کور / تازه خبرونه / امريکا: د بن لادن د زوى ملکيتونه ضبطوو

امريکا: د بن لادن د زوى ملکيتونه ضبطوو


امريکا د اسامه بن لادن د يوه زوى او درو نورو شکمنو کسانو د ملکيتونو د ضبطولو پرېکړه کړې.
د امريکا د ماليې وزارت وياند وايي د دغو کسانو ټول هغه ملکيتونه چي په امريکا کي يې لري بايد ضبط سي.
امريکا د اسامه بن لادن پر زوى سعد بن لادن باندي تور لګولى چي له اېران څخه پاکستان ته تللى او اوس په قبايلي سيمو کي د امريکا خلاف جنګېږي.
امريکا وايي د دغو ملکيتونو د ضبط پروسه د اتو کالو راهيسي روانه وه، چي اوس د محکمې د خوا منظوره سوې ده.