کور / تازه خبرونه / اسرائيلو د اوربند پرېکړه وکړه

اسرائيلو د اوربند پرېکړه وکړه


د اسرائيلو کابينې چي تېره شپه پر غزه باندي د بمباريو د بندولو او دوام په اړه غونډه درلوده، د شپې د يوې بجې راهيسي يې پر غزه باندي بريدونه درولي دي.
د حماس د اسلامي غورځنګ مشر خالد مشعل وايي اسرائيلي پوځيان دي د پنځو ورځو په ترڅ کي له غزې څخه ووزي، د نوموړي په وينا که اسرائيل د حماس دغه غوښتنه ونه مني، پر اسرائيلي خاوره به د حماس بريدونه دوام لري.
په غزه کي د اوربند اووه ساعته کېږي، خو د حماس د غورځنګ توغندويي بريدونه اوس هم پر اسرائيلو دوام لري.
د حماس او اسرائيلو ترمنځ له درو اونيو راهيسي جګړه روانه وه، چي په ترڅ کي يې د اسرائيلي الوتکو او پلي پوځ له خوا ١٢٠٣ فلسطينيان مړه او شاوخوا ٥٠٠٠ کسان ټپيان سول.
له امريکا او برتانيې پرته د د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ټولو هيوادونو پر غزه د اسرائيلو بريدونه وغندل، خو اسرائيلي مشرانو ويل چي د دوى بريدونه به تر هغه وخته دوام کوي چي د اسرائيلو جنوبي سيمي د حماس له بريدونو وژغوري.



 


Hamas announces ceasefire


Palestinian residents of Nicaragua hold Palestinian flags during a protest against Israeli attacks on Gaza in Managua


Israel lässt trotz Gerichtsurteil keine Reporter in Gazastreifen


Day 2 of the Gaza Crisis