کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په ولس مشر کرزي دا انتقاد کړې چې د فساد په له منځه وړو کې  پاتې راغلې دې.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ولس مشر کرزې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د راتلونکې وزیر هیلري کلنټن په څرګندونو  قهرجن شوې دې.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې ملي جبهه راتلونکو انتخاباتو ته د یو واحد کاندید د غوره کولو په سر د نفاق ښکار شوې ده.

په ورځپاڼه کې د بارک اوباما د راتلونکي حکومت او د افغانستان د روان جنګ په اړه هم یو مطلب خپور شوې دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بیارغونې د چارو په افغاني کولو او هم غږي کولو ټینګار  کړې دې.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي چې په کابل کې د امریکا سفارت د اوباما د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره افغان سیاست والو ته د بلنې ورکولو خبر رد کړ.

ورخپاڼې په یو بل خبر کې د سوداګرۍ وزارت د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د څلورو خصوصي شرکتونو په وسیله د غنمو واردات بند کړاې شول.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا له طالبانو نه د ایران د ملاتړ په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي  چې د ایران په کرمان او خراسان سیمو کې د طالبانو روزنځایونه فعاله دي.

ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې پدې مرکزونو کې د مولوي محمود بلوچ کسان روزل کیږي چې په هلمند کې د پوځي عملیاتو لپاره راځي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو د مرګ ژوبلې مسله څیړلې او لیکلي دي چې د جنګ له ستراتیژۍ نه باید د عامه خلکو وژل حذف شي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د برطانیې د ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګولو په هدف د سعودي عربستان هڅې ګړندۍ شویدي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې له ایران نه د افغان کډوالو د شړلو مسله راغستې او لیکلي دي چې په هیواد کې د سخت ژمي او سړو سربیره له ایران نه د افغانانو د شړلو بهیر روان دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د اوبو د ضایع کیدو مسله راغستې او دا انتقاد يې کړې دې چې ددې اوبو د ضایع کیدو مخه نده نیول شوې.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د بهرنیو چارو د راتلونکې وزیرې هیلري کلنټن په حواله لیکلي دي چې د افغانستان دولت فاسد او نا توانه دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د مرغومي د اته ویشتمې نیټې په پیښې تبصره کړې چې د ورخپاڼه لیکونکي په باور په افغانستان کې د خپلواکۍ د اتل شاه امان اله خان د حکومت د نسکوریدلو ورځ ده.

ورځپاڼې د یوې داسې ډلې د نیولو خبر هم ورکړې دې چې د پولیسو په جامه کې يې له خلکو نه غلا کولې


د اصلاح او انیس دولتي ورخباڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په کابل کې د تیرې ورځې په ځان وژونکې حملې تبصره کړې او هغه يې د روان ۲۰۰۹ میلادي کال تر ټولو خونړۍ پیښه بللې ده.

خو اصلاح بیا د هیواد له بیلابیلو ولسوالانو سره د ولس مشر کرزي وروستۍ لیدنې ته په اشارې لیکلي دي چې دوې د حکومت استازې دي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د عالمانو د شورا د حکم او له اسلام سره په ټکر کې د یو مطلب د خپرولو په سر ددې ورځپاڼې د مسؤل مدیر د نیولو په غبرګون کې له ولس مشر کرزي نه غوښتي دي چې دې مسلې ته پام وکړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د بشر د حقوقو د څارنې د نړیوال سازمان د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د افغانستان اوسنې دولت یو مشروع دولت ندې.