کور / راپور / د اطلاعاتو سکتر محترم حضرت علي افغان سره یوه ځانګړې مرکه

د اطلاعاتو سکتر محترم حضرت علي افغان سره یوه ځانګړې مرکه

یادونه :

د عوامي نیشنل ګوند ده سوهیلي پښتونخواه د اطلاعاتو سکتر محترم حضرت علي افغان سره یوه ځانګړې مرکه چي یوه اونۍ له مخه په باچاخان مرکزکوټه کي ورسره محب الله ښېراز کړې وه؛ چيخپلو ګرانو لوستونکو ته ئې وړاندي کوؤ.

پوښتنه :  اول که خپله پیژندګلو راسره وکړی مننه به مو وي؟

ځواب : زه حضرت علي افغان او ده کوټي ښار پیدائشي اوسیدونکی یم ما په ۱۹۸۶ کي ده پښتون  سټوډنټس فیډریشن له فلیټ فارم څخه ده سیاسي ژوند پیل پر قامي سیاسي او ملکي سطه ده ولي خان اصولي موقف او تر هغه له مخه ده امن لارښود ده امن فلسفې تر اثر لاندي راتلو پس وکړو.او له هغه وخته تر اوسه پوري ده پښتون ایس  ایف او ده عوامي نیشنل ګوند پر بیلابیلو وړو او لویو عهدو باندي پاته شوی یم او آن دا چي نن ده ولایتي اطلاعاتو ده سکتر وظیفه تر سره کوم.

پوښتنه : تاسو په دې موجوده ګډ حکومت کي ده دې ولایت (بلوچستان) له پاره او خصوصاً ده سوهیلي پښتونخواه ده پښتنو له پاره کوم څه کړي دي؟

ځواب : موږ هر وخت ده جمهوري تحریک ده ملاتړی له پاره ده مظلومو او محکومو قامونو ده یووالي او ده هغوی ده حق ده راوړلو له پاره مبارزه کړې ده.او نن هم له پیپلز ګوند سره په دې ګډ حکومت کي  ده محکومو قوتونو یووالی اوده امریت په خلاف ده جمهوریت په ګټه کار کوؤ او ده ۲۰۰۸م  په عام چڼ کي موږ بری تر لاسه کړی دی هغه ده باچاخان او ولي خان ده اصولي سیاست پر بنیاد اولس پر موږه باور کړی دی او موږ وه دې ته انتخاب نه بلکه یو انقلاب وایو .ولي چي په تاریخ کي دا لومړی ځل دی چي موږ یو آمر او مارشل پر استعفا ورکولو مجبوره کړی او اولس ده دې ظالم ده ظلمه خلاس شوی.او په دې صوبه کي موږ وه اولس ته دا یو لوی احساس ورکړی دی چي تاسو ده دې ملک برخه یاستی اونور به تاسو ده ۶۰ کلونو له پسماندګی څخه راووځی او موږ به انشاآلله په دې کی بری ممو.

پوښتنه :  داچي په پښتونخواه ولایت کي کومه جګړه روانه ده تاسو په کوم نظر ورته ګوری او څه پایله به ئې وي؟

ځواب : اول خو دا چي په پښتانه او افغان وطن کي ده جګړې دا اول ځل نه دی بلکې هر وخت په افغانستان کي دباندینیو قوتو داسي جګړې ته ایدامه ورکړې ده. او نن دا جګړه وه پښتونخواه ته راورسیدله .موږ خو ده امن ده فلسفې ملګري یو او ده علم ده خورولو له پاره مو مبارزه کړې ده ولي چي پښتانه هر وخت دانسته طور له علمه څخه پاته کړل سوي دي خوموږ ده دې جنګ ده ورکولو له پاره ده باچاخان باباپه مشرئ کي په ۱۹۲۱م کال ده آزادو مدرسو له لاري ده علم ده خورولو له پاره مبارزه پیل کړه په دې موخه چي قام په علم منور شي او خپل دښمن وه پیژني ځان وه پیژني نو به جګړه هم ختمه کړي .خو له بده مرغه پښتنو په خپله ده باچاخان خلاف دا نعره راپورته کړه : چي سبق ده مدرسې وائي له پاره ئې ده پیسې وائي ، جنت کي به ئې ځای نه وي په دوزخ کي به غوټې وهي::

خو نن دا دی ده هغه جنګ هغه تسلسل  نیغ په نیغه ده پښتانه ده نسل کشۍ له پاره پیل شوی دی او آن دا چي ده عوامي نیشنل ګوند ټول مشران ئې ټارګټ کړي دي  او زموږ بې شماره ملګري ئې زموږ له مخه وړي دي او آن دا پر مشر اسفندیار خان او افضل خان لالا ئې هم ځان مرګي پیل کړي دي خو هغوی ده لوی خداي په فضل سره بچ دي .خو موږ هیڅکله همت نه هرو بلکه هم دغه شان به خپله مبارزه او ده امن تبلیغات ګړندي ساتو او دا دی نن خو قامي لښکري راوتي دي میدان ته باید ټول پښتون اولس ئې ملا تړي وکړي.

