طالبان : په هرات کښي یوه پوځي هلیکوپتره موږ رااچولې ده

د لراوبر اداره | جنوري 15th, 2009


پېښه هغه مهال رامنځته سوه چي دهرات د ۲۰۷ظفرقول اردو قومندان جنرال فضل احمد”سیار” دنورودیارلسوافسرانوپه ګډون فراه ولایت  ته سفرکاوه، چي ناڅاپه یې هلیکوپتردهرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کي راوغورځېده اودجنرال فضل احمد “سیار ” په ګډون ټوله سفاره پکښي ووژل سول .


بلخواطالبانوادعاکړې چي هلیکوپتره د دوی په ډزولګېدلې اورانسکوره سوېده .


خودفراه ولایت والي روح الامین دطالبانودعوه ردکړه اوویې ویل ، چي هلکوپتره دخرابي هواله امله رالوېدلې ده اودقول اردودقوماندان (سیار) ،مرستیال ،دمخابرۍ رئس او نوروافسرانوپه شمول یې په پېښه کي ددیارلس تنومړینه تائید کړه .

Copyright Larawbar 2007-2024