کور / سياسي / يوازي ښه او سالم حکومت افغانستان ژغورلاى سي

يوازي ښه او سالم حکومت افغانستان ژغورلاى سي


 


د واشنگټن پوسټ ويب پاڼي د جنوري پر ١٧، د ناټو اتحاد سرمنشي، ياپ دي هوپ شيفر، هغه تحليلي مضمون خپور کړى دى چي د جنوري پر ١٨ به خپور سي.  ښاغلى شيفر د ځينو غربي او بعضي نورو سطحي او غرضي افغاني چارواکو په شان لمړى  په افغانستان کي د ځينو واهي او خيالي پرمختگونو په باب پرتي وايي، او بيا کله سم او کله ناسم مفکورې وړاندي کوي. هغه ليکي: د طالبانو د رانسکورېدو را وروسته، ازاد انتخابات ترسره سول؛ افغاني ښځي ازادي سوې؛ او په تعليم او صحت کي هم د پام وړ پرمختگونه سويدي. ښاغلى شيفر ته بايد ور په ياد سي چي پخواني انتخابات جعلي او تحميلي وه، او د افغاني مېرمنو حقه حقوق هم د بين المللي ټولني په ملاتړ ډانگيانو غصب او تلف کړي دي. د تعليم او صحت په اړه هم د ښاغلي شيفر څرگندوني چټيياټ دي. 


خو ښاغلى شيفر سمدستي خپلي مخکنۍ څرگندوني ردوي او ليکي: “مگر د افغانستان د حالاتو رشتين تحليل دا هم ښيي چي موږ خپل هدف ته نه يو رسېدلي.”  هغه ادامه ورکوي او ليکي:  که څه هم د هېواد په شمال او غرب کي تر ډېره حده پوري ثبات او سوله قايمه ده، خو په جنوب او شرق کي بغاوت روان، حکومت غير موثره، او مخدره مواد ډېر دى.  افغانان په زياتېدونکي توگه د اقتصادي انکشاف او بياودانولو د پروسې په باب شکمن دي؛ دغه راز، اروپايان هم دې اږدوه ماموريت ستړي کړيدي.” يو ځل بيا بايد ښاغلي شيفر ته وويل سي چي د هېواد په شمال او غرب کي د امريکا او ناټو په مرسته هغه مشهور جانيان حاکم دي چي حتى د سيمي ماشومان هم د هغوى له تېري او جنايت څخه مصون ندي.   


ښاغلى شيفر وايي: ” په افغانستان کي اساسي ستونزه د طالبانو ډېروالى ندى، بلکي د سالم او ښه حکومت نشته والى دى.  افغانان يوه داسي حکومت ته اړيتا لري چي د هغوى غم وخوري.  که چيري په افغانستان کي يو سم او سالم حکومت راسي، همدا د طالبانو لپاره زهر قاتل دي.  د افغانستان حکومت بايد پخپله د ادارې فساد سره مبارزه وکړي.” گرده  افغانان د ښاغلي شيفر ددغو څرگندونو سره موافق دي.  افغانان قوي، پاک، او مسول حکومت غواړي، نه د امريکا او ناټو په مرسته  د کابل اوسنى تحميل سوى افغاني ضد حکومت.   


ښاغلى شيفر ليکي: ” ناټو هم بايد يو منظم پلان ولري.  ناټو افغانستان پر مختلفو برخو وېشلى دى.  موږ بايد يوه واحده ستراتيژي غوره کوو.” بايد زياته سي چي اکثره افغانان د ښاغلي شيفر د همدې مفکورې پلوي کوي.   


هغه ادامه ورکوي او ليکي: ” د افغانستان ستونزي يوازي د هېواد په دننه کي نه سي حلېدلاى.  پاکستان لدې مشکلاتو سره اورگانيک رابطه لري.  واقعيت دا دى چي د چم گاونډ گرده ملکونه په افغانستان کي گټي لري.  بين المللي ټولنه بايد يو سيمه ايز پلان ولري. د افغانستان مشکل يوازي نظامي حل نلري.  موږ مجبوره يو چي افغاني پوليس او پوځ تقويه کړو.  ” د ښاغلي شيفر همدا نظر سم او سل په سل کي د تاييد وړ دى.   


