تر يوې اوونۍ زياته موده کېږي چې د هېواد په زياتو برخو کې موسمي اورښتونه روان دي چې په دې جمله کې په کندها راو شا و خوا ولايتونو کې هم پرله پسې اورښتونه روان دي.
د کندهار کروندګر وايي د تېرې وچکالۍ اغېزې تقريباً پای ته رسېدلي او که څو ورڅې نور هم دا بارانونه روان وي نو کېدی شي راروان کال د کروندګرو لپاره ډېرې لاسته راوړنې ولري.