کور / شعر / غزل

غزل

غزل


خماری یمه دبنګ قیصه لیکم
ستا دشونډو دسره رنګ قیصه لیکم


تور غماز راته غاښونه چیچي ځکه
زه پښتون دخپل فرهنګ قیصه لیکم


وایه زه درته کافر ښکارم پدې چی
زه دشنو بنګړو دشرنګ قیصه لیکم


ماشومانو ته خو درس دننګ ورښیي
دخوشحال اوداورنګ قیصه لیکم


کاشکی بخت می پر اوږو واخلی جانانه
عمری به دې تر څنګ قیصه لیکم