کور / تازه خبرونه / ناټو د خپل يوه بل سرتيري د وژل کېدو خبر تائيد کړ

ناټو د خپل يوه بل سرتيري د وژل کېدو خبر تائيد کړ

دناټو له خوا لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي ليکل سوي چي د ناټو ځواکونو يو سرتيرئ تيره ورځ په سهيل لويديځو سيمو کي د جګړې پر مهال وژل سوی دی ، خبرپاڼي د تل په شان د سرتيري پيژندنه پټه ساتلې .

بله خوا د هالنډ ددفاع وزارت له خوا په ترلاسه سوو معلوماتو کي څرګنده سوې ده چي ددوی ۴۰۰ ځواکونه د ۱۰۰  استراليايي ځواکونو او په سلګونو افغان ملي پوځيانو سره د ارزګان ولايت د ترين کوټ په څو کيلومترۍ د بلوڅانو په دره کي د طالبانو سره په جګړه اخته دي ، طالبانو تر اوسه ددې جګړې په باب جزيات نه دي خپاره کړي ، د هالنډ ددفاع وزارت يوه چاراواکي وويل چي ددوی ځواکونه چي د بلوڅانو درې په يوه او بله خواکي مېشت دي غواړي د درې ټول کنترول ترلاسه کړي ، د بلوڅانو درې په دننه کي ځايي طالبان د هالنډي او استراليايي پوځيانو تګ راتګ ته خنډ دي ، پر دې دره دوه کاله او يو کال مخکي هم خونړۍ جګړې سوي دي ، خو تر لږ وخت وروسته بيا طالبانو د سيمي واک په لاس کي اخستی دی ، هالنډي پوځيان فکر کوي چي دا ځل يې پر جګړئيز تاکتيک تر پخوا ښه فکر کړی دی او هيله ښکاره کوي چي  د ستراتيژيک پلوه ددې مهمي سيمي تر نيولو وروسته به دلته د ناټو په مشرۍ يوه دايمي قرارګاه جوړه کړي .

د هالنډ ددفاع وزارت  مني چي جګړه روانه ده ، خو د سر زيان په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي ، په يوه وروستي خبر کي ويل سوي وو چي ددوی څو ټانکونه د سړک غاړي بمونو پذريعه ويجاړ سوي او اووه تنه د ملي پوځ سرتيري  ژوبل سوي دي .

هالنډ په افغانستان کي نژدې ۲۰۰۰ سرتيري لري چی زياته برخه يې په روزګان ولايت کي مېشت دي ، د هالنډ په پارلمان اکثريت د افغانستان څخه د خپلو سرتېرو وتل غواړي ، خو لومړی وزير پر دې فکر کوي چي د هالنډي سرتېرو د پاته کېدو موده د ۲۰۰۹ د اګست وروسته نوره هم وغځوي او که څنګه .