کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نشه یي توکیو اومخدراتو ته پناه غم زیاتوي

نشه یي توکیو اومخدراتو ته پناه غم زیاتوي

د مخدراتو د تاوان په هکله ډیرڅه ویل شوی اوترډیره ځایه ټول هم پوهیږی چې مخدرات زیان رسوی خو سره له هغه یی هم ځینی خلک کاروی په تیره بیا کله چې غمجن شی اویا کومې ناوړې پیښې سره مخامخ شی نو مخدراتو ته پناه وړی، دا عمل په تیره بیا په غربی نړی کې ډیرعام دی ځکه چې هلته یو ځواکمن اوحقیقی معنوی تکیه ځای له ډیرو خلکو سره نشته نو مخدرات یواځینۍ لاروی چې دوی پنا ه وروړی، چې په پایله کې ډیرشراب خوړل یا هیروین اوچرس اونوورنشه یی توکی کارول دوی معتاد کړی بیا نو ترې خلاصیدلای نه شی. هغه څوک چې د غم یا اندیښنې په وخت کې نشې ته پناه وړی د خپل لنډ مهاله غم د ورکولو لپاره ځانته اوږدمهاله غم ګټی. حتی عادی مخدره توکی لکه سګرت اونسوارهم داعتیاد په صورت که لوی غمونه راوړی. په لومړی سرکې به نشه یی توکی اومخدرات عادی ښکاره شی خو د ستروغمونو پایلې لری چې په دې اړوند ډیرمعلومات خپاره شوی اوڅرګندونې پری شوی دی.

داکوم هسې د دروغو تبلیغ نه دی خوسره له دې بیاهم هغه خلک چې په دې عمل لاس پوری کوی ډیربې ارادې، ضعیف النفسه اوکم عقله ښکاری ځکه په یقین سره ټولو ته ثابته ده چې د شرابو، هیرویینو،چرسواونورونشه یی اومخدره توکیو دکارونې پایله څه ده؟ تاسو به ډیرپه تلویزنونو کې یا دنوروخپرونو له لاری اویاهم په خپلوسترګو دهغو نشیانو حالت لیدلی وی چې له اعیتاد وروسته یی لری د دوی جامو ، د دوی فکراووضعیت ته به مو پام کړی وی نو که هرچاسره سلیم عقل وی هیڅکله به هم نشې ته پناه نه وړی. د اسلام سپیڅلی دین خو لاله پخوانشه اوشراب منع کړی اوپه دې اړوندقران عظیم الشان فرمایی: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی شراب، قمار، بتان، ازلام(یوډول بخت ازمویل) ناوړه اودشیطان له عمل څخه ګڼل کیږی له دغو کړنو لری والی وکړی چې خلاصون ومومی.(ماًیده – ۹۰)

دغم په وخت کې نشې ته پناه وړل یو ډول دخدای له امرنه سرایستل اوبی صبری هم ګڼل کیږی چې د دنیوی ستونزو اوبدمرغیو سره سره به مو دګناهو پیټی اود آخرت بدمرغی اوعذاب هم په برخه کړی.

نړیوالې خپری شوی شمیرې جوتوی چې په هرو۸ هغوپیښوکې چی دخلکود مړینې سبب ګرځې ۷ یی په نشه یی توکیو پوری تړاولری. دغه رازشمیرې ښیی چی د غلا، شوکماری، انسان تښتونې اونوروته د مزاحمت پیښې د مخدره توکواوالکلی مشروباتو داستعمال له کبله پیښیږی. ۶۵ په سلوکې جنسی تیری د شرابود استعمال له کبله پیښیږی اود نړی ۵۰ په سلوکې جنایی بندیا ن هغه کسان دی چی د نشه یی توکیو داستعمال له کبله یی په جنایت لاس پوری کړی. شمیرنی داپه ډاګه کوی چې دشرابو دڅښلوله امله جنایتونه د نورومخدره توکیو په پرتله پنځه برابره ډیردی.

دغم اواندیښنې ترڅنګ نشه یی توکیوته د پناه وړلو عوامل نورهم دې چې دځینو یادونه دلته کولای شو: له دینې اوامرونه دخلکوسرغړونه، نړیواله مافیا اود مخدره توکیو د قاچاق وړونکوهڅونه، دښکیلاګروهیوادونو پټې اوبرالاکړنې چی دمستضعفوهیوادونو دخلکو دبوختولو اود فکراړولو لپاره یی سرته رسوی،  بیکاری، بیوزلی، نادانی اوپه ځینو هیوادونو کې د سیاسی مستبدونظامونوشته والی چی خلک د فشارله کبله مخدراتو ته پناه وړی.

