کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اسلامي غورځنګونو او القاعدې چیرته یاست ؟

اسلامي غورځنګونو او القاعدې چیرته یاست ؟


دسختو هیجاني ټکانونو له امله  نه پوهیږم له کومه ځایه پیل وکړم، داسلامي نړۍ دهغو غورځنګونو ستر او هسک شعارونه مې د حواسو تړانګې شکوي چې یو مهال به یی دمسلمانو ملتونو د خپلواکۍ لپاره پر خپلو ټنډو  تړلي وو، زه دغزې په نیواک او اشغال ځان دیو  بشري تاریخي ناورین کندې ته غورځیدلې بولم او داسې انګیرم چې هره شیبه مې پرستوني دیهودي وحشیانو منګولې خښې دي، هره ګړۍ مې د هغوشهیدو  ماشومانو معصومې ، په وینو لړلې او په خاورو کې خړې پړې څیرې  دزړه مراندې راپرې کوی چې  د زمانې دیو جابر او څیرونکي حیوان  پنجې یی د بدن غوښې شکوي. دهغو میندو ساندې  مې دغوږونو پردې څیري کوي چې د ‌طاغوتي شیطانانو مرګوني ګوزارونه یی  د بچیانو سرونه  د زغروالو ټانکونو په مرمیوو   له تنو څخه جلا کوي.

هو  دیهودي خرسانو دا  کرغیړنه څپه چې نن یی دخپلو بادارانو پرمټ دغزې پر تش لاسي ولس راوستې له هغې بې غیرتۍ څخه کمه نه بریښي چې اسلامي کنفرانس، اسلامي هیوادنو، اسلامي غورځنګونو، القاعدې او نورو  تش په نامه اسلامي خوځښتونو  ته نن په نصیب شوې.

داسلام دسرلوړۍ  هغه  ټیکده ران چې هر وخت یی دخپلو سیاسي او شیطاني موخو  لپاره دغه پاک او سپیڅلې نوم کارولې  او تل یی خپلو ولسونو ته پرته له مرګ او درد بل څه نه دي راوړي نن ولې دټولو پرخولو  ګونګ پیریان ناست دي. او پرځایء یی د اوربند او پرغزه د اسرایلي تاړاک د ودریدو خبرې فرانسه او جرمني کوي،  هغه داسلامي کنفرانس بې ننګه مشران او س دنړۍ په کوم کونج کې پټ دي، هغه دایران دګواښونو انګازې اوس ولې  له یوې مخې  ددغې دوه مخې نړۍ په فضا کې ورکې دي،  هغه ترټولو  داسلام  دګټونکي ټیکدار  القاعده  ګواښ او بریښ کومې اسماني تورې  غوڅ کړې چې خولې یی ګنډلي او سرونه یی  ښکته اچولي ؟

ایا دغه ټول دسیاسي او شخصي منصب  منافقین چې داسلام سپینې جامې یی په تن کې دي نه پوهیږي چې هره شیبه او هره ثانیه  دغزې په تړانګه کې  دوحشت او بربریت څلي  جوړیږي، ایا دویء په دې نه دي خبر چې هره ګړۍ د ابراهیم ع  په هستوګنځایء  دناولیوو یهودیانو  قدمونه  ستا د برم او عظمت  څلي نړوي.  خو تا یواځې  په  مسلمانو پرګنو دخپل  راج او باج   د  چلولو په خاطر  دجهادي بیرغ  اچتولو فرمان صادر کړې،  یواځې د مظلومو  قومونو پر سرونو میخونو ټکوهلو ، دهغویء وژلو او  د ویر پر ټغر کښینولو ته  دې دجهاد پاکه   کلمه  پرخپل ټټر ځړولې. اوس چیرته یاست چې دهغو  مظلومو، بېچاره، بې کسه او بې وسه غزه والو غږ واوریء چې  دغیږې ماشومان یی  ستا دازلي دښمن دتاړاک  پربمونو د ودانیوو تر درنو دیوالونو لاندې پراته دي خو څوک نشته چې دهغویء سر ه مرسته وکړي. القاعدې، ایران، سورېې او دافغانستان  اسلامي نهضتونو چې دجهاد نوم  مود  خپل ژوند  دسترو ماڼیوو په رانیولو وپلوره چیرته یاست چې دهغه سپین ږیري پلار سره مرسته وکړیء چې یواځینې ځویء یی د غاصبو صهیونستانو په مرمیوو غلبیل  او دخپل ټوټې ټوټې بدن په وینو کې پروت دې  خو هیڅوک نشته چې دهغه د دفن او کفن چاره وکړي.  دعربي نړۍ هغه  وهابي  دبړ ه ماران چیرته دي چې دخپل  هوس  دپوره کیدو لپاره یی مسلمان  ولسونه له خپل ځان او جهانه پردي کړي  خو په دې غوږ هم نه ګروي چې  ستا د قوم  یو مظلوم پاټکې نن  ستا د تلپاتي دښمن  لخوا  هره ګړۍ سل ځلې مری  خو ته دخپل شیطاني  شعور په  ناولي  حوض کې لامبې او د عیاشۍ او فحاشۍ  نامریی لاسونه دې نه پریږدی چې  له خپل دیوال څخه سر جګ کړې او وپوښتې چې  دغزې پر تش لاسي ولس څه روان دی.   دمصریانو  غرور ، دسوریانو لاپې شاپې  او دایران جعلي   چغې نن دا په اثبات رسوي چې مسلمان ولسونه نور  دخپلو  بې غیرته او بې ننګه مشرانو  دپوچو شعارونو ښکار شوي   او بس.