پوښتنه :  ده طالب په نامه چي کوم غورځنګ پیل شوی دی او یواځي یې په افغانستان او دلته په پښتونخواه کي وه انتها پسندی ته ایدامه ورکړې ده تاسو ئې په خلاف ده یو قام پرست ګوند په حیث څه  ګامونه پورته کړي دي؟

ځواب : موږ باید چي لومړی په دې سر خلاس کړو چي آیا طالب  جهاز او ټانک چلولائي شي؟حتماً ځواب به یې دا وي چی نا! نو له دې څخه دا معلومه شوه چي طالب ده سامراج پیداوار دی خو ده اسلام نوم یې په کار راوستی دی او وه سامراج ته یې هر وخت لاره هواره کړې ده او افغان ملت یې  په ژوبل کړی دی. او پایله به یې هم دغسي خرابه وي لکه څنګه چي یې پیل  ویناستی  او موږ هر وخت په قام کي ده علم خورولو او ده پریدیو له شکیله ده خلاسلو ده یو پر امنه تحریک پیل کړی دی او تر څو چي ټول پښتون او افغان اولس ده باچاخان ده فلسفې نه وي ملګري شوي او ده سامراج په خلاف په یوه اواز نه وي راپورته شوي دا جګړه به نوره ده خرابیدو پر خواه لاړه شي.

پوښتنه : ستاسو پر ګوند هر وخت تورونه لګیږي کله ورته روس نواز او کله ورته امریکه نواز وئیل شوي دي تاسو څه نظر لری؟

ځواب : کله چي نړۍ په دوه بلاکه کي وه ویشل شوه یوخوا سوشلزم او بله خواه کیپيټلزم وؤ نو چي کله روس ده سوشلزم پر بنیاد انقلابي قوت جوړیدل غوښتو او ده ټول بشربت ده حق غوښتنه یې کوله ده کیپیټلزم په خلاف. نوموږ ده یو امن غوښتونکي اوانسان دوسته سیاسي قوت په حیث  ده کیپیټلزم اوبرطانوي سامراج په خلاف وه سوشلزم ته ښه وه وئیل .خو هغه وخت هم ده دې  جهادي او نړیوال رجعتي قوتو له وجي سوشلزم له ناکامۍ سره مخامخ  اوامریکه په دې جنګ کي لږ غوندي بری تر لاسه کړو او امریکې ځان ته ده نړۍ لوی قوت وه وئیل او نن هم امریکا غواړي چي پر ټوله نړۍ باچا هي وکړي. نو موږ خو وه ټوله نړۍ ته له تیري یوې سدۍ څخه په نړۍ کي خصوصاً په افغان وطن کي ده امن له پاره مبارزه کوؤ او زیاتي قربانی چي په تاریخ چا نه دي ورکړي زموږ مشرانو ورکړي دي. اونن امریکا خپله ده ترهګرۍ او جنګ ختمولو نارې وهي او ده امن نارې سورې وهي ولي چي نن په دې نړۍوال جنګ کي امریکه خپل معیشت زیات په خطر کي ویني ځکه ورته ده امن ضرورت دی.نو دلته که وه ګورو موږ ده امریکې نه بلکه امریکې زموږ ناره خپله کړې ده.او زموږ ضد قوتونه پر موږ باندي ده امریکا نوازی تورونه لګوي.باید خلګ په دې ځان پوه کړي او زموږ ملا وه تړي او په ګډه نړۍ ته او خصوصاً افغان ملت او پښتانه ته ده امن او خوشالۍ زیرۍ ورکړو.

