کور / راپور / ميدان وردګ : د عزت په نوم څلی پرانستل سو

ميدان وردګ : د عزت په نوم څلی پرانستل سو

په ميدان وردګ ولايت كې د ارواښاد ډاكتر عبدالوكيل لمانځن غونډه جوړه اودده په نوم جوړشوې څلې پرانيستل شو
د مرغومې ۲۹ مه نيټه
دميدان وردګ ولايت د ميدانښار په ګوربت رسټورانټ كې د كرنې د پخواني وزير ارواښاد ډاكتر عبدالوكيل  ديادونو په موخه لمانځن غونډه  او دده په نوم ځانكړې څلې پرانيستل شو.
په دغه غونډه كې دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي، دكرنې وزارت مرستيال محمد شريف خان ، داطلاعاتو فرهنګ وزارت سلاكار استاد نجيب منلى،دمدني ټولنو استازو، ليكوالو،شاعرانو او دميدان وردګ ولايت  دټولو اداري واحدونو مشرانو،جهادي قوماندانانو،ګروند ګرو، بڼوالو، د اروښاد دكورنۍ غړو او مينوالو برخه اخيستې وه ، ټولو په خپلو ويناوو كې د اورښاد  دبې ساري خدمتونو ستاينه وكړه او دافغانستان په كرنيز نظام كې د اروښادپراخه هلې ځلې د تل لپاره ددې هېواد د راتلوونكو نسلونو ته د وياړ او دده دارمانونو دپوره كولو په موخه د پراخو هڅو پيلول په ډاګه كړه ، ځكه دغه لمانځن غونډه ددغه لوى بهير يو شروع ووچې دميدان وردګ ولايت د مقام په برخه شوه.
په غونډه كې د اورښاد په خدمتونو،يادونو او ښوخاطرو ګډونوالو رڼا واچوله ا وپه اخر كې يو اته ماديز پريكړه ليك چې  ددغې غونډې محتويات ، داروښادليكنې او علمي اثاردكتاب بڼه چاپول،دمڼې ګل دوديزه مشاعره دده په مقبرجوړول،يو انستيتوت،يو دولتي مډال، دبزګرپه نامه كتابتون  اويوښارګوټې دارواښاد په نوم جوړول دپريكړه ليك منځپانګه تشكليلوله.
غونډې په اخر كې دميدان وردګ ولايت د مقام لخوا دارواښاد په نوم جوړ شوې (۲۰) شل مډالونه د ولايت (۹) ادارې واحدو كوپراتيفونه ته،دميدان وردګو پخواني والي ،د دريځ كلتوري ټولنې مشرتابه،د تركې ولايتي بيارغاونې ټيم مشر،دكرنې په برخه كې ليكول پوهاند دوديال،دكرنې اواطلاعاتو كلتور وزارتونو او شويګر جرمنۍ ورځپاڼې ژورناليست ته دښو خدمتونو او هڅو په پايله كې وركړل شول، همدارنګه راغلوليكوالو ميلمنواوشاعرانو ته دولايت دمقام لخوا تحفي وركړل شوي ، دغونډي وروسته د ارواښاد په نوم جوړ شوې څلې د پټې په پريكولوسره چې دميدانښارښاروالۍ لخوا د شپږوميليونوافغانيو په مالي لګښت  جوړ شوې وو پرانيستل شو.






د ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل لمانځن غونډه


د ګډونوالو پرېکړه ليک
جدي ٢٨، ١٣٨٧ هجري لمريز


ميدانښار، ميدان وردګ، افغانستان
الحمد لله رب العلمين والصلوٍۀ والسلام على رسول الله صلي الله عليه وعلى اله اواصحابه اجمعين :
ډير دخوښۍ اودافتخارځاى دي چې د هېواد د کرني د پخواني وتلي او نوماند وزير اروښاد ډاکتر عبدالوکيل دلمانځن غونډي په اړه راټول شوي يو.
موږټول ګډونوال د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ميدان وردګ ولايت له مقام څخه هيله کوو چي:



ددغى غونډي محتويات دکتاب په بڼه چاپ کړي.
دډاکټر صيب عبدالوکيل خان ټولې ليکنې او علمي آثار دي راټول او دکرنې وزارت له خوا دکتاب په بڼه چاپ کړي.
دميدان وردګ ولايت مسوولين دمڼې گل ميلې ټول امکانات هرکال برابر او دغه دودييزه ميله په شانداره ډول د ارواښاد عبدالوکيل په مقبره ونمانځل شي.
دکرنې له وزارت، نورو اړوندو ادارو او مرسته کوونکو هېوادونو ، غواړو چې دميدان وردگو ولايت د کرني برخي ته ډېره توجه وکړي او دا يي په لومړيتوبونو کي وي. هغه پروژې چې دکرنې  او اوبو لګولو په برخه کې ضروري دي، د پلې کولو هوډ وکړي. ځکه د کرني په برخه کې بنسټېزي پروژې نه يوازې ددغه ولايت دولس لپاره دکارموندنې په برخه کې ګټورې دي، بلکې دامنيت په ټينګښت کې هم خورا اغيزمنې تماميدلاى شي.
دکرنې وزارت څخه غواړو چې د اروا ښاد ډاکټرعبدلوکيل د کرني په برخه کې ولسي خدمتو ته پام سره په کابل کې دکرنې انستيتيوت دده په نامه ونوموي.
د ميدان وردگو له والي څخه هيله کوو چې د ارواښادډاکټر عبدالوکيل خان په نامه د ي يوه مېنه په ميدان ښار کې ونوموي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له ولسمشر څخه غوښتنه کوو چې د ارواښاد ډاکټر  عبدالوکيل په نامه دې يو دولتي مډال ومنل شي او هغه چاته دې ورکول کيږي چې دهېواد د کرني په برخه کې يې دپام وړ کار او يا کوم نوښت کړې وي.
دميدان وردگو ولايت په کتابتون کې دي دبزگر کتابتون څانګه  پرانستل شي.
 
موږ ټول لاس په دعا يو چې الله تعالي دي ارواښاد ډاکټر عبدالوکيل ته په جنت الفردوس کې ځاي ورکړي او دده د لاري لارويانو ته دي د خپل ولس د خدمت لا زيات توان او وس ور په برخه کړي. 
همدارنګه د ميدان وردګو ولايت له مقام او ددې غونډې له ټولو ګډونکوونکو، تنظيموونکو او تمويلوونکو څخه مننه کوو چې دا غونډه يي بريالي کړه.
ومن الله التوفيق