په کار ده چې نور  داسلامي ولسونو پورې تړلې رسنۍ او مطبوعات  ځانونه ګوښه نه کړي او په هره بڼه چې وي  دوحشي یهودیانو   دظلمونو انځوریزه کیسې دنړۍ ګوډ ګوډ ته ورسوي او  هره شیبه  ددوۍ د کرکجنو اعمالو بدمرغه څیرې  دنړۍ ولسونو ته روښانه کړي.

دغزې  دمظلوم ولس دې خدای مل شی او داسلام  او جهاد په نامه د راپنڅیدلو  ډلو اود  مسلمان په نامه پر راټوکیدلو بې غیرته مشرانو او دعوه ګرو دې  په زرهاو ځله  نفرت وي.

تبصره نسته

  1. د عنايت ساپي ورور د آه او فرياد سره زه هم خپل ږغ او ناره ور غبرګوم ، زه به يې په نوم ياد کړم ، چيري يې اې عاليقدر اميرالمومنين مجاهد ملا محمد عمر اخنده ، چيري يې اې مولانا فضل الرحمانه ، چيري ياست اې قاري يوسف او ذبيح الله مجاهده ، تاسو خو د کور زمريان ياست ، ريشتيا يې ويلي چي ( د کور زمری د بېبان ګېدړ دی ) تاسي خو په خپلو ښارونو ، کليو ، کوڅو او محلونو کي په مسجدونو کي د خپلو مسلمانو وروڼو سرونو پرې کولو ته ښه تيار ياست ، تاسي خو د خپلو وريندارو او خويندو کونډيتوب او د مسلمانو ماشومانو يتيم کولو ته ښه جوړ ياست چي هغه يتيم به مو کله د ځانمرګي بريد لپاره په درد وخوري ، ولي ؟؟؟؟؟؟؟ د غزې د مومنانو نارې او چېغې مو غوږونو ته نه رسيږي ؟؟
    له هغو ماشومانو خبر نه ياست چي د ټولي کورنۍ شهيدان سوي غړي يې دوې ورځي او شپې په کور کي ورته پراته وه ؟؟
    تاسي دې ته تيار ياست چې د پرديو استخباراتو په اشاره خپل مسلمان ولس تباه کړئ ، تاسي چي د غزې د مظلوم ولس سره مرستې ته ور ونه دانګل نو تاسي زموږ لپاره داسي حيثيت لرئ لکه اسرائيل چي يې فلسطينيانو ته لري ، تاسي د افغان ولس او پښتون قام لپاره د هغوی يهودانو حيثيت لرئ چي په وژلو مړېده نه لري ، هو . . . ريشتيا وايم ، تاسي که جهاد کولائ نو جهاد خو په غزه کي روان دئ ، جهاد د خپل ورور د غاړي په پرې کولو نه کېږي بلکي جهاد د خپل مسلمان ورور په دفاع کي د خپلي غاړي قرباني کولو په دود ترسره کېږي !!!

