کور / شعر / غزل

غزل

د محيب رحمتي مانخېل رالېږنه

زما سر كشي خاوري
زما جنت وطنه
څه بد قسمته سولې
دغه په څنګه لېونو واوښتې
په كرغېړنو تورو شپو واوښتې
چا دي لونګ ورېبل
چا دي غاټول په وينو ولمبول
چا دي په ښكلې ځواني اور بل كړ
چا دي چړې په ټتر خښي كړلې
چا دي له تنه مټي غوڅي كړلې
څوك لا لګيا دي او ستا ويني زبېښي
هغوى تا څه كوي
ستا له عظمته نا خبر خلك
ستا په كابل يې زړګى كله سوځي
ستا هندوكش ته احترام نه لري
ستا د امو له لېونيو څپو
هغوى د ميني څه الهام نه لري
ستا د پغمان له خاطرو څه خبر
ستا له سر كشو ابشارو څه خبر
هغوى ميله او ګل سرخ څه كوي
د نارنج ګل جشن يې نه دی په ياد