کور / کیسه / بي وفائي

بي وفائي

معراج د کابل په پوهنتون کي محصل وو تل ئي فکر په خپلو درسونو کي وو د زده کړي نه يي بغير بل په هيڅ شي کي چورت نه واهه د خپل کور څخه تر پوهنتون او د پوهنتون څخه تر خپله کوره تلي او راتلي او په کور کي ئي هم د پوهنتون درسونه لوست .

معراج يو ساده او با استعداده هلک وو او يوازيني هيله يي دا وه چي يو ښه انجينير جوړ شي او خپل وطن او خلکو ته خدمت وکړي د معراج دوي په صنف کي ٨٠ تنه محصلين ول ليکن معراج د دوي اول نمره او تر ټولو محصلينو با استعداده او لايق محصل وو.

حميرا هم يوه محصله وه هغه د کورني د کارونو له امله اکثره وخت صنف ته نه حاضريدله او همدا لامل وو چي حميرا د انجينيري په دريم ټولګي کي ناکامه کيږي او نشي کولاي چي څلورم صنف ته لاړه شي . کله چي د دوهم ځل لپاره حميرا غواړي چي دريم صنف ووائي د معراج سره په صنف کي يو ځاي کيږي او دا چي د معراج استعداد او لياقت ګوري د معراج څخه غوښتنه کوي څو د دي سره د صنف په درسونو کي مرسته وکړي .

دا چي معراج يو ساده او صادق هلک دي او نه غواړي چي د درس ويلو نه بغير په کوم بل څه فکر وکړي د حميرا دا غوښتنه ردوي . ليکن دا چي حميرا معراج ته ډير ضرورت لري هغه ته خپل د تير کال په هکله هر څه وائي او ټينګار پري کوي چي خامخا بايد دي ته درس ووائي.

معراج چي هم د حميرا مينه نسبت درس ته ويني او د بلي خوا ګوري چي حميرا تير کال هم ناکامه شوي ده غوښتنه ئي مني او حميرا ته درس ورکوي.

ورځي او شپي تيريږي او حميرا او معراج په ښه توګه او بي له ځنډ څخه خپل درسونه وائي . حميرا ورو ورو خپل زړه د معراج پر استعداد او صداقت بايلي او دا کوښښ کوي چي معراج په يوه نه يوه لاره پوه کړي چي د هغه سره مينه لري .

ليکن دا چي معراج يو ساده هلک دي او هم د ميني په هکله حتي فکر هم نکوي هيڅ کوښښ نکوي چي ځان پوه کړي. د دريم صنف آخري امتحان شروع کيږي د معراج امتحانونه په ښه توګه سرته رسيږي او بلاخره د دريم ځل لپاره په دريم ټولګۍ کي معراج يو ځلي بيا هم لومړي مقام تر لاسه کوي .

دا چي حميرا د ډيره وخته کوښښ کوي چي معراج ته د ميني اظهار وکړي د معراج څخه غوښتنه کوي چي د هغه د لومړي مقام د لاسته راوړلو په خاطر معراج د حميرا ميلمه شي .

معراج د حميرا سره د هغي کور ته ځي او د ډوډۍ خوړلو نه وروسته حميرا دا موقيعه پيدا کوي چي معراج د خپلي ميني څخه خبر کړي . که څه هم معراج غواړي چي لاړ شي ليکن حميرا هغه ته وائي چي د څو شيبو لپاره صبر وکړي او د دي خبري واوري . د معراج د دريدو سره سم حميرا په خبرو پيل کوي او وائي زه د ډيره وخته غواړم چي تا پدي باندي پوه کړم چي زه درسره مينه لرم ته باور وکړه چي زه بي له تا ژوند نشم کولاي ،  ستا دا صداقت پر ما باندي جادو او اثر کړي دي ، د يوي شيبي لپاره هم زه بي له تا ژوند نشم کولاي ………

معراج د حميرا خبري اوري او په آخر کي وائي زه صرف د يو هم صنفي په حيث ستا سره کرځم او په درسونو کي درسره مرسته کوم زه پدي هکله هيڅ فکر هم نکوم او نه د دي خبرو سره کومه خاصه علاقه لرم . لطفاً نور هڅه مه کوي چي په داسي خبرو خپل او زما وخت ضايع کړي . معراج خپلي خبري خلاصوي او رهي کيږي .

