دسرینا هوټل اوکه دفحشا غوجل

34 | جنوري 17th, 2009


دکابل هواچا ککړه کړیده ؟؟؟؟

ځوورځی کیږی چی دکابل دهوادککړیدوخبری درادیوګانواوتلویزونویه پرپرده خوراتودی سویدی اوداسی وعدی کیږی چی کواکی دکابل هوابه په دوی هفتی کی بالکل دجنت هواته ورته سی سړی نه پوهیږی چی داښاغلی دکومه راغلی دی چی داسی ګرمی وعدی کوی په دوی هفتی کی راته دجنتونوباغونه جوړوی په داسی حال کی چی دوی تراوسه په دی هم نه پوهیږ ی چی دکابل هوا چاخرابه کړیده؟ چا داخلګ دسرطان د مریضی په دوزخ کی اچولی دی چا دکابل مظلوم خلګ دهرڅه نه محروم کړیدی دی دچا دباره ؟؟؟؟؟

کله چی دراغلوښاغلوتبصیری اورودوی داسی فکرکوی چی داکابل هواځوزړوتکسی موترانواوځوحمامواونانوایانوخرابه کړیده په دی کی هیځ شک نسته چی دموترانواونانوایانواوحماموتاثرسته خوپښتانه وایی (چی واښکی پرنری ځای شکیږی ) دکابل ښاریوه ډیره ښکلی منظره لری اوپرشاوخوایی ډیرجګ غرونه راځرخیدلی دی اوښارپه یوه ډب کی پروت دی دلته ځواساسی علتونه دی چی دکابل دښارهوا فضا کوځی اوښاریی په دوزخ بدل کړی دی اوښکلایی یی په بد رنګی لړلی ده اول : دکابل ښارپه یوه ډب کی پروت دی دځلوروخوانه یی غرونه راچاربیردی دی دغرونودی محاصری دباداوهواجریان کمزوری کړی دی چی دهواحرکت وکولی سی ډیرژرخرابه هواله کابله وباسی .

دوهم : دښارپه دننه کی هغه اسمان ته ختلی لوړمنزولونه جوړسویدی داهم نده معلومه چی دنقشی سره برابردی که په خپل سردی داهم نده معلومه چی دادښارپه سرسبزه ځایوکی جوړسویدی که داځایونه ښاروالی بلندمنزولوته دماسترپلا ن په اسا س ټاکلی وه چی هم یی دکابل ښارپه ژمی اودوبی کی دلمر دانرژی اوپاکی هوا له جریانه محروم کړی دی سړکان ، ، کوځی بازارونه پیاده لاری ،دخلګولاری دغریبانوکورونه اوحتی دمسجدونودراوزی په ژمی دواورواویخکونواوپه دوبی دچلتلیوډک وی خلګ یی دهرډول مشکلاتوسره مخامخ کړیدی ټول ښاریان هم باد اوهوا اوهم دلمردحرارت نه محروم کړیدی اوهم دهواحرکت دښارپه منځ کی په ټپه درولی دی .

