د ښاغلي رحيم الله سمندر جعلي خواخوږي
د جمعې په ورځ مې له راډيوګانو څخه د بې پولې خبريالانو د يوه راپور په اړه واورېدل چې د نورو هېوادونو په پرتله يې په افغانستان کې د خبريالانو وضعيت د اندېښنې وړ بللی و.
په راپور کې دا ارقام هم ورکړل شوي وو، چې په تېر ميلادي کال کې څومره خبريالان ګواښل شوي، څو تنه مجبوره شوي چې له کاره لاس واخلي او څو تنه نور دا مهال په زندانونو کې دي. په افغانستان کې د خبريالانو د ملاتړ نړيوالې ادارې CIJ د مشر ښاغلي رحيم الله سمندر مرکه مې هم په همدې اړه واورېده چې د نورو څرګندونو تر څنګ يې د عبدالصمد روحاني قضيې ته هم اشاره وکړه. بشپړ متن