کور / هراړخیز / د نړۍ پر مخ حېرانونكي اوه كډيان !

د نړۍ پر مخ حېرانونكي اوه كډيان !

 


د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې موجود دغه  سوراخونه نه يوازي حېرانونكي دي بلكه بېخي وېرونكي هم دي . په خاصه توګه اتم ياني ورستى يو .د دغو سوراخونو د غټوالي پېمانه انسان ته دا ورښيي چې ته څومره يې .


 


۱     كمبرليې بګ  : سهيلي افريقه


 



 


كمبري بګ په نړۍ كې يو له هغو لويو سوراخونو څخه دى كوم چي په لاس كښل سوي دي . له دې  سوراخه چي يوزر پنځه نوي  مټره ژور دى تر نولس سوه څوارلس پوري كله چي بند سوى  درې ټنه هيرې را اېستل سوې وې 


.


۲  ګلوري سوراخ  : مونټيسيلو بند : كلفورنيا


 



 


دا هغه سوراخ  دى چي كله په دې بند كې اوبه زياتي سي نو بيا ورسته راتلونكي اوبه په ده كي ځايول كيږي .دا د نړۍ هغه سوراخ يا كډى دى چي په هره سحنه كې څوارلس زره څلور سوه كيوبك فټه اوبه ځايولائ سي .


 


۳         بنګهم كينيون مائن : اوټا


 



 


ويل كيږي چي دا د نړۍ تر ټولو لوي هغه كډى دى چي انسان په خپله كښلى دى .د دې د كښلو كار په اتلس سوه دروشپېته كې پيل سوى و او لا هم روان دى . د دې كډي ژوروالى دا وخت يو څه كم يو ميل او پراخ والى يې دوه اعشاريه پنځه ميله دى .


 


۴  ستر زرغون كډى  : بليزې


 



 


 


دغه حېرانونكى جغرافيايي قدرتي كډى د بليزې نومي هيواد له مين لېنډ څخه شپېته ميله لري پروت دى . هسي خوپه نړۍ كي ډېر زرغونه كډيان سته خو دغه يو په كي بې ثاري دي .


 


۵  مرني ډائمنډ مائن : سربيا


 



 


 


كېدائ سي چي ډېرو خلكو دغه يو ليدلى وي خودا په نړۍ كي هغه كډى دى چي ورته د هوارو هيرو مائن ويل سوي دي .دغه كډى چي پنځه سوه پنځويست مټره ژور او دولس سوه مټره پراخ دى هيڅ يوه شي ته له خپله څانه پړرته د تېرېدو اجازه نه وركوي .په دې هقله ويل كيږي چي څوځله يې په هوا كې تېرېدونكې چورلكي د ځان پر لور وركش كړې دي .


 


۶   ډياوك مائن   :   كنېډا


 



 


دغه كډى دومره لوي او لري  دى چي ځان ته يو ځانګړى هوايي ډګر لري . دغه هوايي ډګر دومره پراخ دي چي په كي اوه سوه اوه دېرس الوتكي ځايږي . دغه كډى سوړ هم تر دې حده دى چي شاوخوا يې تل اوبه اېخى كيږي .


 


۷   سنكهول : ګواټيمالا


 



 


دا ده ګواټيمالا د سنكهول دهغه كډي عكس دى چي ددې كال په سر كي رامنځ ته سوى و . په دې كي قريب يو درځن كورونه لوېدلي او درې تنه په كي له منځه تللي و .


 


 





يادونه   !


 دا عكسونه زما ډېر خواږه او قدرمن ملګري  او د پښتو ژبي وتلي هنرمند ښاغلي هارون باچا له نيويارك څخه رالېږلي و .