د مضره ګازونو د کچې پر راټيټولو ټينګار وشو

د لراوبر اداره | دسمبر 12th, 2007


د هوا د ګرمېدو په نړيوال کنفرانس کې د صنعتي هيوادونو مشرانو په جدي توګه په نړۍ کې د مضره ګازونو د کچې پر راټيټولو ټينګار وکړ.


د رپوټونو له مخې په بالي کې د هوا د ګرمېدو په اړه جوړ شوى کنفرانس خپل حساس پړاو ته رسېدلى دى.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د کنفرانس له برخه والو په تېره بيا له صنعتي هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د مځکې د کرې د ګرمېدو د مخنيوي لپاره د مضره ګازونو د کچې په ټيټولو کې خپلې وروستۍ هڅې وکاروي.


نوموړي وويل چې که د دغو ګازونو د توليد مخنيوى ونه شي نو د دريابونو د اوبو کچه به لوړه او په ځينو سيمو کې به وچکالي زياته شي.


د نړۍ د صنعتي هيوادونو مشرانو هيله ښودلې چې د کيوتو تړون له منحلېدو وړاندې دوی د مځکې د کرې د ګرميدو دمخنيوي لپاره يو عمومي پريکړه ليک لاسليک کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024