  2. دا ټول د ‌ډالروجهادیان دی

  3. ګران عنایت ساپی
    داسلام یواځی دمشرانونه ده یوسف اوذبیح الله یادکړی دی هغه خودیهودومرسته کوونکی سره جهادکوی تاپه خپله لیکنه کړی ویلی دی چه دیهودوبادرامریکادی نوبیاولی هغوی ته ګوته نیسی
    تاپه اسلام کوم غیرت کړی دی چه هغوی نه دی کړی

  4. Za pa da ara da Abdul ghani mujahid tabsira 100% taayeda wama.

    manana
    muhibullah

  5. اې طالبانو! اې دافغانستان جهادیانو !
    که نران یاست راووزﺉ په فلسطین کښې اسلام وګټــي !!!÷
    ژر ژر ور وځغلي چې اسرایل مو مذهـب په لاس کښې درکړي اوافغان ولس دتاسې نجسانو له جنایتونو خلاص شي !!!
    هــله ژر شی دجنت دروازې خلاصې دي !!! که ځنډ وکړي بیاتړل کېږي او تاسې به جنت په سترګو هم ونه ویني !!!

  6. Salam . The person by the name of سنی شمل is an Atheist.An Atheist is someone who denies the existence of Allah.

  7. Salaam. The person by the name of Sonny is an Atheist.An Atheist is someone who denies the existence of Allah.

  8. جهاد خو دا دى چې اوس مسلمانانو اټومي او لكه د امريكا په شان ځواكمنې وسلې
    درلودى او په مدرسو كې د وسلو او پيسو جوړېدلو مضامين لكه كيميا، فزيك، رياضي،
    ساينس او نور تدريس كېدلى.
    كه مسلمانانو اوس لكه د امريكې او روسيې په شان اټومي او نورې ځواكمنې وسلې درلوداى
    نو چا به د فلسطيني چرګوړي ته هم په بده سترګه نه شواى كتلاى.
    اوس نو تاسو فكر وكړئ چې جهاد كله د ښارونو ويجاړول، د مسلمان وژل او د ښوونځيو
    سوځول او له ښوونځيو څخه د خلكو مخنيوى وي، نو دا به د اسلام د لوړتابه جهاد وي او
    كه د نسكورتابه.
    د دغه راز جهاد فتوا به د قرانكريم له مخې وركړ شوې وي او كه د سلمان رشتي د شيطاني
    ايتونو له كتاب څخه.
    كه تاريخ څوك ولولي نو د صلاح الدين ايوبي له وخته د جهاد ډرامه د صليبيانو له خوا
    طرحه شوې او پرمخ وړل شوې. ګلبدين حكمتيار څخه نيولې بيا تر رباني او ملاعمر او بن
    لادنه ټولو د يهودو او نصرانيانو په وسلو سره د پاكستان او سعودي شيطاني استخباراتو
    پر مټ يې مسلمانان تر ننه نه دي وژلي او نن هم دغه شيطانان د كوټې په شورا كې له
    امريكايانو او اسراييلو سره د مسلمانانو د وژلو او د كورونو د كنډواله كولو ګډې
    طرحې نه جوړوي.
    ايا نصيرالله بابر نه دي ويلي چې مسعود او د ګلبدين په شمول يې 11 تنه تر تروريستي
    روزنې لاندې ونيول او د دغه شيطاني مدرسې تر فراغت وروسته دغو يهودي_پاكستاني جګړه
    مارانو يا په اصطلاح مجاهدينو 50 تروريستي عمليات د داود خان رژيم پر وړاندې تر سره
    نه كړل، هغه وخت چې نه شورويان په افغانستان كې وو او نه بل كوم كفري طاقت. همدغو
    منافقانو پخوا د غازي امان الله پر وړاندې د انګريزانو په لمسون پاڅون ونه كړ او د
    هغه غازي پاچا واكمني چې د داود خان غوندې ژمنه وه چې خپل هېواد ته پرمختيا وركړي
    او د يهودو او نصرانيانو له استعمار څخه يې وژغوري او پياوړې وسلې او تكنالوژي
    رامنځته كړي او كافان پرې ووېروي.
    دغه د جهاد لوبه د يو څو منافقانو له خوا له زرو كلونو راهيسې روانه ده او
    تمويلوونكي يې يهودي طاغونتي طاقتونه لكه امريكا انګليس، جرمني او نور دي.
    د افغانستان، عراق، فلطسين او نور داسې داعيې د سوپر طاقتو يهوديانو له خوا د
    منافقو ملايانو او شيخانو په لاس جوړې شوې لوبې دي، چې يهوديان پرې خپلې خپل منځي