دریم : دسریینا هوټل یا (دفشا غوجل )داهم په اخلاقی لیحاظ هم په صحی لیحاظ هم په تجارتی هم په ترافیکی لیحاظ هم دمحیط زیست په لیحاظ دسرطان دانه ده چی دکابل ښکلی ښارپه زړه کی راشنه سویده اودکرز ی ددولت دکارنامویوه ستره بیلګه تاریخ ته پاته ده چی کله دهغه جنوبی خواته ودریږی اوهلته هغی دحرارتی سیستم لوخړی وګوری نوبیابه پوهیږی دهمدی اسلامی ضد غوجلی نه چی کوم دودونه بادیږی له په سل ګونه تکسی موتران یی نه دی په سر دی غوجلی نه یوازی دکابل زړه په دودونولړلی دی بلکه داغوجل په داسی ځای کی قرارلری چی داکابل ټول ښارګونه( لوی رګونه ) کی نیولی دی هرورځ چی بهرنی ملیمه راځی نودکابل په ملینوخلګ دیوه کس دپاره دخواری اوغریبی نه محروم وی مریضان یی شفاخانوته نه سی تلای ، مړی ترهدیرنه سی رسیدای مسافرخپلواډواومسافرخانوته نه سی رسیدای خلګ میدان هوایی ته نسی تلای مامورین ښوونکی اوشاګردان خپلودندواودرسوته نه سی تلای اودکابل ټوله زندګی په ټپه ولاړه وی په ملینونوخلګ بی کاره کیږی دهرمیلمانه راتګ زموږ ملت ته په ملیارډوافغانی زیان رسوی یواز ی دزرداری راتګ دری ورځی دکابل ولس له هرکاره غورځولی دیوه مړی جنازه پنځه ساعته په یوه ځلورلاری کی ولاړه وه وپه داسی حال کی زموږ نوی فصیده خلګ یی دروځی ګتی اوماښام یی ځټی خوزموږدایمان ړانده مشران اوواکداران په دی هم نه پوهیږی دداسی یوی غوجلی دجوړیدوځای باید چیری وی ؟ سفارتونه ، وزارتونه ، روغتنونه ، مارکیتونه ، هوټلونه ، با نکونه ،سینماوی . دموترانوا ډی اوکورونه اکثره ښوونځی . هوای ډګرخارجی اوداخلی نظامی قطعی ټول په وروکی ډب کی پراته دی یوازی دصدرالدی اغاخان غوجل نه وه دفحشا غوجل هم جوړه سوه چی اوس ورنه دسرطان دانه جوړه سویده چی کاشکی هغه یوپوهنتون جوړکړی وای یوه فابریکه یی جوړه کړی وای چی مملکت ته تولیدی ګټه رسولی وی دسریناپه نامه یی یوه غوجل کی جوړولای باید په یوه لیری غره کی چی دخلګ ته تکلیف نه ورکولای جوړه کړیوای دی دسرطان دانی اوس دکابل هرلوری تلونکی مسافر مریضان خواران اوغریبان سپین ږېیراومعیوبین په ویرکی کښنولی دی هرورځ چی یوملیمه راځی ټول سړکان بند وی نه دکابل دشمال نه جنوب ته ځو ک تلای سی نه دشرق نه غرب ته نه دجنوب نه شمال ته داچی دکرزی سترګی په ارګ کی اوښکی کوی نودهغوخلګ به ځه حال وی چی په کال یواربرق نه ورځی اوکورپخلی په پلاستیکانوکوی .

ځلورم : دکابل ښاردښاراوښاروالی دټولونورمونواونقشی برخلاف ویشل سوی اواباد سویدی یوه توپک والا دخیرخانی کوتل ویشلی دی بل توپک والا دکمپنی حصه ویشلی بله دنادرخان تپه بل دارالامان بل چهارده بل کلا شده بل ده سبز بله دتلویزون دغره شاوخوا بل دبالاحصا شاوخوبل دشیرپورکلا ویشلی ده داټوله ابادی په خپل سرسویده که ځوک دتپه بیمارواویا جلستون ه ویا دخیرخانی دکوتل یا دنادرخان یا دزمان خان کلا دتشنابوسیستم وګوری اوهلته ورسی نوبه حیران سی چی ددی بدبوی نه ځنګه انسانان ژوندی پاته کیدای سی که نورپریږدو یوازی دکابل ددریا ب مرداری چټلی اوبوی ته انسان متوجه سی نوبیا به پوه سی چی کابل اوس په یوه چټله غوجل بدل سویدی خوښاروال صاحب اودښارونودپراخیتاوزیرخدای خبرپه ځه اخته دی خوچی دفترته ورسی دوی په نقشواخته وی دچا سره دلیدو وخت هم نه لری اوه کاله تیرسوه تراوسه یوه نقشه میدان ته راونه وته پنځم : د سړکانوخرابی ده کله چی سړی کابل ته راسی فکرکوی چی دلته نه ښارواونه کوم وخت حکومت تیرسویدی اونه اوس حکومت لری اونه ښاروال لری کوم سرکونه چی سردارداودخان جوړکړیدی ټول کنډ کپرسویدی یوه سرک هم نه دی جوړسوی یوازی دمکرویانوسرک ځوواره پینه کړیدی دوی ورځی وروسته چی هغه پینی وګوری بیا تری داسی خاوری بادیږی چی انسان یی دیوی غاړی نه بلی ته دسرطان په ناروغی اخته کوی دټول ښارسرکونه خراب هرموترچی تیریږی دوړی یی اسمان ته لوړیږی که یوځوک دکابل په دننه کی دخبرخانی نه ترکمرک اودجلستون ، دارلامان ، اونوروخواوته ولاړسی اودسرکانودوړی وګوری نوباید دهرموترنه چی راکوزسی باید ځان ویښتان پریمنځی اوکالی بدل کړی .

