کور / سياسي / اوباما ته پيغام ( د کانديد اکاډميسن ظاهر افق ليکنه)

اوباما ته پيغام ( د کانديد اکاډميسن ظاهر افق ليکنه)


(اوباما)  دامريکانوی ټاکل شوی جمهور ريئس بايد تر هر څه لومړی « په سوله کی ګډ ژوند » اصل ته په احترام وګوری (ا وباما ) چی په کينيا( افريقا) کی ديوې مسلمانی کورنۍ افتخار لری ، دادی دسناتورۍ له مقامه څخه دجمهوری رياست دټاکنوله لاری دامريکالومړنی تور پوسته جمهور ريئس وټاکل شو ۰ اوبا مادامريکا دټول اړخيز چا پير يال يو داسی اوسيدونکی دی چی دهغه امپرياليزم خصوصياتو ، دژوند طرز ، داساسی قانون متا بعت او ټولنيز ـــ اقتصادی شرايطويي پوره تا ثير پر کړی او يو بشپړ امريکايي شخصيت يي ځينی جوړ کړی دی ۰


دده په برياليتوب سره داسی هنګامی خپری شوې چی لاتر اوسه پوری يي دعمل کوم اثر هم نه ښکاری ۰ که څه هم په عمل کی يي  څه نه دی څرګند شوی ، خو څومره چی ښکاری ، هغه داچی ( اوباما) دتورپوستی په حيث نه يوازی دامريکا يي تورپوستونظر جلب کړی بلکه دتوری افريقا دملتونوهم دمرستوډير ه طمعه ورته موجوده کيدای شي ۰ پر همدې اساس دبوش داتوکلنو ۰ وحشتونو او ظلمونو او په عامه توګه دسپين پوستو له خوا تور پوستوته تکليفونواونفر تونوهم داوباما راتګ داميد ونومرکز وګانه ۰ دهمدغوپراخو هنګاموپه دننه کی هر ځپلی قوم او ملت دامريکا يي محرومو ولسونوپه شمول هيله من شول چی ددوی مادی او معنوی ګټی به ، په ډول دډولونو، نوموړی جمهور ور تامين کړي ۰


خو په تاسف چی نوموړی اميد ونه ځکه پر ځای نه ښکاری چی ( اوباما) سرتر پا يه( لکه مخکی چی هم وويل شول ) ديوه ستر امپريالستی هيواد په دننه کی دخپل قانون ، کلتور او ټولو مادی او معنوی شرايطومحصول دی چی له حدودڅخه يي په ډير زحمت وتلای شی ۰


دنوموړو شرايطو په ځنځير تړلی ( اوباما) نه دقهرمانو افغانانو پر حال درحم مهر وهلای شی او نه هم دامريکا يي انحصاراتو هغه ګټی له نظره غورځولای شی کوم چی دتيلو ،ګازونو او نورو طبيعی ثروتونودتصاحب په خاطر ملتونه او هيواد ونه خرابوی اودوحشتونو سره يي په غيږ ورولی ۰


داهم څرګند ه ده چی داوباما راتګ دامريکا تر پخوانيو رهبرانو زيات استقبال شوی او دنړۍ ديو لړ هيوادونورهبرانو هم هر يوه دخپلو ګټو په رڼا کی ښه راغلی ويلی دی ۰


اوس چی نړۍ دډير ستر نړيوال مالی او اقتصادی سياسی بحران سره لاس په ګريوان ده نه يوازی دلوږ و او وحشتونوپه درشل کی ده بلکه ددريم نړيوالی جګړی نژدې امکانات يي هم داحساس څخه ليری نه دی ۰ نو تر هر څه لومړی بايد( اوباما) وپوهيږی چی دنوموړوناخوالو اووحشتونو علتونه نه يوازی دامپرياليستی پانګوالۍ په متن کی استقرارلری ، بلکه په خاصه توګه دبوش تجاوز ګرانه پاليسۍ هم په بشپړه توګه نوموړی بحران نورهم پراخ او شديد کړی دی ۰


اوس که اوباما وغواړی خپلی ټولنی او نړيوالو ولسونو ته دسولی او ارامۍ پيغامونه وړاندی کړی ، چی واقعأ ورته لازم هم دی ، نو لومړی بايد دتروريزم هغه کلمه په واقعی توګه توضيح او تشريح کړی ، کومه چی بوش په درواغو اوانحرافی توګه دمحکومو ملتونو دخطاايستلو له پاره دجنګ دايجاد په خاطر وړاندی ده ۰ هغه ملتونه او ولسونه چی دخپلو ملی ګټو له پاره جنګيږی دبوش په عقيده تروريست بلل کيږی ۰ په داسی حال کی چی دنړۍ آزادی بخښونکی او ملی جنبشونه چی دظلم اوتجاوز په مقابل کی مبارزه کوی ، دنړيوال پرمختګ اوانکشاف يوه ډيره مهمه برخه يي جوړه کړې ده ۰


