کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: ترافيکي پېښي ۵ تنه شهېدان او درې تنه ټپيان کړل

ميدان وردګ: ترافيکي پېښي ۵ تنه شهېدان او درې تنه ټپيان کړل

په ميدان وردګ ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې (٥) پنځه تنه شهېدان  او(٣) درې تنه ټپيان شول


 دمرغومې په (٢٨) مه نيټه دميدان وردګ ولايت دسيداباد ولسوالۍ د دورانيو په سيمه کې په يوه ترافيکي پيښه کې (٥) پنځه تنه شهيدان او (٣) درې تنه ټپيان شول


 نوموړى پيښه نن ورځ د مازيکر په (٣) دريو بجو د کابل کندهار په لويه لاره د سيداباد ولسوالۍ د دورانيو په سېمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولاموټر د ټونس موټر سره وجنګيده چې پايله کې پنځه تنه شهيدان او درې تنه ټپيان شول، په شهيدانو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي او ټپيان دپښې وروسته د درملنې لپاره دميدانښار روغتون ته انتقال شول  چې اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دي.