پوښتنه :  تاسو وه افغان انقلاب ته په کوم نظر ګوری؟

ځواب : موږ وه دې ته یوازي ده ترکي انقلاب وئیلای شو نه ده افغان یا قامي جمهوري انقلاب.ولي چي دا انقلاب لکه باچاخان او ولي خان به هغه وخت وئیل : دا ده دوؤ سانډانو جنګ دی په دې کي چنګښي (کمزوري قوتونه) تر پښو لاندي کیږي باید افغانان ده دې حصه نه شي جوړ: ولي دا انقلاب ده افغان وژني یوه نوګي لړۍ وه چي پیل شوه او نه موږ ده حفیظ الله آمین په وخت کي ورته ښه وئیلي دي. خو چي کله څه موده پس ده ببرک کارمل په لاس کي مات ګډ اختیار ورغلو او هغه پر صحیح لیکه ده تلو کوشش وکړو بیا موږ ورته ښه وئیلي دي.خو بد بختانه ده انقلاب ضد قوتونه زیات شول او انقلاب نور پر مختګ وه نه کړو.

پوښتنه :  ده ترهګرۍ ده ورکولو اوده هغه خلاف تاسو ده امریکې وه عمل ته ښه وایاست؟

ځواب : زه له لیکوالانو څخه دا یو خواست کومه چي دوی باید په دې سر خلاس کړي اوځان په خبر کړي چي په ټوله نړۍ کي ده امن فلسفه او نارې په هکله اول ځل باچاخان ته دا ویاړ دی چي ده وه نړۍ ته داسي فلسفه ورکړې ده او تر ننه پوري اې این پی ده هغې په تسلسل کي خپله پر امنه مبارزه کوي او له قربانیو ډک تاریخ لري. خو نن چي امریکې دالاره خپله کړې ده نو باید چي خلګ موږ ته داد راکړي او بلکه ټولي نړۍ ته ده امن ضرورت دی ده ښه او سوکاله ژوند تیرولو له پاره.هم په دغه یوه لاره خپلولو کي ده ټولي نړۍ او خصوصاً ده افغان اولس بقا ده چي ده باچاخان لاره خپله کړي.

پوښتنه : په افغانستان کي تیر کال ده نړیوال سولي ورځي په مناسبت  ده: ویښ ځوانان: په نامه چي کوم  غورځنګ ده امن له پاره ده مبارزه کولو ژمنه  کړې ده او وئیلي دي چي ۲۰۱۰م کال به ده امن کال وي او دا کال به موږ ده باچاخان په نامه نوموؤتاسو په دې هکله څه وایاست؟

ځواب : دا خو په تاریخ ثابته ده چي افغانانو تر ډیره حده ده باچاخان ده امن فلسفې ملګرتیا کړې ده خو بد بختانه بې علمۍ او سامراجیانو نه دي پرې ایښي . او چي کومو ځوانانو دا ژمنه کړې ده موږ په ډیر درانه نظر ورته ګورو او هره مرسته به ئې کوؤ او سره له دې وه ټول افغان اولس ته خواست کوؤ چي نور نو ده دې ځوانانو سره لاس ورکړي او ورسره هره اخلاقي؛پښتني او انساني پلوي یې وکړي.

پوښتنه : دا راته په لنډو ټکو کي وه وایاست چي پر اسفندیار ولي خان باندي ځانمرګی برید چا اوولي وشو؟

ځواب : اسفندیار خان له یو داسي سیاسي ؛ملي او باعمله کورنۍ سره تړاؤ لري چي ده هغوی کردار له دریو پیړیو څخه وه ټوله نړۍ ته ښکاره دی چي هغوی هر وخت بلا مفادو او غرضه ده قام وه خدمت ته ملا تړلې ده او هر وخت یې خپله مبارزه ګړندۍ ساتلې ده. نو ځکه ده نړۍ بدماشان اوده سولي دښمنان هیڅکله دا نه غواړي چي داسي قوت دي په خپله مبارزه کي سرته وه رسیږي او دا هم په تاریخ ثابته ده چي کله هم پښتون قامي تحریک وه کامیابۍ ته نزدې شي نو دوئ زموږ پر مشرانو ده جیلونو؛ده وژلو او ځان وژونکي بریدونه پیل وه کړي. لکه چي ده باچاخان ۳۵کلن جیل پر ولي خان باندي څلور مرګانه بریدونه شوي وؤ او نن دا دی چي پر اسفندیار خان باندي ځانمرګۍ برید وشو او تر دې له مخه په سوات کي پر افضل خان لالا هم څو ځله داسي بریدونه شوئ دي خو خوشبختانه ټول ده لوئ څښتن په فضل بچ شوي دي .او بله خبره دا چي موږ دومره بدبخته قام یو چي هر وخت مو په خپله ده خپلو ښو او درنو مشرانو ده ملاتړۍ پر ځائ ده له منځه وړلو کوشش کړی دی او مثال یې ده ډاکتر صیب نجیب الله دی چي افغانانو ده پریدیو ده ګټي له پاره له لاسه ورکړ..

په مینه