تازه خبر: کابل کښي د المان پر سفارت ځانمرګى بريد وسو
نن د شنبې په سهار د نه نيمو بجو په شاوخوا کي د کابل په وزير اکبرخان مېنه کښي يوه درنه چاودنه وسوه.
لومړني راپورونه وايي دغه بريد ځانمرګى و، چي موخه يې د المان سفارت وو.
نړيوالو رسنيو د ملي دفاع وزارت د چارواکو له خولې خبر ورکړئ چي له امله يې اووه کسه مړه او ١١ نور ټپيان سوي دي.
دا لا تر اوسه معلومه نه ده، چي د المان سفارت کارکوونکو ته هم په دې بريد کي کوم زيان اوښتى دئ که يا.
وروستي جزيات :
رسنيو ته د وسلوالو طالبانو په اعلاميه کښي طالب وياند ذبيح الله مجاهدد بريد پړه مني او ادعا کوي چې دا بريد ددوی ملګري (شمس الرحمن) ديوې کرولاډوله موټر په توسط ترسره کړئ چي د بريد اصلي هدف يې دخارجيانو هغه شوارليټ موټر وو کوم چې دسفارت ودانۍ ته د ننوتلو په حال کې ووپه بشپړه توګه له منځه وړئ او تر ځنګ يي هغه دتيلو ډک ټانکر هم اوراخيستی چې په دې سيمه کې له مخکې نه ولاړ وو،په بريد کښي دسفارت ودانۍ ته هم سخت زيان اوښتو او په وژل شوواو ژوبل کسانوکښي د سفارت يوشمير لوړ رتبه ډيپلوماتان د وژل کېدو ادعا هم سوې ده .



وروستي جزياتو وښودل چي دکابل په ځانمرګي برید کي دوه امریکایې پوځیان ووژل سول
د لراوبر ويبپاڼي نوی همکار نوراحمد”سعید”ليکلي چي دبرید په اړه دایتلافي ځواکونوپه یوې تازه اعلامیې کي راغلي چي ،نن ۲۰۰۹/۱/۱۷ په کابل کي ددوی دمرکز سره نژدې دیوه انتحاري برید له امله دوه تنه امریکا یې پوځیان مړه اودولس نور یې ټپیان سول .
طالب ویاند ذبیح الله “مجاهد ” هم پېښه تائید اودچاودني پړه یې پر غاړه واخیسته .
هغه زیاته کړه چي ،برید ددوی یوتن افغان ملګري شمس الرحمن دیوکرولا ډوله موټر په واسطه دکابل دوزیر اکبر خان په څلور لاري کي دالمان سفارت مخ ته ددې سفارت پردووموټروچي الماني ډیپلوماتان پکښي سپاره ووتر سره کړ؛ چي په نتیجه کي یې اته تنه الماني ډیپلوماتان ووژل سول .
تردامهاله کومي خپلواکي سرچینې دطالبانوددې ادعاپخلی نه دی کړی .