کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هغه انځورنه چې په هر ځل لیدو ورته ژاړم

هغه انځورنه چې په هر ځل لیدو ورته ژاړم


که نه غواړۍ چې وژاړۍ نو د دې لیکنې د لوستلو او انځورونو د لیدلو نه ډډه وکړۍ


محمد طارق بزګر، لیلستروم، ناروې 


انځورونه د نوي ژونالیزم د خبر د رسولو او د خلکو د خبرولو یوه ستره وسیله ده. ډیر داسې انځورونه وي چې خبرې کوي پرته له دې چې تفسیر او تحلیل شوي وي.


تیر کال د ناروې د لوړو زده کړو په یوه مرکز کې چې د انترنتي ژورنالیزم په اړه د خپلو زده کړو په جریان کې یوه موضوع هم په ژونالیزم کې د انځورونو په رول باندې وه چې یوه برخه یې هغه انځورونه وو چې خپله خبرې کوی او تفسیر او تشریح ته ضرورت نه لری. چې په دغه ارتباط یو داسې انځور د استاد لخوا وښودل شو چې د ګازو د یوې فابریکې نه کارګر په داسې حال کې چې  اوښکې یې د سترګو روانې، خپله پزه یې نیولې او شاته د فابریکې نه ګاز په ډیره اندازه د اسمان په لورې پورته کیږي  لیدل کیده.


د استاد په وینا دغه انځور پخپله خبرې کولې  ځکه په لیدو یې هر څوک پوهیده چې څه پیښه شوې ده.


پروفیسر مې ورزباته کړه یو نیم عکس داسې وي چې د تل له پاره په ذهن او حافظه کې پاتې کیږي او د انسان د ژوند د خاطرو تلپاتې ملګری  وی او هیڅکله هیریږي نه، ماته د استاد خبرې  داسې ښکاره شوې چې پوره یقین مې پرې رانغي چې دا څنګه کیدای شی، ما خو ژوندې ډیرې داسې غمجنې  پیښې لیدلي خو د وخت په تیریدو مې بیا له یاده وتي دي. خو د دې انځورونو په لیدو راته داسې ښکاري چې استاد مې سمه خبره کوله.


په هر حال د افغانستان خلکو د انځور پرته ډیر بشري ناورینونه، جنګي جنایتونه، جنګ جګړې او د پردیو وحشیانه کړه وه په تیرو دیرشو کلونو کې لیدلي او تر اوسه دا لړۍ په خپل شدت سره روانه ده.


ما د یوه خبریال او ژورنالست  په توګه بیشمیره داسې انځورونه لیدلي چې د یوه وخت له پاره یې ژړولي او ډیر دردولی یم او د دعوت په ارشیف کې هم په زرګونو داسې انځورونه شته خو کوم انځورونه چې غواړم تاسو سره شریک کړم دا د ټولو نه توپیر لری..


زه په روغتون کې بستر وم  او تازه مې عملیات شوی وو په روغتون کې شپې تیرول به د هیچا د پاره په زړه پورې نه وي  خو دې ته خوښ وم چې عملیات مې په بریالي ډول وشول او د دردونو نه مې وجود سپک شوي وو. یو ستر ، نوي او ډیر پرمختللی روغتون چې د مریضانو له پاره پکې هر څه شته، خپل ټلویزیون، انترنت او نور، خو هغه دستګاه چې زما د بستر برخه وه انترنت یې کار نه کاوه، خو د ښه بخته یې راته د کور نه خپل لاسي کمپیوټر راوړ، چې ساعت مې ورسره تیرو، دعوت ویبپاڼې ته مې نوې لیکنې پورته کړې دا په غزې باندې د یهودي وحشت او بشري او جنګی ستر جنایت ۱۷مه ورځ وه.  د نورو خبرونو د لوستلو په جریان کې مې د غزې هغه انځورونه لاس ته راغلل چې په لیدو به یې هر  مسلمان وژاړي .


ما د انځورونو په لیدو همغلته په روغتون کې بې اختیاره وژل او د اوښکو څاڅکي مې له سترګو په تلو ول، لږ وروسته چې د سهار شپږ پجې وې نرسه راغله چې وینه مې واخلي، تبه او وینې فشار مې وګوري پوښتنه یې وکړه چې کومه خبره خو نشته ما په ځواب کې وویل نه، ویل ولې دې سترګې سرې او اوښکې روانې  دي، ویل درد لرې ما ویل نه، خو په شکې سترګو یې راته ښکته پوره وکتل او نور یې څه ونه ویل او خپل کار ته یې دوام ورکړ.


