په نیمروز کي دوه تنه د دولت د مخالیفینوپه تور ونیول سول

د لراوبر اداره | جنوري 18th, 2009


 


دنیمروز ولایت یولوړ پوړي مقام لر اوبر ته وویل چي : دغه دوه تنه دغور ولایت دتیورې ولسوالۍ اوسېدونکي دیومیل  توپنچې اویوه سیټ سټلایټ  ټلیفون سره یوځای دزرنج ښار په منځ کي ونیول سول . 


هغه وویل : دې کسانودزرنج دنجونوپه لېسه کي دتبلیغاتي پا ڼو په خپرولوسره غوښتل چي ، نجوني دتعلیم څخه بې برخي کړي . حال داچي ،دعلم زده کړه پر نر اوښځه لازم دی .



دیادوني وړده چي څه موده مخکي په کندهار کي هم دنامعلومووسلوالولخوا دزدکړي په جرم دښوونځي  دښځینه زدکونکوپرمخونوتېزاب  وروپاشل سول ، آن یوې زده کونکي خوخپلي سترګي هم دلاسه پکښي ورکړې .

Copyright Larawbar 2007-2024