کور / شعر / ډيزلي فيصلې

ډيزلي فيصلې

د فرح حميد ډوګر کيس په حقله د هائي کورټ د فيصلې په تاثر کښې…..۱۶ جنوري 2۰۰۹

چې ډوګر په کښې قاضي وي
او بادشاه ئې زرداري وي

يو خير ګر ئې ګيلاني وي
بل سوال ګر ئي قريشي وي

يو محدوم ئې تجاري وي
بل مشير ئې موسوي وي
مخ کتنه د شيري وي
تدبيرونه اعواني وي
اوکوټوال پکښې نائي وي
مشورې د ډيزلي وي
تابعدار ابن الولي وي
حکومت ئې ټول سوالي وي
چې انصاف پکښې خيالي وي
او اختيار د پي پي پي وي
بيا په داسې حکومي کښې
فيصلې به هوائي وي

د واکمنو بې غوري وي
د امراؤ بې حسي وي
د غريب عمر د سپي وي

بيا به داسې قانون څه وي ؟
چې انصاف ئې سياسي وي
چې په نوم خو حکومت وي
خو د بل چا غلامي وي
هرطرف ته خود غرضي وي
په هر خوا نفسانفسي وي
او عوام پکښې خصي وي
بيا به داسې په مونږ کيږي
څوک نه څوک خو به باغي وي
که طالب وي که ملا وي
که د کلي څو ځلمي وي
خامخا په داسې حال کښي
بيا بريدونه ځان مرګي وي