ـــ پر همدغه اساس ، په کار ده چی ډيره ژراو چټکۍ سره جمهور اوباماخپله خارجی پاليسی د( سوله ئيزګډژوند) تر شعار لاندی داسی را ژوندۍ کړی چی دنړۍ بيل بيل رژيمونه اوملتونه په هر عقيده او هر شکل چی وی بايد خپل آزادا نه ژوند ته ادامه ورکړی او په عمل کی وښودل شی چی هيڅ يو قدرت او دولت حق نه لری دبل قوم اوملت پر ضد تجاوز وکړی او حتی په بي احترامۍ ورته وګوري ۰ څودنوموړی اصل( سوله ئيز ګډ ژوند) دتامين په وخت کی هر ملت دخپلو جوړونکو فعاليتونو په نتيجه کی دپرمختګ او تکامل ګامونه پورته او دخپلو آزاديواو خپلواکيو څراغونه يي تل روښانه وی ۰که داسی نه وی ، نو بيله شکه ، به ملتونه دخپلو آزاديودساتلو په خاطر دهر ډول ( فرعونی ) اومستبدو قوتونو په مقابل کی مبارزه کوی او خپل ځانونه به دغلامۍ دځنځير ونوڅخه خلاصوی ۰ لکه همدغه نوموړې پروسه چی اوس هم په پوره زور روا نه ده ۰


دنوموړی زرين اصل دسپکاوی پر اساس ، بايد اوباما وګوری چی       ۰ بوش نه تنهاددپولند او چک په دروازوکی دروسيې دمحاصرې کولو په خاطر خپل راکټونه نصب کړی دی ، بلکه دجورجيا او اوکراين دتحريک په خاطر يي هم ځينی نړيوالی برخی دبحران خولی ته دريدلی دی ۰ البته ، دغه عمل هم په خپل نوبت المان او فرانسې غوندی ستر هيوادونه انديښمن کړی او نه يي يوازی داروپا دسولی له پاره سخت ګواښ بللی بلکه دنړيوالو له پاره هم يو ستر بحران تلقی شوی دی ۰ ډيره په زړه پوری لاداده چی      ۰ بوش په شرقی اروپا کی دامريکا يي راکټونو نصبول دايران په مقابل کی يو چتر ګڼی ۰  (  ده کجا درختها کجا )؟ دبوش پر نوموړی غولونکی تبليغ بيا هم نه يوازی فرانسه او المان په  شګ ګوری بلکه دنړی ټو ل با شعوره سياسی ولسونه هم رشخند په وهی ۰


موږ وليدل چی دنوموړو اعمالوپه نتيجه کی دوينز ويلا هيواد دروسي دنظامی مهماتو څخه ددفاع او      بالمثله عمل په څير ، ورځ په ورځ ، نورهم ‌ډکيږی او دکيو با پر څنګ توانايي پيدا کوی ۰


ـــ بله ډيره مهمه او اساسی خبره چی داوباما دخارجی سياست دبرياليتوب له پاره مرسته کولای شی دناټوپر تجاوز ګر تړون باندی تکيه نه کول دی ۰


حتی ددی جنا يتکار جنګی ماشين ياتړون دکمزوره کيدو او انحلال له پاره به داوباما حيثيت دومره زيات شی لکه په عراق کی چی ديو ه عراقی ژورنالست دهغه بوټ قيمت لس ميليونه  ډالروته ورسيد په کوم ، چی يي    ۰ بوش وويشتئ ۰ مستر بوش دهمدغه ناټو په مرسته دنړۍ څخه يو ستر ځنګل جوړ کړی او خپل توان يي دهغه ځنکله قانون بللی دی ، نو څه ظلم او وحشت چی غواړی  ، هغه کوی ۰ خوبر عکس ، نن ورځ اوباما او دده متشکل ګروپ بايد په دی وپوهيږی ، چی نوموړی دځنګله قانون  دولسونودبيدارۍ او هوښيارۍ په نتيجه کی اضافه دوام نه شي کولای ۰


داهم ځکه چی نوموړی قانون په تيرو بدو ی دورانونوکی چی جهالتونوتسلط درلود ، بازار لاره ۰ خواوس يي ورځ په ورځ مارکيټ له کاره وزی ۰


داهم ځکه چی نن ورځ بشر يت دخپل تکامل نو يو علمی او تکنا لو جيکو بړا ونوته رسيد لی اورسيږ ی ۰ ما نا دا چی نن دتفاهم ا  و(سوله ئيزا ګډ ژوند زما نه ده ۰)


ــــ شک نشته چی داوباما راتګ سره توره افريقا چی داستعماری اوامپر يالستی قدرتونو په واسطه پيړۍ پيړۍ ځپل شوی او څټل سوی  اولا اوس هم ځپل کيږی ، ښايي زياته مينه ددې له پاره څرګند کړی چی نړۍ په عامه توګه اوداوباما دولت په خاصه توګه دافر يقا يي ملتونو دبيچاره ګيو ، لوږ و او خواريو ، دايډ ز ، ملاريا او داسی نورو وژونکو ناروغيو  پر ضد نه پخلا کيدونکی مبارزه وکړی ۰


