بې بنسټه ليكنه
په دي ورستيو ورځو كې يو ځل بيا هم يوې نړيوالې ورځپاڼي په نامه د سندى تايمز په يو لړ بې اساسه ، له حقيقت څخه لرې ليكنه او پروپاګندونو لاس پورې كړى دى .غواړي چې په خپلو دغو بې بنياده ليكنو او مقالو سره د افغان ولس دښمنان او د دولت مخالفي ډلي د نړيوالو پر وړاندې ځواكمني وښيي چې ګويا طالبان په افغانستان كې يوه ځواكمنه ډله ده او عام خلك له حكومت څخه طالبانو ته ترجيح وركوي او د كابل شاوخوا ولايتونو كې مركزى حكومت پوره واك نلري او په عوض كې يې د طالبانو واكمنۍ ټينګيږي او د ځايي خلكو ملاتړ تر لاسه كوي.
هوكې قدرمنو هيوادوالو:
دا چې د سندى تايمز ورځپاڼي دغه بې اساسه وينا تر كوم حده پورې زمونږ ځوريدلي ولس ته د منلو وړ ده او كه نه. نو دا يو واضيح او روښانه حقيقت ده چې دغه د پرديو په لاس روزل شوي ډلي نور زمونږ د مظلوم ولس له ملاتړ څخه بې برخي دي ، د دوي له اصلي څيرو څخه اوس پرده لرې شوي ده او دا ټول افغان ولس ته په ډاګه شوى ده چې دوي د طالب او اسلام تر نامه لاندې د پرديو بيا په ځانګړى توګه د پاكستان د ترهګر او تروريست سازمان اى اس اى شوم او غير انساني اهداف زمونږ د هيواد او خلكو پر وړاندې پلې كوي.دا چې سندى تايمز ورځپاڼي د دغې ليكنې ليكوال نير روسين ښودلى ده چې نوموړۍ كس څو ورځي د مخه د طالبانو د يو تن قو ماندان په بلنه او دوه تنو نورو په لارښوونه د غزنى ولايت ځينو سيموته د يوه غله او ړوند په څير بوول شوى وو تر څو د دوي د كار او فعاليت په اړه معلومات تر لاسه كړي او له حقيقت څخه لرې او بې اساسه ليكنه باندې لاس پورې كړي تر څو د طالبانو كړو وړو ته يوه غښتلى بڼه وركړي.
دا چې د نيرروسين په شان يو بهرنى او نابلد كس چې تش په نامه د يوه خبريال او ليكوال په بڼه چې د يوې سيمې په اړه هيڅ معلومات و نلري چې دا كوم ځاى ده ، زه چيرته يم، نو داسي يو كس به څنګه د افغانستان د يوه ولايت او سيمي په اړه يو له واقعيتونو څخه ډګ رپوټ برابر كړي.
دا چې دغه نوموړى خبريال د دوه تنه طالبانو لخوا د غزنى ولايت يوه كلى ته بوول شوى او د غلو پشان د شپى لخوا د همغه كلى چاپيره ګرځول شوى او دا يې ورته په ډاګه كړى چې ګويا مونږ د غزنى ولايت په ټولو سيمو كې واګ لرو او دلته مركزى دولت شتون نلري. خو دغه بهرنى خبريال پرته له دي چې د غزنى ولايت له كومې ولسوالى او يا هم له كوم مشخص كلى څخه په خپله ليكنه كې يادونه كړى واي چې د نوموړى ولايت دغه ولسوالى يا كلى د طالبانو په لاس كې ده او هلته دولتى ځواګونه شتون نلري. په دغه راز يوه بې اساسه او له حقيقت څخه لرې ليكنه لاس پورې كړى ده، تر څو طالبان په افغانستان كې يوه ځواګمنه ډله د نړيوالو پر وړاندې څرګنده كړي.
سندى تايمز ورځپاڼه او هغه ته ورته نورې ورځپاڼي كه څومره هم د دغو تروريستو او ترهګرو ډلو په ملاتړ په پروپاګندونو لاس پورې كړي،يا هم د دغو تروريستو او ترهګرو كړنو باندې په دغه راز بې اساسه او بې بنياده ويناوو سره پرده وغوړوي. نو دا به د دوي لويه تيروتنه وي، يوازى او يوازى به يې خپل ځان او دغو ترهګرو ډلو ته قناعت وركړى وي ، دا ځكه چې طالبان هغه څه چې زمونږ د مظلوم او بې دفاع ولس پر وړاندې په دې ورستيو كې تر سره كړى او يا يې هم تر سره كوي د انسانيت او اسلاميت له چوكات څخه وتلى يو عمل ده. چې افغان ولس به د طالبانو دغه راز عملكردونه هيڅ كله هم له ياده ونه باسي او تل د دوي له دغه راز كړنو څخه كركه لري ، نه غواړي چې د پرديو لاس پوڅو تر بيرغ لاندې ژوند وكړي دا خو لا پريږده چې له دغو ترهګرو او دهشتګرو ډلو څخه ملاتړ وكړي.
بله دا چې طالبان څومره ځواكمن دي دا خبره هم افغان و لس او ټولې نړۍ ته د آئيني په شان روښانه ده چې طالبان تر اوسه پورې په افغانستان كې يوه څرګنده ليكه او كرښه نلري او تل زيار باسي چې د غلو په شان په غلجګيو بريدونو او په لويو لارو كې د بې ګناه خلكو په وژنه لاس پورې كړي تر څو د عامو خلكو په زړونو كې ويره او وحشت رامنځ ته كړي. همدا رنګه دوي تل د پاكستان د پوځ او استخباراتي سازمان اى اس اى په لارښوونه او ملاتړ سره افغانستان كې ترهګريز او تروريستي اعمال تر سره كوي .
پاى كې له ټولو نړيوالو ورځپاڼو په تيره بيا د سندى تايمز ورځپاڼي څخه په كلكه غواړو چې له خپلو مقدسو ډنډو څخه ناوړه ګټه پورته نكړي او د دغه راز بې اساسه او بې بنسټه ليكنو او مقالو له خپرولو څخه ډډه وكړي ، خپل مطبوعاتي رسالت په پام كې ونيسي او همدا رنګه په خپلو ليكنو كې ريښتيني اوسي او په حقايقو باندې بايد سترګي پټي نشي ځكه چې افغان ولس نور نه غواړي چې د پرديو اجنبيانو بادارى ومني او تل به د دوي پر وړاندې له خپل دولت سره اوږه په اوږه ودريږي او خپلې مبارزي ته به دوام وركړي.
په درنښټ :