کور / z_buitenland_news -- 5 / عراق: درو پرله پسې چاودنو درنه مرګ ژوبله رامنځته کړه

عراق: درو پرله پسې چاودنو درنه مرګ ژوبله رامنځته کړه

د عراق په عمارې سيمه کې د موټر بم د درېيو پرله پسې چاودنو له امله په لسګونو تنه مړه او ټپيان شوي دي.


پوليسو ويلي چې د چاودنو زياتره قربانيان ملکي کسان دي.


عماره د پلازمينې بغداد په درې سوه کيلومتري کې پروت ښار دی.


عراقي ځواکونو د اپريل په مياشت کې د دغه هيواد د امنيت ساتنې مسووليت له بهرنيو ځواکونو پر خپله غاړه واخيست.


دغه چاودنې په داسې حال کې رامنځته شوي چې دولتي چارواکي په عراق کې د ثبات د ټينګښت لپاره د څو اوونيو راپه دې خوا پر (يويې طرحې) کار کوي.