حميرا ډير زيات خفه او ناراضه ښکاري څو واري بيا هم د معراج څخه غواړي چي ورسره واده وکړي ليکن معراج دا ټولي خبري بي ځايه گڼي او د حميرا خبرو ته غوږ نه نيسي .

بلاخره حميرا معراج ته ليک ليکي چي که چيري معراج ورسره مينه نکوي هغه به ځان ووژني ليکن بيا هم دا ليک پر معراج باندي اثر نلري او فکر کوي چي حميرا به درواغ وائي . حميرا زهر خوري او په داسي حال کي چي د مرګ او ژوند په منځ کي قرار لري د کورني لخوا شفاخاني ته ورل کيږي او معراج ته هم خبر راځي چي حميرا په شفاخانه کي په ډير بد حالت کي قرار لري .

معراج خپل درس پريږدي او د صنف څخه د شفاخاني خوا ته په بيړه ځي او ګوري چي حميرا ډاکترانو ته اجازه نه ورکوي څو د هغي درملنه وشي . د حميرا کورني معراج ته زارۍ کوي چي د حميرا مينه قبوله کړي او هغه د مرګ څخه وژغوروي .

معراج چي د حميرا ضديت او بد حالت ته ګوري مجبوراً دي ته چمتو کيږي چي د حميرا مينه قبوله کړي . حميرا د څو ورځي بستر څخه وروسته ښه کيږي او د شفاخاني څخه خارجيږي . دا چي معراج يو صادق او په وعده ولاړ هلک دي کوښښ کوي چي حميرا سره خپل ډير وخت تير کړي ، هغه ته زياته مينه ورکړي او هفه خوشحاله وساتي .

مياشتي تيريږي او د معراج په زړه کي د حميرا مينه ورځ تر بله زياتيږي او معراج د حميرا مجنون کرځي او خپل ټول هوش او فکر د حميرا خوا ته ګرځوي . البته دغه ډير لږ وخت دي چي معراج د حميرا سره او حميرا د معراج سره مينه کوي .

حميرا د معراج څخه ناببره مخ ګرځوي او معراج ته خيڅ توجه نکوي د هغه خبري نه اوري او اکثراً نه غواړي چي د معراج سره وخت تير کړي . معراج چي دحميرا په مينه کي مجنون دي نه غواړي چي حميرا د لاسه ورکړي حميرا ته زاري او نصيحتونه کوي ليکن دا زارۍ او نصيحتونه پر حميرا باندي هيڅ کوم اثر نکوي ځکه چي حميرا اوس د خپل ګاونډي د زوي سره اړيکه لري .

معراج فکر کوي چي يوه لاره لري او هغه هم دا چي کله چي حميرا غوښتله چي ځان ووژني او په شفاخانه کي تر درملني لاندي وه د هغي کورني معراج ته زارۍ کولي چي حميرا د مرګ څخه وژغوروي او د هغي مينه قبوله کړي . په همدي لحاظ معراج غواړي چي د حميرا کورني ته ولاړ شي او اوس معراج هغوي ته زارۍ وکړي څو د ده ژوند وژغوروي او حميرا پوه کړي چي د ګاونډي د زوي څخه لاس واخلي او بيرته خپل مين معراج سره يو ځاي شي .

ليکن معراج په دي نه پوهيدي چي هغه به د حميرا د کورني څخه هم نا اميده راشي کله چي د حميرا کورني ته ځي او د هغي پلار څخه په زارۍ او په فرياد د حميرامينه غواړي د حميرا پلار هم معراج په بي رحمي سره د کوره باسي او وائي زه د خپلي لور په ژوند کي مداخله نشم کولاي .

معراج دا هر څه نشي زغملاي او اوس هيڅ لاره هم نده پاته چي حميرا بيرته خپل ژوند ته راولي ځکه معراج په نشه ئي توکو اخته کيږي او د حميرا د فراق له غمه معراج عصبي تکليف پيدا کوي او اوس معراج يو انجينير نه بلکه د يو ليوني په نوم ياديږي او د هغه دا هيله چي يو ښه انجينير جوړ شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي نيمګړي پاتي کيږي .