که  چيری په دغه انسانی لاره کی دامريکا نوی تور پوستی جمهور ئس متين ګامونه پورته نه کړی ، نو څرګند ده چی دخپلو نيکه ګانو او تور پوستو قضاوت به يي داوی چی اوباما به يوازی اويوازی دهغوامريکايي بيليونرانو او پانګه والو له پاره نوکرپاته شی کوم چی رامنځ ته کړی اومصرفونه يي په کړی دی ۰ رښتيا هم ، که اوباما دخارجی سوله ئيز ی پاليسۍ په لوری ګامونه پورته نه کړی ، نه چندانی مؤثر( تغير)  راوړې شی اونه هم دمنځنی طبقی له پاره هغه اجراات وکړای شی کوم چی دده په ذهن کی ورګرځی ۰ بلکه دبوش په شان به يي دخپلو محافظه کار وبيليونرانو په ګټه دنړۍ اقتصاد ی او سياسی بحرانونه نور هم داسی ژور شی چی ددې واری به يي په افغانستان کی دښځوپه موچڼو وولی ۰


اوباما دخپلی انتخاباتی مبارزې په جريان کی ديولړ شعارو نوپر  ځنک دتغيريو داسی مبهم شعار وړاندی کړ چی څوک  نه پوهيږی ،دنوموړی شعاره څخه به لا مقصد څه وی ؟ په څه شی تغير ؟ او څنګه تغير ؟ البته ، په جنګونوکی شدت ، پر ملتونو باندی حملې زياتول ، ولسونه دخاوروسره برابرول ، افغانستان ته ۲۰ زره امريکايي عسکر ليږل او پاکستان ته دهغه هيواد دخلکو  دارادی خلاف وراوښتل (چی دادواړه شعارونه هم داوباما مادی)  اوداسی نور تجاوزکارانه اعمال ټول تغيرات بلل کيږی ، چی بيله شکه به دنړيوالوله پاره دبوش دپاليۍ هغه ادامه دی چی نوی پالش  يي خوړلی وی ۰۰۰۰


دنوموړی خبری په ارتباط وګوری چی اوباما هم په خپله کا بينه کی مهم ترين وزيرد دفاع وزير( ګيت ، )دبوش ډير باوری ملګری ،پر خپل هغه مقام بيا مقررکړ چی دافغانی ولسونو په وينو يي هر څه سره دی ۰ په همدی توګه وګوريئ ، دمنځنی ختيځ دشخړی اوقهرمان فلستنی ملت دحقوقو تامين به څنګه منځ ته راشی چی هيلری کلنيتن ـــ داداسرائيلو شاکره ـــ دامريکا دخارجه چارو وزير ه وی ۰


خوبرعکس ، که چيری داوباما دتغير څخه مقصد داوی چی جنګونه لږ کړی ‌! دناټوجنګی اووحشی ماشين بيلزومه ونه څرخوی ،په واقعی توګه په سوله کی ګ‌‌‌ډ ژوند وغواړی ، دوسلوجوړولو درقابت پر ځای اقتصادی رقابت ته په درنه سترګه وګوری ، دخپلو اقتصاد ی مرګبار ه بحرانونواو کار ګرانو دبيکار يو مخنيوی وکړی ، آزادی بخښونکو جنبشونوته په احترام وګوری ، دتوری افريقا خاصو مشکلاتو ته په غور نظر واچوی او داسی نور انسانی عملونه چی دبشريت خلاصون او سر لوړی دی   پر مخ بوزی نوکيدای شی چی نوموړی اعمال دناټويي قوتونوپه دننه کی يو داسی کيفی او کمی تغير راولی څونړيواله سوله په نيک مرغيئ سره تامين او دتغير اصلی مفهوم به افاده شی ۰


ښاغلی اوباما ! اوس هم ناوخته نه دی ۰ داروپا حالت او راتونکی سياسی او نظامی بحران ته په غورو ګوره ، دمنځنی ختيځ دنيمی پيړۍ څخه زيات کړ کيچ او قهرمانوفلستينيانوحقوق په نوی او بشری نظر ووينه او همدا سی دقهرمانو افغانانو پر خاوره او وطن ظلمونه او وحشتونه بس کړی چی هغوی خپله خاوره ناموس بولی ۰


پريږده چی افغانان په خپله آزاده خاوره کی دنړيوالوپه ګډو مرستو هوسا ژوند وکړی او پر مختګونه يي په نصيب شی ۰ البته ، دانو هم هغه وخت دی چی په نړۍ کی د( سوله ئيز ګډ ژوند) اصل بر قرار ه شوی وی  ۰ 


 په درناوی