کور / راپور / د کرکټ ملي لوبډله ارجنټاين ته د مخي نيولو سره – سره روانه سول

د کرکټ ملي لوبډله ارجنټاين ته د مخي نيولو سره – سره روانه سول


کابل


د مرغومي ٢٥مه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ارجنټاين کې د ٢٠١١ زېږديز کال د نړيوال جام د  غوراوي د درېيم  پړاو  په سياليو کې ګډون کوي . 

ټاکل شوې ده، چې د کرکټ ملي لوبډله نن ( د مرغومي په ٢٥مه) مازيګر مهال له کابل څخه د ارجنټاين  په لوري  وخوځېږي . 

د افغانستان د کرکټ د بورډ رييس الله داد نوري نن سهار په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ارجنټاين د درېيم پړاو دسياليو لپاره ملي لوبډلې ښې تيارۍ نيولې دي . 

نوموړي زياته کړه چې د کرکټ ملي لوبـډلې  دپاکستان په لاهور ښار کې د کرکټ د اسيايي او بين المللي شورا په مرسته ١٥ ورځې تمرينونه ترسره کړل . 

د هغه په وينا، ملي لوبـډلې چې روزونکى يې کبير خان هم ورسره وو د لاهور ښار له بېلا بېلو لوبډلو سره دوستانه سيالۍ هم کړې دي . 

نوري وويل چې د ارجنټاين د سياليو لپاره دوى ١٤ لوبغاړي غوره کړي، چې د لوبغاړيو ترڅنګ روزونکى کبيرخان، منيجر او يو تن ډاکټر او دى پخپله (نوري) دسفر د مشر په توګه ارجنټاين ته ځي. 

د ملي لوبډلې منېجر محمد طيب اخوندزاده وويل چې د ارجنټاين په سياليو کې د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه، هانګ کانګ، يوګنډا، ارجنټاين، پي اين جي او جزاير کيمان برخه لري . 

د هغه په وينا، ټاکل شوې ده چې دافغانستان ملي لوبډله د رسمي سياليو له پيلېدو مخکې په ارجنټاين  کې يو شمېر دوستانه لوبې او نور تمرينونه هم وکړي . 

ده وويل چې د ارجنټاين سيالۍ د سلواغې په پنځمه ( د جنورۍ ٢٤مه) پيل او افغانستان خپله لومړۍ سيالي په همدې ورځ له يوګنډا سره کوي . 

د ملي لوبډلې روزونکي کبيرخان وويل چې که څه هم د درېيم پړاو دسياليو نورې لوبـډلې دافغانستان په پرتله زيات لوبېدلي او تجربه هم  لري، خو هيله يې څرګنده کړه چې ملي لوبـډله ددغو سياليو پاى لوبې ته لاره پيداکړي.

هغه زياته کړه : (( افغان لوبغاړي ددې وړتيا لري ، چې سيالې لوبډلې ماتې کړي . ))

د ملي لوبډلې کپتان (مشر) نوروز منګل هم پخپلو لوبغاړيو ډاډمن دى او زياته يې کړه چې دوى په لاهور کې ښه روزل شوي دي . 

د نوموړي په وينا، ټولو لوبغاړيو د حج پر مهال زياتې دعاګانې ګړې او له هېواد والو يې هم وغوښتل چې د ملي لوبـډلې د بريا لپاره دعا وکړي . 

ديادونې وړده ، چې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله د غوراوي په پنځم او څلورم پړاو کې اتلولي ترلاسه او درېيم پړاو ته يې لاره موندلې وه. 

که افغانستان د درېيم پړاو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د غوراوي لومړۍ پړاو ته لاره پيدا کوي، چېرته به چې ١٢ هېوادونه ګډون وکړي او له دغو ١٢ هېوادونو څخه به څلور هېوادونه د ٢٠١١ زېږديز کال په نړيوال جام کې ګډون کوي .  
 
جاوېد هميم کاکړ

د کرکټ بورډ وياند



د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو سپکاوى وشو


کابل، د مرغومي ٢٦مه


د کرکټ ملي لوب ډلې اتلان د کابل نړيوال هوايي ډګر پر سړک د امنيتي کسانو لخوا يې سپکاوى شوي دي .


دغه اتلان د نړيوال کپ د غوراوي په سياليو کې پرون  د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه  ارجنټاين ته روان وو .

امنيتي ځواکونو د سعودي عربستان د ملي امنيت مشر او د سعودي د پاشاه ځانګړي استازي مقرين بن عبدالعزيز د راتګ په موخه د هوايي ډګر لاره تړلې وه .

د کرکټ اتلان که څه هم د امنيتي ځواکونو له امر سره سم د سورلۍ له موټره پلي شول او پياده مخ په هوايي ډګر وخوځېدل ترڅو د ارجنټاين له الوت څخه پاتې نه شي ، خو امنيتي ځواکونو يې مخه ونيول ، پر دوى يې لاس واچول او بدې ردې يې وويلې.

د افغانستان د کرکټ  بورډ ددغه شان لوبغاړو سپکاوى چې  هېواد ته يې په لږ وخت کې ډېر  نړيوال وياړونه په برخه کړي دي ، د خواشيني عمل بولي او په ټينګه يې غندي .

کرکټ بورډ ټينګار کوي چې که حکومت  ددغه شان اتلانو نازولو لپاره څه نه کوي ، نو لږترلږه د هغوى له سپکاوي خو دې لاس واخلي . 

الله داد نوري

د افغانستان د کرکټ بورډ رييس


تبصره نسته

  1. کوم حکومت؟
    د **** حکومت ښيې؟
    لعنت دې خداى دې وي پر ده او پر ټولو پاى لچانودا د متحدې جبهې سپي

    *************************
    په افغانستان کي مېشت ګرانه انګاره !

    تاسو ولسمشر کرزی او ملي جبهه په دې په سپکو نومونو ياده کړې ده چي هغوی ستاسو له نظره د خپل واک څخه ناوړه ګټه اخستې ده .

    که حقيقت ته وګورو ، نو تاسو ته چي لراوبر ويبپاڼي ددې واک او اختيار درکړ چي په مستقيم ډول خپل نظر خپلو هيوادوالو ته وړاندي کړﺉ ،مګر د قلم عفت مو تر پښو لاندي کړ . . . . ايا تاسو هم ورته عمل ونه کړ ؟؟
    تاسو هم له دې کوچني واک څخه ناسمه ګټه واخسته ، تاسو پوهيږﺉ چي ولسمشر د اک څخه په ناوړه ګټه اخستنه په کوم نامه ياد کړ ، اوس خپل څانته هم يو نوم وټاکی !
    له تاسو او ټولو نورو درنو لوستونکو هيله کوو چي د تبصرې يا نظر ليکلو پر مهال د قلم عفت ، پښتو او پښتونولي له پامه ونه غورځوي .

    په درناوي
    ستاسو همکار
    د لراوبر د تبصرو د برخي مسول