ښاغلى شيفر ليکي:” په غرب کي داسي انگېرل کېږي چي افغانان خارجي عسکر پخپله خاوره کي نه غواړي. حال دا چي د عامه افکارو سروې ښيي چي ٧٠ فيصده افغانان د ناټو د ماموريت پلوي کوي.  کله چي زموږ عسکر په خطا کي ملکي کسان ووژني، ټوله نړۍ سمدستي په خبره سي.  خو طالبان تر موږ  پنځه چنده زيات ملکي کسان وژني.  موږ بايد نړيوالو ته دا وښيو چي طالبان اول لمبر قاتلان او د بشر د حقوقو متجاوزين دي.”  ښاغلي شيفر ته بايد وويل سي چي افغانان د امريکا، ناټو، او طالبانو وژني او قتل عامونه په کلله غندي. 


بلخوا، د گارډين په ورځپاڼه کي د برتانيې د ليبرال ډيموکرات گوند پخوانى مشر، پډي اشډاون، د جنوري په ١٤ پخپله تحليلي مقاله کي ليکي: “د کال ٢٠٠٣ د مې په مياشت کي، ښاغلي رمزفيلډ وويل: که چيري نن ورځ افغانستان او عراق ته سړى ځير سي، هلته ثبات او سوله ټينگېږي.  موږ په دواړو ملکونو کي نور مهم جنگونه نه لرو، بلکي د بياودانولو په کارونو لگيا يو.”  ښاغلي اشډاون ادامه ورکوي او وايي: خو نن سبا حالات کاملا بل ډول دي.  امريکايي عالي رتبه مامورين په افغانستان کي د ماتي او بايللو خبري کوي.  څه چي د امريکا حکومت له پامه غورځولي دي، هغه دا چي سوله يوازي د جنگ نشته والىته نه وايي، بلکي سوله، دغه راز، د اقتصادي او اجتماعي عدالت تامين ته هم اړتيا لري.” 


ښاغلي پډي اشډاون ليکي: ” د عدلت او انصاف په نشته والي کي، کرکه او بدي دايمي شکل غوره کوي.  د قانون د حاکميت نه شته والى د بغاوت لپاره فرصت برابروي.  داسي برېښي چي متحده ايالاتو او ملگرو يې خپل تاريخي درسونه هېر کړي دي. په اروپا، جاپان، باسنيا، اريتريا، او شرقي تيمور کي د عدالت تامين د ملتونو د جوړولو لپاره فرصت برابر کړ. مگر نن سبا امريکا په عراق او افغانستان کي د بغاوت د ختمولو لپاره همدا تاريخي درسونه بيخي هېر کړي دي، او د بغاوت حل په نظامي لارو چارو کي لټوي.”   


د ښاغلي اشډاون همدا نظر کاملا درست او سالم دى.  سوله پرته له عدالت څخه امکان لري.  په افغانستان کي د متحده ايالاتو اساسي خطا پدې کي ده چي پرته له عدالت څخه ثبات او کراري غواړي.  په بل عبارت، له يوې خوا، دکابل شډل حکومت تقويه کوي، له بلي خوا، د خلکو څخه اطاعت او همکاري غواړي!  له يوې خوا، د بې گناه خلکو کورونه او کلي بمباروي، او له بلي خوا، ثبات او سوله  غواړي. له يوې خوا، ټول پښتون قام د طالبانو او القاعدې په نامه ځپي، او له بلي خوا، د همدې قوم څو داړماران او غله تقويه کوي. له يوې خوا، د افغان ملت د مشهورو قاتلانو سره لاس په لاس گرځي، او بلي خو، د افغانانو څخه د ښه نيت او دوستي توقع لري! 


ښاغلى اشډاون ليکي: ” امريکا غوښتل چي د سپټمبر له ټروريسټي حملو را وروسته هر څه په يوازي سر وکي، خو د يوازي سر کارونه تل ناکامه وي. متحده ايالاتو ته پکار ده چي بېرته د خپلو ملگرو سره سلا مشوره وکړي.  يوازي د بين المللي همکارۍ په مټ کولاى سو چي په افغانستان او عراق کي تېر غم لړلي اشتباهات تلافي کوو. ويل کېږي چي د ښاغلي اوباما لمړى اقدام به د گوانتانامو د محبس تړل وي.”  


د ښاغلي اشډاون نظريات او څرگندوني سل په سل کي د منلو وړ دي.  ښاغلى اشډاون هغه څه وايي چي افغانان يې ويل غواړي. افغان هيلمن دي چي د ښاغلي اوباما د راتگ سره سم به د افغانستان په متعلق د متحده ايالاتو په تباه کونکي پاليسۍ کي بنيادي مثبت بدلون راسي. افغان سوله، عدالت، ازادي، او ديموکراسي غواړي.