پنځم : په کابل کی دزورواکنانواولوړپوړوچارواکو چټک اوموډی حرکت اوتګ راتګ دی کله چی یوتیریږی ټول ښارباید بند وی په یوه رنګ ځوکوریزینان پرله پسی داسی حرکت کوی ته به وایی الوزی بیا یی دباډی ګارډانوموتران ورپسی وی بیا دپولیسو موټران ورپسی وی اوپه داسی سرعت حرکت کوی چی په دوړویی دری کیلومتره لیری دخلګوسترګی ړندوی نه پرچو ک دریږ ی نه دترافیکی اشاری مراعاتوی اونه هم دخلګو په ازار اودلاری دبندیدوپه غم کی دی په ژمی خټی اوخزری پرخلګوپاشی اودوبی خاوری اودوړی شپږم : دبرق نه موجودیت دی : کله چی په یوه ښارکی برق نه وی خلګ خپل کورونه هم په ډیزلواوتیلوخاکوروښانه کوی خپل کورونه په لرګواوپلاستکو تودوی خپل خوراکی توکی په لرګواوپلاستکواوټایروپخوی هغه ډیرمالداره خلګ حتی شفاخانی اوهوټلونه دبریښنا دپاره جنراتورونه لګوی هغه هم په بی کفیته تیلواوزړواولیلامی جنراتورونو نانوایی ، حمامونه ، سماوارونه خومجبوردی چی باید دټایرونه کارواخلی ځکه چی نه برق وی اوګازهم دورځی سل نرخه پیداکوی اوپه غلاکی یی په وزیرتجارت هم متهم کیږی نوربه داصلاح طمه له چا وی اوس به وګورو چی دکابل هوا چا ککړه کړیده اودایی داصلاح لاریی درواغجینی وعدی دی که دعمل جامی ښاغلی خو وعدی کوی که رښتیا ووایو دکابل هوا ترټولو وعدوغلو اوحکمرانانوککړه کړیده دافغانستان دخلګو بدمرغی داده چی واکداران یی چی کله دکوره راوزی په تورښيښوکی ځی راځی نودوی خلګ وینی اونه خلګ دوی وینی نه دوی سرک وینی نه سرک دوی وینی نه دوی مرداری اوچټلی وینی اونه چټلی ددوی پا ک مخونه ګوری اونه سږموته لاره پیداکولای سی یوساعت مخکی له دی چی دوی موترته خیژی موتروان دخوشبویی عطرپاشلی وی نه غوږونه لری چی دخلګوچغی واوری نودوی کوځی وینی اونه هم کوځی دوی وینی نه خلګ دوی ورتلای اونه دوی کوځوته تلای سی ترځوچی دکابل دښارکالانیزسیون جوړنه سی برق ورته رانه سی دغلونه دپارکونودشنه ځایونه وانه خیستل سی دکیس تجارت کنترول نه سی سړکونه اوپارکونه جوړنه سی ترځوزموږ دوجدان ناجوړه واکداران تداوی نه سی ترځو چی زموږدایمان ړندو واکدارانوته دحقیقت عینکی ورنه لګول سی ترځوچی دسترګونه یی دغفلت پردی اپریشن نه سی ترځوچی دوجدان کڼوته کوشکی ورونه لګول سی ترځوددوی په زړونوکی دخدای ویره په زوره ورپیچاری نه سی نودلته به هغه دډاکترکیسه روانه وی چی یوه مریض سوی ډوډی خوړلی وه ډاکترورته عینکی لګولی وی هغه ورته ویلی وه چی داکترصاحب زه قبض یم اوسوی ډوډی می خوړلی ده ډاکترصاحب ورته ویل چی که تاسترګی درلودای نوسوی ډوډی به دی نه خوړلای که دکرزی سترګواوښکی نه وای کړی نوپه کلوبه چا په کابل کی دهوا دککړتیا خبره نه وای کړی زموږ حکمرانان لکه پوډریان چی کله کندی ته ولویږی په ځان پوهیږی چی زه چیری یم وسلام تبصره : دکابل بچاره خلګ چټلی له کښی نه باسی اودپزی دلاری یی بیرته وجودته ننه باسی اوپه ټولوکی دادورانی حرکت همیشه جریان لری حتی دا علمیه په لوړپوړوکی هم جریان لري .

Copyright Larawbar 2007-2024