کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ملي ارزښتونو له دوښمنۍ نه، د اسلام ترسپکاوي پورې!

د ملي ارزښتونو له دوښمنۍ نه، د اسلام ترسپکاوي پورې!

د پيمان کفر خوروونکي لکه چې وبخښل شول؟

له نړۍ اونيزې په مننه

پيمان ورځپاڼه د ملي ارزښتونو له دوښمنۍ نه، د اسلام ترسپکاوي پورې!

له کابل نه خپرېدونکې پيمان ورځپاڼې د مرغومي مياشتې د ۲۱ مې ورځې په ګڼه کې د يوې ليکنې په خپرولو سره د اسلام پر سپېڅلي دين نيوکې کړي او د قيامت ورځ يې د پېغمبرانو لخوا دروغجنه خبره ګڼلې ده.

د (پيشگويي جنګ سوم جهاني – ۲۰۱۰) تر سرليک لاندې ددغې ليکنې اصلي سرچينه ، ژبه او ليکوال نه دي معلوم خو د حسن يعقوب زاد په مستعار نامه ، چې په نوموړې ورځپاڼې کې يې ليکنې راځي، ژباړل شوې او په څلورم مخ کې چاپ شوې ده.

د پيمان ورځپاڼې چې ويل کيږي مالي لګښت يې د ولسمشر لومړی مرسيتال احمد ضيا مسعود ورکوي، په ياده شوې ليکنه کې د نړۍ د پيل، او پاى (قيامت) په اړه د اسلام په ګډون د ټولو دينونو او پيغمبرانو روايتونه غلط او بې بنسټه ګڼل شوي دي . همدارنګه د جنت او  دوزخ له حقيقتونو هم په ډاګه انكار شوى دى.

په ليکنه کې  عيسى (ع) د خداى زوى بلل شوى او د هغه له نامه سره د (بچه خدا) ټکى کارول شوى دى.

ددې ترڅنګ د ليکنې ليکوال ، انسان د خداى(ج) له واکه بهر ګڼلى او په ليکنه کې يې داسې ښودلي چې ګوندې انسان د قضا او قدر پر خلاف خپل برخليک په خپله ټاکلى شي.

د پيمان ورځپاڼې د دغې ليکنې ليکوال د پېغمبرانو او اسماني کتابونو ويناوې او ژمنې (نعوذ باالله) يوازې خيالي او پوچې مفکورې ګڼلي.

په ليکنه  کې د ځينو وړاندوينو د نه پېښېدا په اړه د انجيل بېلګه راخيستل شوې چې  په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې به قيامت راځي، خو رانغى.

ليکوال دا نده روښانه کړې چې دغه خبره د انجيل په كومه برخه كې او څه ډول راغلې ده؟ خو که چېرته راغلي هم  وي، ايا دغه تحريف شوى انجيل د خداى (ج) کلام ګڼلى شو؟

نن ورځ پخپله عيسويان هم دا مني چې انجيل په خپل حال نه دى پاتې، په بېلابېلو  وختونو کې بېلابېلې لاسوهنې په کې  شوي، حتى همدا  اوس يواځې په اروپا کې د انجيل په  لسګونو ډولونه شته، چې يو له بل سره هيڅ سر نه خوري.

دا کومه پټه خبره هم نه ده، په لسګونو کتابونه پرې ليکل شوي چې په پښتو ژبه کې يې ښه بېلګه د انجينر حکمتيار ( بايبل د قران په رڼاکې) کتاب دى چې د قراني ايتونو، نبوي حديثونو او عقلي دلايلو له  مخې په ډېر قانع کوونکي ډول دا خبره په کې ثابته شوې چې ننى انجيل د خداى کلام نه، بلکې يو مصنوعي او تحريف شوى کتاب دى. چې د پيمان ورځپاڼې ډالر خورو غوندې خلکو په کې د خپلې خېټې خبرې ځاى په ځاى کړي دي.

د پيمان کفر خوروونکې ورځپاڼې دغې جنجالي او د اسلامي ارزښتونو پر سپكاوي ولاړې ليکنې، د افغانستان د مسلمان ولس سخته كركه او غوسه را پارولې ده.

د افغانستان ډېرى ديني عالمانو او د نظر خاوندانو د پيمان ورځپاڼې دغه وحشي کړنه غندلې او د دارنګه مطالبو د خپرولو موخه يې د غربيانو د پاملرنې راجلبول او له هغوی څخه د مالي امتيازاتو ترلاسه کول، بللي.