    بې اتفاقۍ له منځه وړي او ملايان پرې خپل جېبونه ډكوي.
    د ملايانو د جفاګانو په مورد كې د قرانكريم 9 سپارو بحث كړى او كه بيا هم دغه
    منافقين يهودي او نصراني ملايان څوك نه پېژني نو كله به يې پېژني. والله كه بې پيسې
    پرې تق وكړې او يا د مهراپ په كنج كې د اسلام نوم پرې واخلې. اى مسلمانانو كله به
    پوهېږئ، كله چې مولانا فضل الرحمن د افغانستان د ورانولو په بدل كې د پاكستان له
    استخباراتو څخه په يوه غړپ رشوت كې درې زره جريبه ځمكه واخلي او پلار يې مولانا
    مفتي وروستۍ سلګۍ هم د انګرېزانو په غېږ كې وركړي او حكمتيار دې د نصيرالله بابر د
    تروريستي درسونو شاګرد وي او په كاپل دې بې مهابا امريكايي سكر راټونه ولي او
    ملاعمر ته دې له امريكايي الوتكو څخه وسلې او پيسې غورځول كيږي، په هلمند كې دې ډر
    طالبان د انګليسي چورلكو ر پر مټ ښوونځي په پاكستاني بېلدوزرونو ورانوي. كيسه داسې
    وه چې د هلمند په يوه ولسوالۍ كې طالبانو غوښتل چې يو ښوونځى په پېلدوزر سره ويجاړ
    كړي، خو ځايي اوسېدونكو يې مخنيوى وكړ، طالبانو خبره له خپل پادار انګليس سره چې د
    ښوونځي د ورانولو دستور يې وركړى و شريكه كړه، انګليس ورته وويل چې سبا به زه څرخي
    الوتكې سيمې ته واستوم او تاسې خپل كار ترسره كړئ كه چېرې ځايي خلكو مخنيوى وكړ نو
    موږ به پرې بمپار وكړو او تاسې به بهانه كړو چې په سيمه كې طالبان وو او ښوونځى يې
    ورانوه چې موږ پرې بمبار وكړ او وژل شوي كسان به طالبان اعلان كړو. خو ځايي خلكو
    كله چې طالبانو لاندې ښوونځى په بېلدوزرونو ورانوه او پورته په هوا كې يې انګليسي
    الوتكې وليدې چې ګرځي نو له پلمې څخه خبر شول، دا ځل يې د طالبانو مخنيوى ونه كړ او
    طالبانو د نصراني چورلكو پر مټ نوموړى ښوونځى وران او كنډواله كړ او انګريزانو ته
    يې دا بهان په لاس وركړه چې انګرېزان خو افغانستان ته د بازسازۍ له پاره راغلي او
    چمتو دي چې پازسازي وكړي، خو له هغې پازسازې څه ګټه چې دوى يې جوړ كړي او طالپان يې
    ويجاړ كړي. همدا لامل دى چې په داسې پلمو سره نصرانيانو خپلو هغو وعدو ته چې د
    افغانستان بازسازي به كوي پرتوګ واغوسته. د نوموړې واقعې خبر له لر او پر څخه هم
    خپور شوى و.
    وروركانو دا يهودي او نصراني ملايان او جهاديان د همدغو اسراييلو او نورو يهودانو
    پوځ دى چې مسلمانان پرې له منځه وړي او د پرمختګ مخه يې پرې نيسي، والله كه به د
    اسراييلو پر ضد تق هم وكړې او كه به كوم فلسطينى پرې وګټې دوى پرېږده چې د
    امريكايانو پر فرمايش ازربايجان او چيچنيا ته افغانان د جګړې له پاره كوم ځاى كې چې
    جګړه يهوديانو او نصرانيانو له پاره ګټوره ده واستوي فلسطين ته يې څه كوي.
    ويښ شئ اى مسلمانانو له دغو نصراني او يهودي اجنټانو سره په لاس وركولو او مرستې
    كولو خپل اخرت په غولو مه لړئ، د همدغو منافقينو پر ضد جهاد فرض دى او پايد جهاد
    وكړئ. په افغانستان او عراق كې له ورور وژنې تېر شئ د يهودانو د تېلو له پاره پر
    جګړې كولو د جهاد نوم مه ږدئ، ښوونځيو ته مخه كړئ، ساينس او تكنالوژۍ ته مخه كړئ،
    وسلې جوړې كړئ او ځانونه پياوړي كړئ او په دې سره كافران ووېروئ. همدغه د رښتيني
    جهاد او د كافرانو له شره د نجات لار ده.

  9. وروره! يوڅه دقدرت خاوندانوته هم ګوته ونيسه

  10. وروره! يوڅه دقدرت خاوندانوته هم ګوته ونيسه