even saying a good joke. He should know that a poor, desparate, and unstable country like Pakistan is always dependent on a Superpower for its own survival.Statiscally Pakistan remains the largest recipeint of USA aids. As the agent says that it will not allow Indian troops to go to Afghanistan, then he should also know that when Americans said that they will bring Pakistan to Stone Age, why our Muslim, Sincere and Good neighbours Pakistanis allowed them. All Afghans need to know that the only way for our survival and freedom is to create a government that shows transparancy, integrity, and responsibility. To do so, we need to train, educate more and more people in various occupations. I can assure you that our Muslim Pakistani brothers will become more useless.

  6. سلامو نه ۰ وه ټولو افغانانو پښتنو ورونو ته نوردی د ISI فه درواغو نه ختا وزې ] الله [ پاک دی سر د سبا ځخه د ISI اداره خرافه کی وسلام

  7. زه بیا دا وایم چی کرنیل امام چی کومه خبره کړی ده هغه باید لږ روشانه شی هغه دا چی افغانستان د دښمنانو او یر غلګر لپاره داسی کوهى دئ چي يو ځل څوک ور وغورځېد بيا راوتلاى نه سي. او د دوستانو لپاره دا یو ښکلی بوستان دی .بله دا چی دی وایی چی دا د اسلام کلا ده دا ځرنګه کلا ده چی واک یی د یهودو اونصارو په لاس کی وی .زه د کرنل امام نه داپوښتنه کوم .آیا دا ځرنګه کلا ده چی زما وروڼه امریکی ته د ډالرو په مقابل کی ورکول کیږی ،آیا دا ځرنګه کلا ده چی زما مسلمان ورور لغړ امریکی ته سپارل کیږی،آیا دا ځرنګه کلا ده چی زما په وزیرستانی وروڼو باندی بمبار کیږ.آیا دا ځرنګه کلا ده چی وایی( هم مجبور هی او پاکستان خصری می هی) او د اسلام په قیصه کی هم نه ده.دا یوه اسلامی کلا نه بلکی یوه شیطانی کلا ده .

  8. da sanga da islam kala da chey amrica ta the bhtreen dost tlaiban pa khelaf adey warkrey.mulla zyeef tlaiban safeer hum amrica ta palas warkro .hamid gul da jahad elan kaweey pa afghanistan mager na pa pakistan key.hamid gull kor der nazdey da jekobad airport sa ra cherta chey amrica ada da halta jahad nakawey.
    toll saman da nato aw amrica fozey awo ger fozey da pakistan la larey razey halta jahad nakawey serf afghanistan jahd ?da isi chey asli dokhman da afghanistan da afghan serf barbadawey jhad pan noam.

  9. Salamona
    Isi only want weaker or
    pupit governament in afghanistan.Nwaz shrif said he ruin afghan army . and army ritired mirza islam beg said in intreview never let afghaistan to have army.I,m sure pakistan is no one enmy of my country.