دجنټيک نړيوال نامتو متخصص د اسلام په مبارک دين شرف شو

د لراوبر اداره | جنوري 15th, 2009


ډاکټر فرانسيس کولينز د نړۍ له هغو نامتو جنټيک پوهانو څخه دى چې کلونه مخکې يې له Craigventer سره په گډه د (DNA)ځانګړنې او خصوصيات کشف کړي وو د اکتشافات دومره مهم وو چې ټوني بلير او بل کلنټن په يو وخت نړۍ ته اعلام کړي وو.

٥٦ کلن کولينز له ټايمز ورځپانې سره په مرکه کې وويل: دېرش کاله کېږي  اته ئيست وم ،خو اوس د اسلام په مبارک دين مشرف شوى يم،نوموړي زياته کړه د الله(ج) په وجود باندې په هرڅه سربېره ډېر کوچني او ذره بيني موجودات هم دلالت کوي، چې هرومرو ددې کوچنيو موجوداتو خالق شته چې هغه يو الله(ج) دى ، دې نامتو امريکايي پوه د ټايم د پوښتنې په ځواب کې وويل چې په معجزاتو او پرښتو باور لري ، او زياته يې کړه کله چې په خپل ازموينځي کې په کار لګيا وم د الله وجود مې حس کاوه ،او داسې فکر مې وکړچې حتمازموږ څخه پورته او لوړ يو بل قدرت شته چې زه اوس په هغه ذات عقيده لرم ، د DNA د ځانگړنو په کشف کولو سره زما عقيده نوره هم د الله په وجود ټينگه شوه ،بيا بيا مې داسې ناروغان لېدلي چې د رغېدو هېڅ شونتيا يې نه وه او د انسان پوهه د هغه د له درملنې څخه عاجزه وه خو بيا به مې چې کتل هغه به په معجزانه ډول جوړ شوى وه او بيرته به عادي ژوند ته راگرځېدلى و،چې دا ټول د څښتن تعالى کارونه دي.


د ترکيې د وطن ورځپاڼې په حواله ډاکټر کولنيز باور لري چې د ژنونو د رمز او ځانګړنو کشف دده لپاره د الله  په وجود او وحدانيت د پوهېدلو لپاره ښه موقع وه.

نوموړى وايي کله چې د يوه مهم شي په کشفولو بريالى کېږئ ډېرې ښې شېبې تجربه کوئ ،ځکه په هغه موضوع کې مو تحقيق کړى او موخې ته رسېدلي يئ ،څه شى چې ما کشف کړي داسې وو چې تر اوسه هېڅ انسان نه وو کشف کړي ، په داسې حال کې چې همدا شيان ،زه،  اوټول مخلوقات الله پيداکړي يوو او الله هر وخت په همدې وړو ذربيني موجوداتو ،ما ،او ټولو مخلوقاتو په ځانګړي او جدا جدا ډول پوهېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024