د افغانستان د علماو سرتاسري شورا هم دغه ليکنه د پيمان ورځپاڼې کفري او په څرګنده د اسلامي اساساتو پر ضد کړنه ګڼلې ده. د افغانستان د علماو سرتاسري شورا په دې اړه يوه فتوا او اعلاميه هم خوره کړې چې په يوه برخه کې يې داسې راغلي دي: (( څرنګه چې پيمان ورځپاڼه او د دغې ليکنې برابروونکي د الله (ج) له شتون، د اسماني کتابونو له حقانيت، د پېغمبرانو (ع) او د هغوى د معجزو له رالېږنې، د قيامت د ورځې له راتګ، د اخرت د ورځې له مکافاتو او مجازاتو، له جنت او دوزخ بلکې د ټولو اسلامي معتقداتو څخه چې قران کريم بيان کړي او مسلمان ملت پرې باور لري، په څرګنده توګه انکار کړى دى او هغه يې هسې پوچې ژمنې ګڼلي نو د بې شمېره قراني دلايلو او نبوي احاديثو له مخې د ليکنې براوونکى مرتد او ملحد دى او د پيمان ورځپاڼې لخوا د هغې خپرول د الحاد او دهريت لور ته ښکاره بلنه ده.))

  د علماوو په فتوى کې زياته شوې: (( نو د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د افغانستان اسلامي جمهوريت له جلالتماب ولسمشر او د هېواد له عدلي او قضايي ارګانونو څخه جدي غوښتنه کوي چې د دغې کفري او الحادي ليکنې برابروونکى او خپروونکى ډېر ژر په سنګينه سزا محکوم کړي، د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت په زخمي شويو زړونو د ملهم پټۍ کېږدي او  يوه عمومي قيام ته زمينه برابره نکړي. و ما علينا الاالبلاغ.))

د علماو او عامو افغانانو له سختو شکايتونو او اعتراضونو وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو د سرغړونې چارو کميسيون لخوا د پيمان ورځپاڼې چلوونکي لويې څارنوالۍ ته معرفي شول.

د  لويې څارنوالۍ د يوې سرچينې د وينا په اساس د نوموړې ورځپاڼې يو شمېر  چلونکي د پوليسو له خوا ونيول شول چې ځيني يې له څو ساعته ځنډ وروسته بېرته خوشې شول او ځېني يې لا هم بنديان دي. 
د ورځپاڼي چارواکو منلې چې دغه  کفر خوروونکې ليکنه دوى خپره کړې خو قصدي نه بلکې د يوې تېروتنې له مخې ترې نشر شوې ده.

هغوى د ليکنې د خپرولو نه وروسته په سبانۍ ګڼه کې هم  دا کار يوه تېروتنه ګڼلې خو دا يې نه ده روښانه کړې چې څه ډول تېروتنه؟ د اسلام سپکاوى خو نه املايي تېروتنه ده، نه تخنيکي او نه هم ټايپي ستونزه!!!

بلکې هلته خو استدلال شوى او په ښکاره اعلان شوي چې اسلام منسوخ دين دى او مونږ د قيامت ورځ نه منو. او هغه هم په مکرر او بيا بيا ځلي، چې د ليکوال، ژباړن ، د پيمان ورځپاڼې د چلوونکو او د هغې د تمويل کوونکو سرچينو د ناوړه نيت او کفري تمايلاتو ښکارندويي کوي. دا  نو څنګه تېروتنه کېداى شي؟

تر دې وړاندې هم ددغې ورځپاڼې د ليکنو څخه داسې جوتېده چې چلوونکي يې هم له اخلاقي پلوه نيمګړي دي او هم له ديني. د ملي ارزښتونو سپکاوى خو يې ورځينۍ دنده وه.له اوږدې مودې راهيسې په دې ورځپاڼه کې د قومونو د جنګولو سياست پر مخ وړل شوى، او تل د  ژبې،  قوم او نژاد مسئلې په کې څېړل شوي، چې دا ټول د اسلام د سپېڅلي دين له مخې بې ګټې کارونه دي.

د ډېرو افغانانو په اند د پيمان ورځپاڼې دا بې پرتوګه کړنه د پيسو (فنډ)، سياسي پناه او غربي ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره، په لاره اچول شوې هڅه ده

پيمان وليدل چې تر دوى وړاندې عبدالرحمان پنجشيري، پرويز کامبخش او……ته هيچا هم څه ونه ويل، نو ميدان ورته شغالي ښکاره شو او د داسې يو رټل شوي کار د کولو جرئت يې وکړ.

زمونږ (نړۍ اونيزې) په اند ددې کار بله موخه د اسلامي عقايدو پر ضد پټه مبارزه ده چې پيمان ورځپاڼې پيل کړې او په دې توګه غواړي چې په ټولنه کې بې دينۍ او سيکولرېزم ته لاره هواره کړي.

نړۍ اونيزه د افغانستان له  دولت، عدلي او قضايي ادارو او په ځانګړي ډول له سترې محکمې څخه غواړي چې ددغې کړنې له ترسره کوونکو سره د شريعت په چوکاټ کې عمل ترسره شي، تر  څو د نورو د عبرت وړ وګرځي.