خو ما په زړه کې وویل ما داسې څه لیدلې که هر څوک چې د انساني زړه خاوند وی او دا انځورونه وګوري زما خو اوښکې روانې دي کیداي شي د هغوی د سترګو نه د اوښکو په ځای وینې روانې شي.


خو اوس خبره بله ده یو بل څه غواړم ووایم او هغه  دا چې څلور انځورونه چې په هر ځل لیدو یې ژاړم، د ځان سره مې فیصله وکړم چې دا انځورونه به بیا نه ګورم خو بیا دغه انځورونه ما خپلې خواته کشوي او د هغه درد او ستر بشري ناورین نه پرده پورته کوي چې فلسطیني ولس او په ځانکړي توګه د غزې میړني ولس ورسره مخامخ دي.


دا انځورونه د هغه ستر وحشت کیسه کوي چې نړۍ پرې سترګې پټې کړي دي


دا انځورونه د هغه ناورین کیسه کوی چې د پنځه لسیزو راپدیخوا ورسره فلسطیني ولس لاس او ګریوان دی.


دا انځور د هغه جنایت کیسه کوي چې د تروریزم سره د مبارزې په نوم پرمخ بیول کیږي


دا انځورونه د عربې نړۍ د هغه بزدلو او په قدرت، چوکۍ اود امریکا په غلامۍ مینو د ناولو مخونو نه پرده پورته کوي.


دا انځورونه یهودی وحشت او د هغوي سخت زړیتوب او د فلسطنیانو سره دښمني ښیی.


دا انځور د نړیوالو سیاست مدارانو د دوه مخي سیاستونو نه پرده پوره کوي، چې دغلته ظالم او مظلوم په یوه تله کې تلی.


دا انځورونه د اسرایلو نه د امریکا ړانده ملاتړ نه پرده پورته کوي


دا انځورونه د جنایت کار او مسلمان وژونکي جورج بش د قدرت د وروستیو شیبو اسلام دښمني ښیی.


فکر مو اوسه همدا د یهودو ملاتړي امریکایان په افغانستان کې د ترور په نوم په جګړه اخته دي، هلته به زما او ستا د ورونو خویندو څه حال وي؟؟؟؟؟!!!!!






دې ته ورته نور سرليکونه :


غزه – ديوويشتم قرن کربلا


اسلامي غورځنګونو او القاعدې چیرته یاست ؟


په ټول افغانستان کې وحشي اسرائیل وغندل شول.


مسلمان هيوادونه دي د اسرائيل پر ضد د جهاد اعلان وكړي


تازه خبر : د حماس لوړ پوړی مشر ووژل سو video


غزه : د اسراييلو بريد ۱۴۰ فلسطينان وژلي او ۲۵۰ ټپيان کړي دي video


غزه : د ظلم او وحشت څرگندي بېلګي  Fotos video 


پر غزه د بمباريو له وجي ١٤٠٠ فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اوښتې video


غزه : د اسراييلو بريد ۱۴۰ فلسطينان وژلي او ۲۵۰ ټپيان کړي دي video


عاجل او تازه خبر  اسرائيلي الوتکو ۲۰۰ فلسطينيان ووژل  Fotos video


دغزې اتمه ورځ انځورونه


بوش: پر اسرائيلو د حماس بريد ترهګري ده!!!


غزې ته تر ننوتلو وروسته ۵  اسرائيلي سرتيري وژل سوي دي


 غزه : لس اسرائيلي يرغلگر ووژل شول


حماس:دوه تنه اسرائيلي فوځيان مو ژوندي نيولي

تبصره نسته

  1. MOHTARAM BAZGER SAIB PA REKHTIA DAGHE AKSONO ZA HAM WOJARAWOLAM,KHUDAY DE PER PALETIAN WORAHMEGI AW KHPAL FAZAL DE PRE WOKREE ,INSHALLHA DA GHERATMAND KHALK BA YAWA WRAZ DE DAY TOLO ZULMONO HESAB DE ISRAELO SARA KAWEE.
    PA DER DRANEKHT

  2. salamona bazgar sahib dase dere pekhy po tarekh ke par mosalman olas raghaly ao ter osa razy rarawany de bas mong bayad hamisha tolo mosalmanano ta dogha wakro ao hamisha kamyaby werta waghaoro , po reshtya sary werta khafa kegy no bas sa ba wakro ,kho khday pak de doy ta saza war kry ,manana ,wasalam