کور / تازه خبرونه / کوټه: وسله والو څلور پوليس ووژل

کوټه: وسله والو څلور پوليس ووژل

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي نا معلومو وسله والو د پوليسو پر يوه  موټر بريد کړى، چي له کبله يې څلور پوليس وژل مړه او يو بل سخت ټپي سوى دئ.
د کوټي امنيتي مقامات وايي پېښه نن سهار په سرياب روډ کي د نجونو يوه ميخانيکي ښوونځي ته څرمه هغه وخت رامنځته سوې چي پوليس د روزني مرکز ته روان وه.
د چارواکو په وينا وسله وال پر موټرسايکل سپاره وه، چي تر بريد وروسته د پېښي له ځايه وتلي دي.
د سيمه ايزو پوليسو يوه مشر وويل په وژل سوو کسانو کي يو پوليس افسر هم شامل دئ.