هغه ناروغی چی د مخدره توکیو د استعمال له کبله منځته راځی:

دسګو بیلابیلی ناروغی، دوینی  فشارچی دا عمل کولای شی دړوندتوب، فلج، ګنګ توب یاکڼښت سبب شی، دوجود د تودوخې زیاتوالی چې کله هم ۴۰ درجو ته رسیدلای شی، د سترګودکسی درد، مغزی شوک، د زړه چټک خوځښت اوکله هم دریدل، لیونتوب، ډار، پرته ویل ، د وینې غلظت اودرګونو پړسوب، دبدن د اوبولنو توکیوکمښت چې دبډوډود له کارلویدو سبب کیدای شی، دپوستکی لاندی ټپونه، د اندامونو درد، د جسمی اوجنسی ځواک کمښت اویاهم له منځه تلل، د تناسلی غړو ناروغی، د امیندواری د دوری ناروغی چی په ماشوم نیغه اغیزه کوی، دشیدې ورکونکې موردشیدوکمیدل، د بدن د دفاعی سیستم کمزوری کیدل، د ایډیزوژنکې ناروغی، دایمی سردرد، بی اشتهایی، دبولو بندیدل چې د مثانې د پړسیدوسبب کیږی، دمعتاد په غوږکې دډول ډول غږونو اوریدل چې ډیریی ناراحته کوی، دښکلا اورنګ خرابیدل، دسترګوپړسوب،…(www.shirazi.ir.com  )

د ناروغیو ترڅنګ نشه اومخدارات اقتصاد ته هم کلک زیان رسوی تاسو د هیروینو ، مورفینو اوتریاکو بیې ته وګوری چې معتاد سړی یی په داسې حال کې چی ډیری یی دنشې له کبله وزګاریا لږعاید لرونکی دی څرنګه پوره کولای شی، نودوی به پیسې د غلااوشوکماری یا فحش  اوجواری له لارې لاسته راوړی چې داپه خپله سترټولنیز غمونه اوبلاګانی زیږوی. شراب چی په نامسلمانو ټولنو کې عادی خبره ده اوپه هره کورنۍ اومغازه کې کیدای شی وموندل شی څومره د دغوټولنواقتصاد ته تاوان اړوی ځکه دا یوبې ګتې اوغیرضروری توکی دی. اوپه مسلمانو ټولنوکې خو په پټه اویابرالاکه موندل کیږی ډیرګران وی چې دټولینزاقتصادی تاوان ترڅنګ کارونکی ته هم دګټې په ځای ډیرتاوان وراړوی. نه یواځې شراب بلکې عادی مخدرات لکه سګرټ اونسوارهم دجسمی تاوان ترڅنګ اقتصادی تاوان له ځانه سره لری چې داخپله د غم اوانديښنې زیږونکی وی.

ناروغی، اقتصادی زیانونه، مومنانوته دآخرت مختوروالی اونوری بلاوی چی  مخدرواونشه یی توکیوته د پناه وروړلوپه پایله کې مینځته راځی ښیی چی په دې ډول غم اواندیښنه کمیږی نه بلکې نورغمونه اوبلاوی زیږوی چی هرڅوک باید له هغه نه ډډه وکړی. که څوک ووایی چی یواځې یوځل به داکاروکړم بیابه یی نه کوم په دې باید پوه شی، داڅومره معتادان چې ګوری په لومړی سرکې یی له ځانه سره ډیرو همداخبره کړی خو وروسته پری معتاد شوی، که تاسو غواړی چی حتمی ځان له دې شره وساتی نو د یوځل استعمال اوپه اصطلاح د هغه له خوند څکلوځان وساتی.

اوهغه کسان چی معتاد وی هم کولای شی په قوی ارادې سره ځان له دې شره خلاص کړی اوهوډ دې وکړی چی نوربه یی له استعماله ډډه کوی، بې شمیره کسان لیدل شوی چې وروسته له کلونو کلونو په دې توانیدلی اعتیادله ځانه لرې کړی. اودا یو ممکن کاری دی. اوهغه کسان چی په ځان کې داتوان نه وینی اویایی هم اعتیاد د ناروغی اوبشپړ اعتیاد برید ته رسیدلی نو ډاکترانو اوروغتونونوته دې مراجعه وکړی اوکه دوی خپله داسې نه کوی یا نشی کولای د دوی دوستان، خپلوان تړاولرونکی اویاهم دولتی چارواکی اوڅانګې دی داکارترسره کړی.