کور / تازه خبرونه / په کندهار کې بېځایه شوې کورنۍ مرسته غواړي

په کندهار کې بېځایه شوې کورنۍ مرسته غواړي

د بادغيس ولايت د بېلابېلو ولسواليو په لسګونو کورنۍ چې د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې ژوند کوي له دولت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

يوشمېر دغه کورنۍ چې د ګريشک پخوانۍ اډې ته څېرمه په کارېزبازار سيمه کې مېشتې دي، وايي شپږم مياشتې کېږي چې له خپلو سيمو د ځينو زورواکو له کبله راکډه شوي، مځکې، باغونه او مالونه يې لوټل شوي او اوس د ژوند لومړنۍ اسانتيا وې هم نه لري.

د کډوالو چارو رياست مرستيال اغا محمد نظري وايي له دغو کورنيو سره مرسته نه ده شوې او دا د اضطراري پېښو په وړاندې د چمتووالي رياست مسووليت دی چې بايد دا مرستې برابرې کړي.